پنجشنبه, مې 2, 2024
Homeخبرونهد میدان وردګو پر جلرېز ولسوالۍ طالبانو ډله ییز بریدونه کړي

د میدان وردګو پر جلرېز ولسوالۍ طالبانو ډله ییز بریدونه کړي

تاند ( چهارشنبه، د ثور ۲۹مه) د میدان وردګو ولایت د جلرېز ولسوالۍ چارواکي وایي، چې تېره شپه پر دې ولسوالۍ سلګونه وسله والو طالبانو ډله ییز بریدونه کړي.

ولسوال خلیل الرحمن یاد ګاري زیاتوي، چې تر دې دمه افغان سرتېرو کلک مقاومت کړی خو په خبره یې اړتیا ده چې مرستندویه ځواکونه ژر ور ورسېږي.

یادګاري زیاتوي، چې افغان لوري ته تر دې دمه زیان نه دی اوښتی خو وايي لسګونه طالبانو ته يې مرګ ژوبله اړولې.

ولسوال زیاتوي ، چې وسله والو طالبانو له افغان ځواکونو یو شمېر سیمې نیولي او که مرستندویه ځواکونه ور ونه رسېږي ښايي یاده ولسوالي سقوط شي.

نوموړی له مرکزي ادارې غوښتنه کوي، چې ژر دې دوی ته مرستندویه ځواکونه ور ولېږي.

د یاد ولایت ولایتي شورا هم د ګڼو امنیتي پوستو د سقوط خبره کوي.

دوی وایي په دې نښته کې افغان سرتېرو ته د مرګ ژوبلې ترڅنګ طالبانو یو شمېر سرتېري ژوندي هم نیولي دي.

د میدان وردګو د ولایتي شورا مرستیال وایي، هوایي ځواکونه سیمې ته رسېدلي او پر طالبانو یې بریدونه پيل کړي، خو ولسوال  بیا وایي، چې هوایي ځواک یواځې نمایشي حرکات کوي.

په ورته وخت کې ځايي اوسېدونکي وايي اوس هم په یاده ولسوالي کې درنه جګړه روانه ده.

د میدان وردګو ولایت ولایتي چارواکو تر اوسه د تلفاتو په اړه څه نه دي ویلي.

وسله والو طالبانو هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب