چهارشنبه, سپتمبر 25, 2024
Homeخبرونهکندوز کې وسلوالو د یوې کورنۍ ۶ غړیو ته مرګ ژوبله اړولې

کندوز کې وسلوالو د یوې کورنۍ ۶ غړیو ته مرګ ژوبله اړولې

تاند ( یکشنبه، د جوزا ۲ مه)  د کندوز ولایتي چارواکي وایي، د دې ولایت په خان اباد ولسوالي کې وسلوالو کسانو د یوې کورنۍ شپږ غړیو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

چارواکي وايي، تېره شپه دوه بجې ددغې ولسوالي د بندر بخاري سیمه کې وسلوالو د ملکي خلکو په کور وسلوال برید کړی چې یاده مرګ ژوبله یې اړولې ده.

د خان آباد ولسوال حیات الله امیري هم دغه پېښه تائیدوی او وايي، چې په دې وسله وال برید کې د یوې کورنۍ ۴ تنه غړې وژل شوي دي او دغه راز ۲ تنه نور ټپیان شوي دي.

ولسوال وايي، لا روښانه نه ده چې دغه پېښه دکومې ډلې له خوا ترسره شوي ده، خو ټېنګار کوي چې په دې اړه دوی خپلې پلټنې پیل کړي دي.

د دغې کورنۍ غړیو هم رسنیو ته تائید کړی چې یو شمېر غیری مسوولو وسلوالو یې تېره شپه په کور برید کړی دی.

ددغې متضرر شوې کورنۍ غړې محمد رحیم وایي، په دې پېښه کې د پلار او مور په ګډون یې د کورنۍ څلور غړي وژل شوي دي او د یوماشوم په ګډون ۲ تنه نور ټپیان شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې له لسو کلونو راهیسې په دې ولسوالي کې زیات شمېر غیر مسئول وسله وال حضور و فعالیت لري او خلک د دوی له بې ځایه ځورونو، خپلسریو او وژنو څخه سخت په تنګ راغلي دي.

د دغو سیمو اوسیدونکي وایي، دا لومړی ځل نه دی چې د غیری مسوولو وسلوالو له لوري ورته پېښه رامنځته کیږي؛ مګر له دې وړاندې هم خلک د دوی د ظلمونو شاهدان پاتې شوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب