تاند (یکشنبه د جوزا ۲) چارواکې وايي، د ترینکوټ په ولایتي روغتون کې د ډاکترانو د بې غورۍ له کبله دوه ماشومانو وژل شوي.
د ارزګان ولایت د امنیه قوماندانۍ د جنايي جرمنو پر وړاندي د مبارزي سرپرست مدیر خیرمحمد کریمي وايي چې دا پیښه تیره شپه د ترینکوټ په ولایتي روغتون کې د نرسانو او ډاکټرانو د بې غورۍ له امله رامنځته شوې ده.
هغه زیاتوي، «دغه ماشومانو شپږ او ووه کاله عمرنه لرل، ډاکټر ستني په نخصه کي ورته لیکلي وي او ښځینه ډاکټرانو یا نرسانو ورته دغه ستني لګولي وې چې ماشومانو تر ستنو لګولو وروسته خپل ژوند له لاس ورکړي و، د دې قضیه په اړه موږ درې روغیتايي کارکوونکي نیولي دي، یو ډاکتر او دوه نرسانې دي.»
د کریمي په خبره، د ډاکترانو ترڅنګ د وژل شویو ماشومانو د کورنۍ له غړو هم څېړنې پیل شوي دي.
د ارزګان ولایت د ولایتي روغتون مشر ډاکټر امین الله توخي هم د دې پېښې پخلی کوي او وایي چې دې ماشومانو د شري ناروغي لرله چې د ډاکترانو له لوري ورته غلطې ستنې لګول شوي چې وروسته بیا ماشومانو ژوند بایللی دی.
د داکتر نسخه