پنجشنبه, اپریل 18, 2024
Homeکلتورخاطرههره ورځ: زما ټولګی او ټولګیوال … (۷)

هره ورځ: زما ټولګی او ټولګیوال … (۷)

 رحمت شاه فراز

ناپوهي عیب نه ده

زده کوونکي د انګرېزي ژبې د یوه لغت معنا وپوښتله، ورته ومې ویل، زه ورباندې نه پوهېږم، په قاموس (ډکشنري) کې يې درته را ګورم. له ټولګي راووتم، یوه ښوونکي ته مې غږ کړل چې په خپل ځیرک ټلیفون کې يې ((انګرېزي – پښتو)) قاموس درلود؛ په دې وخت کې د ښوونځي مدیر راغی او را باندې غږ يې کړل:

  • څه کوې، استاذه؟
  • په ډکشنري کې د یوه لغت معنا لټوم.

له دې لنډې وراشې وروسته، مدیر لاړ او زه بېرته ټولګي ته ننوتم. د تفریح پر مهال مدیر خپل دفتر ته وغوښتم. تندی یې تریو وو او په کاوړ یې وویل:

  • ته څنګه زده کوونکو ته وایې چې په زه په یوه لغت نه پوهېږم او بیا د هغوی په وړاندې راوځې، په ډکشنري کې يې ګورې؛ زده کوونکي به څه فکر کوي! انسان په یوه بله پلمه راووځي، خپله ستونزه حل کړي او بېرته ټولګي ته ستون شي.

د مدیر دې خبرو حیرانه کړم. په څوکۍ کېناستم او په ارامه لهجه مې ورته وویل:

  • ګورئ؛ څه اړتیا ده چې له خپلو زده کوونکو دا پټه کړم چې زه په یو شي نه پوهېږم. زه په دې باور یم چې زده کوونکي باید پوه شي چې د یوې برخې ښوونکی هم په ډېرو څیزونو نه پوهېږي؛ دوی باید په دې شي چې کله یو ښوونکی په یو څه نه پوهېږي، نو د هغه چلند و غبرګون څه وي؟ هغه د ځان د پوهولو لپاره کومې لاره غوره کوي؟ آیا خپله ناپوهي پټوي او که په پراخه سینه پر خپلې ناپوهۍ اعتراف کوي او د ځان د پوهولو لپاره سمدلاسه لاس په کار کېږي. زه غواړم په خپلو زده کوونکو کې د انګرېزي ژبې ترڅنګ د علم یو ښه ذوق هم وپنځوم، او علمي ذوق تر هغو نه رامنځته کېږي تر څو چې په یوه زده کوونکي کې د پوښتنې ځواک پیدا نه شي؛ که نن زه خپله ناپوهي پټه کړم، نو سبا به زما زده کوونکي هم خپله ناپوهي پټوي او له ما به پوښتنه نه کوي؛ او که پوښتنه ونه کړي نو دوی به نوي شیان څنګه زده کړي. یو چینايي متل دی چې که یو څوک پوښتنه وکړي، نو پنځه دقیقې به ناپوهه وي، خو که پوښتنه ونه کړي، نو ټول ژوند به ناپوهه وي…

دا یوه خاطره وه؛ خو اوس به خپلې اصلي موضوع ته را وګرځو.

 زموږ ټولنه چې له علم و پوهې له ډېر پخوا راهیسې لرې پاتې شوې، د ژوند، علم، کلتور، فرهنګ، سیاست او ټولنې په اړه یې افکار و تصورات هم پخواني او زاړه دي؛ څنګه چې زموږ په ټولنه کې علمي وده و پرمختګ نه دی رامنځته شوی، دې افکارو او معلوماتو ته هم بیا کتنه نه ده شوې، له نوو لیدلورو او زاویو يې ځیرنه او څېړنه نه ده شوې، د زیانمنو او ګټورو اړخونو په اړه یې غور و فکر نه دی شوی، همدا لامل دی چې د ډېری شیانو په اړه لا هم پخواني تصورات او انګېرنې لرو.

په دې ځای کې به یو څه د پخوا په اړه وغږېږو. پخوا وختونو کې معلوماتو ته لاسرسی اسانه او چټک نه وو، د چاپ د نشتون له کبله به د کتاب نسخې په محدود شمېر د کاتبانو له خوا په لاس لیکل کېدې او دغو لیکل شوو کتابونو ته به د اقتصادي محدودیتونو او جغرافیوي خنډونو له امله لاسرسی ستونزمن وو. ډاکټر مبارک علي د ((لیکلو مواد)) تر عنوان لاندې په خپله یوه مقاله کې چې بارکوال میاخېل د ((علم او تاریخ)) نومي کتاب کې پښتو ته ژباړلې، دې موضوع ته په دې ډول اشاره کوي:

((په هغه زمانه کې یواځې باچاهانو او شتمنو دا وس درلود، چې د خپلو کتابتونونو لپاره دغه قیمتي کتابونه واخلي. زده کوونکو به د یوه – یوه کتاب لپاره په میلونو سفر کاوه یا به نورو هېوادونو ته ورپسې تلل.)) (۱)

په دې توګو، خلک اړ وو چې کوم څه په لاس ورځي، هغه ټول خپلې حافظې ته وسپاري او بیا د نوو معلوماتو په لټه کې شي. د زیاتو کتابونو حفظول، قوي حافظه لرل او په یوه ناسته کې بشپړ کتاب له یادو ویل، اصلي علمي ځواک ګڼل کېده او دې ډول عالم ته به یې د متبحر کلمه کاروله. متبحر عربي کلمه ده چې د علم سیند او په ستر عالم معنا کېږي (۲). پخوانیو علم له سیند سره پرتله کاوه؛ په دې اساس، ښکاره ده چې متبحر عالم به هماغه وي چې د دې سیند ډېره برخه يې پخپله حافظه کې ساتلې وي. په دې معنا چې متبحر عالم، د نن ورځې په څېر هغه پوه ته نه ویل کېدل چې انتقادي فکر، عقلي تحلیل و تجزیه، ځواکمن استدلال او د تېرو نظریاتو و افکارو چاڼول يې ځانګړنې وي، بلکې متبحر عالم هغه څوک وو چې د حافظې په لوښي کې به یې د علمي سیند لویه زېرمه خوندي کړې وه. هغه مهال چې د علم معیار، د معلومات څومره والی وو، نو په یوه برخه کې کم معلومات لرل، هغوی د ځان لپاره عیب ګاڼه او دا ورته ښه نه ښکارېده چې بل څوک دې پر دې پوه شي چې د پلانکي معلومات لږ دي. زموږ ټولنې هم چې د علم و پوهې په توره هغه پخوانی تسلسل نه دی مات کړی، او لا یې هم په اذهانو او افکارو، هماغو اندونو پردې غوړولې؛ نو په ډېر خوند د یو چا په اړه وایو چې د پلانکي معلومات لږ دي، هغه په څه نه پوهېږي. د معلوماتو په اساس د یو چا د پوهې کچه ټاکل، هماغه پخوانۍ زاویه او لیدلوری دی.

خو نن ورځ نړۍ بدلون موندلی او د ژوند د ډېری مسایلو په اړه نظریات و لیدلوري بدل شوي. دا مهال چې معلوماتو ته لاسرسی، اسانه، ارازنه او ګړندی ګرځېدلی؛ هغه پخوانی معیار هم له منځه تللی او نن ورځ د یو چا علمي تبحر په نورو پیمانو اندازه کېږي، ځکه که نن هم د علم معیار معلومات وښیو، نو مجبوره یو چې ویکي پیډیا او ګوګل د نړۍ تر ټولو ستر عالمان ومنو، په دې چې تر دوی زیات معلومات د نړۍ پر مخ بل هېڅ شی/څوک هم نه لري.

دلته یوه ټکي ته پام اړین دی. هغه دا چې که څه هم زموږ په ټولیز (جمعي) شعور کې همدا نظر را پالل شوی دی، خو په فردي ډول ډېری وګړي په دې پوهېدل او پوهېږي چې ناپوهي عیب نه ده، او که چېرته کوم چا پوښتنه رانه وکړه، نو په دې کې هېڅ د شرم خبره نشته چې ورته ووایو، زه نه پوهېږم. امام شافعي رح څخه په جومات کې د لوی مجلس په وړاندې یوه تن څلوېښت پوښتنې وکړې؛ امام شافعي د هرې پوښتنې په ځواب کې وویل: لا ادري، یعنې زه نه پوهېږم. دغه راز، د امام ابو حنیفه رح په هکله یو روایت راځي چې یو ځل یې په حج کې په پنځو برخو کې تېروتنه وکړه او هغه ډم چې د امام وېښتان یې ور خرېیل، هغه ورته هغه مسئلې ور وښووې. او کله چې هغه سړي د نیوکې په ډول ترې پوښتنه وکړه چې ستاسې په سیمه کې د امام ابو حنیفه (رح) په څېر امام اوسېږي، او ته پر دې وړو خبرو هم نه پوهېږې، نو امام ابو حنیفه د دې لپاره چې خپله ناپوهي پټه کړي، ځان غلی نه کړ، بلکې په هسک سر یې ورته وویل چې: هغه امام، زه پخپله یم. د رښتینو پوهانو چلند تل همدا پاتې شوی. تر دې هم که یو څه شاته لاړ شو او د یونان اتن ښار ته ځان ورسوو، نو هلته سقراط وینو چې په کوڅو کې ګرځي او په ویاړ او لوړ غږ دا چیغې وهي چې: سقراط یوازې په دې پوهېږي چې نه پوهېږي. سقراط د علم تر ټولو ستر مقام همدا باله چې یو څوک پر دې پوه شي چې نه پوهېږي. To be aware of unawareness.

د دې کرښو د لیکوال په فکر، (په ځانګړې توګه) په یوویشتمه پېړۍ کې  ناپوهي عیب نه ده، ځکه دا پېړۍ د پخواني تصور پرخلاف د ډېرو معلوماتو لرل د علم معیار نه ګڼي؛ نن ورځ، لوی او کرغېړن عیب دا دی چې د ځان د پوهولو لپاره هڅه، لېوالتیا او مینه ونه لرې. خپله ناپوهي د شرم او غیرت تر عنوانونو لاندې پټه کړې. د پوښتنې کولو زړورتیا و ځواک ونه لرې او په یوه ډک مجلس کې د یوې پوښتنې په ځواب کې دومره جرأت او مېړانه ونه لرې چې ووايې، زه نه پوهېږم.

د ناپوهي عیب ګڼل او پرې شرمېدل، هغه لوی عنصر دی چې ټولنې له ګڼو ستونزو سره مخ کوي. د همدې عیبجن فکر له امله، د یوې ټولنې هر وګړی د هر فن او هنر، مولا او عالم وي. په دا ډول ټولنو کې که له یوه موچي څخه د سیاست په اړه پوښتنه وکړئ، نو پر نړیوال سیاست به اوږد بحث درته پرانیزي، ځکه نوموړی له شرمه کله داسې ویلای شي چې زه په سیاست نه پوهېږم؛ همدا شان، که یو نانوای در وغږوئ، نو د کمپیوټر ساینس او انجینرۍ په اړه به خوندور لېکچر درکولو ته تیار شي؛ او د ارواپوهنې، د بېلا بېلو ناروغیو د درملو، ادب و شاعرۍ او عمومي موضوعاتو په اړه نظر ورکولو کې خو د دې ټولنو وګړي د دوکتورا تر کچې رسېدلي وي. یوې ټولنې ته د علم لویه ګټه دا وي چې د ټولنې هر وګړي ته خپل حد و هدف ور پېژني. او کله چې په یوه ټولنه کې علم عام شي، نو هلته دا ډول د یو بل په کروندو کې د کولبې وهلو ګډوډي نه رامنځته کېږي، بلکې هر شخص خپل حد پېژني، خپله کاري ساحه ور معلومه وي او په پردي مسلک و field کې له لاسوهنې ډډه کوي.

د علم په اړه بل مهم ټکی دا دی چې د علم د زیاتېدو په نتیجه کې انسان دې حقیقت ته نږدې کېږي چې د علم څومره بابونه یې لا هم په وړاندې تړلي پاتې دي او د علامه اقبال رح په وینا، پر دې پوه شي چې:

جهان اس سے آګے اور بهی هے
[نړۍ تر دې هاخوا نوره هم شته؛ ژباړن]

سینوهه د انسان د ځان پوه او پوره ګڼلو د منفي چلند په هکله په خپل ځانګړي انداز خبرې کوي، نوموړی وايي:

((تر هغو چې انسان نوي شیان او پېښې نه وي لیدلې، ځان بشپړ ګڼي، خو له هغه وروسته چې پوه شي، د هغه پر معلوماتو او علمونو سربېره په نړۍ کې ډېر نور علمونه او معلومات هم شته نو ځان ورته کوچنی ښکاري او همدغه وخت په خپل عیب پوهېږي. له همدې امله بې علمه او بې خبره کسان ډېر ژر مغروره کېږي، ځکه چې فکر کوي، په ټولو شیانو پوهېږي او په نړۍ کې تر ده لوړ او تکړه بل څوک نشته. له همدې امله کله چې ګورو یو نارینه یا ښځینه کبر لري او موږ ته په ټیټه سترګه ګوري، باید پوه شو چې ډېر احمق او ناپوه دی او له دې کبله چې په څه نه پوهېږي او تجربه نه لري، نو ځان تر نورو لوړ ګڼي.)) (۳)

په دې اساس، ویلای شو چې په اوسنۍ نړۍ کې ناپوهي عیب نه ده، بلکې د تل لپاره ځان ناپوهه پرېښودل عیب و شرم دی. دا عیب نه دی چې یو مشر د کشر، یو ښوونکی د زده کوونکي، یو پلار د زوی، یوه مور د لور، یو ملا د خپل طالب او د ټولنې مشر د یوه عادي وګړي په وړاندې دا اعتراف وکړي چې په پلانکۍ موضوع، زه نه پوهېږم، ته یې را زده کړه؛ مګر دا به خامخا عیب وي چې ناپوهي د ځان لپاره عیب وګڼې او له دې نړۍ څخه د دومره اسانتیاوو او سرچینو سربېره هم ناپوهه لاړ شې. فکر کوم زموږ ټولنه اړتیا لري چې هغه پخوانی متل چې، پوښتنه عیب نه ده، ناپوهي عیب ده؛ نور بدل کاندي او پر ځای یې ووايي چې، ناپوهي عیب نه ده، ناپوهه مړ کېدل عیب دی؛ او په دې خبره هېڅ د شرم احساس ونه کړي چې ووايي، زه نه پوهېږم.

ماخذونه:

۱) علم او تاریخ، ډاکټر مبارک علي، پښتو – بارکوال میاخېل، ۱۳۹۶ ل، دانش خپرندویه ټولنه

۲) فیروز اللغات، الحاج مولوي فیروزالدین، فیروز سنز خپرندویه ټولنه، لاهور – پاکستان

۳) سینوهه، پښتو ژباړن: ډاکټر محمد عیسی ستانکزی، ۱۳۹۱ ل، دانش خپروندویه ټولنه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب