دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهمسلمیار: د نظام پر وړاندې مسلحانه مخالفتونه غیر قانوني عمل دی

مسلمیار: د نظام پر وړاندې مسلحانه مخالفتونه غیر قانوني عمل دی

تاند (یکشنبه د جوزا ۲) د افغانستان د مشرانو جرګې مشر وايي، په فاریاب ولایت کې د نظام پر وړاندې مسلحانه مخالفتونه او مظاهرې غیرقانوني او ناسم چلند دی.

فضل الهادي مسلمیار نن یکشنبه/ د جوزا ۲/ د مشرانو جرګې په عمومي غونډه کې وویل چې ملي امنیتي او دفاعي ځواکونه د هر ډول وضعیت د مهارولو وړتیا لري.

ښاغلي مسلمیار زیاته کړه، هر وګړی په مختلفو سیمو کې د دندې ترسره کولو حق لري او په خبره یې حکومت هم باید د مسؤلینو په ټاکلو کې له دقت څخه کار واخلي.

نوموړي وویل، د مشرانو ترمنځ بحثونه دوام لري او په خبره یې دی باوري دی چې مثبته پایله به ولري او د فاریاب ولایت ستونزه به حل شي.

له تېرو څو ورځو راهیسې د عبدالرشید دوستم په مشرۍ د جنبش ګوند یو شمېر کسانو د دغه ولایت لپاره د حکومت له خوا د نوي والي له ټاکل کېدو سره په مخالفت کې اعتراضونه پيل کړي دي.

د ملي روغې جوړې عالي شورا مرستیال عنایت الله بابر فرهمند بیا ویلي، د فاریاب د خلکو عالي شورا، مدني ټولنې، مېرمنې، علما، ځوانان او د پوهنتون محصلین راټول شوي چې ددغه ولایت لپاره له څلورو نومولو شویو والیانو یو یې د والي په توګه وټاکي او وروسته یې ولسمشر غني ته د منظورۍ لپاره ولېږي.

دده په خبره حکومت باید ددې مسئلې په هکله مسوولانه چلند وکړي.

بلې خوا لاریون کوونکو د فاریاب ټاکل شوي والي محمد داوود لغماني ته درې ورځې وخت ورکړی چې له دغه ولایت ووځي او که داسې ونه کړي نو د فاریاب خلک به فدرالي حکومت اعلان کړي.

4 COMMENTS

  1. فاسده قاتله او د اجنبیو غلامه مسلمیار ( کافریار ) د قاتل ملی خائين ګلم جم دوستم عمل علنی بغاوت دی او تاسی دده د ملی خیانت په هکله د قانون ماتیدو چیغی وهۍ ، تاسی ټول د اجنبیانو له خوا ( د ملعون خلیلزاد په واسطه ) سره راټول کړ شوی یاستۍ تر څو چی اجنبیانو د تاسو په شان او طالبان په خپلو لاسونو کښي محکم نیولی وی نو افغانستان ته نه ارامی راتلۍ شی او نه صلحه !!!!

  2. سلام
    دکتور غروال تاسې ښه سوچ وکړی او وګوری چې یوشمیر غله په څومره مهارت ،منافقت او شیطانت سره د ناتو اوبن ککړې معاهدې تر ځل لاندې دننه ځانونه غلی کړی یو اوبل خرخر ه کوی او دا دوه لسیزې دکرزی او احمد زی شاشجاعانو په تنور ناست دی او امریکایی دالرې په جیب منډی کوم ایین ،مذهب ،فرهنګ ،عرف او عرفان سیاست دوی ته دحهادی شخصیت لقب امتیاز ور کوی چې موږ یې نه پېژنو؟ ملت وژنه او ظاهری بیرغ مچو کونه سره تو بیر لری. ګلم بم ده اوکه ګلم جم ته خو موړه په لوی شرم کې همدې متفکر ور بدله کړه که نه خر همغه شین خر وه چې د نجیب ګاو کمونست په اخور ولاړ وه اوبل چغن دخپلو ګټو لباره نا معلومه سوټی ورنه جوړ کړ .اوس همدا سوټی او همدا مسلمیار همدا دېګ اوهمدا ټېپریار! همدا درک او همدا خرک . دملت د ناروغیو ستره کرونا ملعون مکار کرزی دی داجنجالونه هغه راوړه چې ګلم بم ته یی زمینه سازی وکړه. هغه دی چې هم یی برمېخ وهی او هم پر سندان دپښتنو ګلم بم.اوس ددې وخت راغلی چې نور ولس باید له درانه خوب څخه پاڅی!!!

  3. په دې خو ټول پوهیږو چې دا کار د قانون خلاف دی. څه مو د لاسه راځې تاسو علی پور ته پورته وکتلی شول، دوستم ته چې تر اوسه په سل هاوو داسې کړنې یې ترسره کړي پورته کتلي او یا کوم بل چارواکی مو محاکمه کړی. قانون خو یوازې د غریب او بیچاره کسانو لپاره دی. اوس به معلوم شی چې دوستم مو سر سیند ته کړي او ؟؟؟؟ تاسو به څه وکړی…

  4. تاسو ته هم سلام ع۰ شریف زاد ، د غلامو څخه دا همت ددوی د مغزونو څخه کاملآ ایستل شویدی دوی ته د پنجابی په ګټه د ا فغانستان ورانولو زده کړی ورکړ شوی دی او د کابل قاتلان همداسی د افغان ملت تباهی ته روزل شوی دی لکه کمونیست دوستم ، ګلبدین ، محقق ، خلیلی ، اتمر ، سیاف ، کرزۍ او دوهم متفکر؟ نو په داسی تباه کوونکیو شرائيطو کښی د افغان ولس کامل پاڅون حتمی او ضروری دی او دا اوس شروع دی اوددی ملی مقاومت دی ځل ددی قاتلانو شعار باندی نشی تمامولۍ لکه چی د قاتلو تنظیمونو په نام باندی اجنبیانو د افغان غیرتی ملت جهاد ئي د شورویانو پر ضد تمام کړ!!!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب