شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهکټوازی: د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره ډېرو طالبانو وسلې ایښې

کټوازی: د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره ډېرو طالبانو وسلې ایښې

تاند (یکشنبه د جوزا ۲) د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې مشر وايي، د بهرینو ځواکونو په وتلو سره ډېر طالبان په دې پوه شوي، چې نور یې جګړه مشروعیت نه لري.

شمیم خان کټوازي چې نن یکشنبه/ د جوزا ۲/ یې په کابل کې د قومونو د انسجام کمېسیون پرانېستغونډه کې خبرې کولې وویل چې ډېری طالبانو اوس له جګړې لاس اخیستی دی.

ښاغلي کټوازي لومړی د دغه کمېسیون په هکله معلومات ورکړل او ویې ویل چې دا شورا به په درېیوو برخو کې له حکومت، د سولې عالي شورا او ولسونو سره کار کوي.

د نوموړي په خبره د دې شورا لومړی کار حکومت او د سولې عالي شورا ته د سولې او ملي منافعو په برخه کې د سلا مشورو ورکول، په دویم قدم کې حکومت او چارواکو ته د ولس ستونزې، غوښتنې او غږ رسول او په درېیم قدم کې د ولسونو او قومونو ترمنځ د جرګو له لارې د شخړو او ستونزو هوارول دي.

شمیم خان کټوازي د قومونو د انسجام کمېسیون رامنځته کېدل په اوسنیو شرایطو کې خورا ګټور اقدام وباله، ځکه چې په وینا یې افغانستان په روانو حساسو شرایطو کې تر بل هر څه د قومونو او ولسونو یووالي او اتفاق ته اړتیا لري.

ښاغلي کټوازي د سولې پروسې ته په اشارې وویل چې حکومت په هېواد کې تل پاتې سولې او ثبات ته ژمن دی او په دې لار کې خپلې هلې ځلې جاري ساتي.

دی وايي، د بهرنیو ځواکونو د وتلو لړۍ سره د طالبانو د جګړې هغه مشروعیت چې په وینا یې دوی د بهرنیانو پر وړاندې «جهاد» کوي هم له منځه تللی او اوس ډېری طالبان پوه شوي دي.

د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې مشر وویل، «موږ ته معلومات راځي، چې په یو شمېر ولایتونو کې ډېری طالبان په دې پوه شوي، چې نور یې جګړه مشروعیت نه لري، نو ځکه یې وسله ایښې او جګړه یې پرېښې ده.»

د شمیم خان کټوازي په وینا، د قومونو د انسجام کمېسیون یوه بله دنده دا هم ده، چې له دې وروسته به ولسوالیو، کلیو او بانډو ته ځي او هغه طالبان په دې حقیقت پوهوي، چې نور بهرنیان په وتو دي او د دوی جګړه مشروعیت نه لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب