شنبه, نوومبر 23, 2024
Homeخبرونهاوچا: وروستیو جګړو سل زره افغانان بې کوره کړي

اوچا: وروستیو جګړو سل زره افغانان بې کوره کړي

تاند(یکشنبه، د جوزا ۲) د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږې کوونکې ادارې (اوچا) وایي چې روان کال کې په افغانستان کې د جګړو له امله سل زره کسان د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوي دي.

د یادې ادارې په وروستي راپور کې راغلي چې په تېرو څلورو میاشتو کې د جګړو او فقر له امله بې ځایه شوي کسان د هېواد بېلو سیمو ته کډه شوي دي.

د راپور له مخې، په بې ځایه شویو کې ۵۹ سلنه ماشومان، ۲۱ سلنې ښځې او ۲۰ سلنه یې نارینه دي.

د یادې ادارې په خبره، په یاده موده کې ۳۶۱۰۰۰ افغان کډوال له ایران او ۴۸۰۰ یې له پاکستان څخه هم خپل هیواد ته ستانه شوي او اوسمهال په ډېر بد بشري وضعیت کې ژوند کوي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د افغانستان په ګڼ شمېر ولایتونو کې جګړو زور اخیستی او ډېری خلک یې له خپلو کورونو څخه کډې کوولو ته مجبور کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب