شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهپاکستان له امریکا سره د پراخ ستراتیژیک مشارکت غوښتنه وکړه

پاکستان له امریکا سره د پراخ ستراتیژیک مشارکت غوښتنه وکړه

تاند(شنبه، د جوزا۱)  د پاکستان د بهرنیوچارو وزیر له امریکا څخه وغوښتل چې له اسلام اباد سره د پراخ ستراتیژیک مشارکت تړون لاسلیک کړي چې افغانستان هم ورسره ونغاړي.

د پاکستان د باندنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د امریکا د کانګریس د استازو جرګې د اسیا- پسفیک د فرعي کمېټې غړیو ته په انلاین څرګندونو کې وویل، د امریکا او پاکستان ترمنځ داسې پراخ ستراتیژیک مشارکت ته اړتیا ده چې د دواړو هیوادونو ګټې څاري او خوندي کوي.

ده زیاته کړه«دا ډول مشارکت به د دوو هیوادونو ترمنځ اړیکې ښې کړي او دغه راز به په جنوبي اسیا کې د دوو هیوادونو ګډې ګټې وساتي.»

قریشي د امریکا د استازو جرګې غړیو ته وړاندیز وکړ چې له پاکستاني چارواکو سره دې دا ډول منظم تماسونه جاري وساتي چې د سیمې له حالاتو، په ځانګړي ډول د افغانستان له تحولاتو هغوی خبر وساتي.

د  امریکا د کانګریس غړیو وروسته له دې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ته بلنه ورکړه چې له دوی سره په انلاین غونډه کې ګډون وکړي چې تېره اوونۍ د کانګریس غړیو د افغانستان په اړه استماعیه غونډه جوړه کړه.

په یاده غونډه کې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د افغانستان په سوله کې د پاکستان پر رول خبرې وکړې.

دوی د افغانستان د ولسمشر اشرف غني په وروستیو څرګندونو هم خبرې وکړې چې ویلي و اوس چې د امریکا رول کمېږي په افغانستان کې سوله به تر ډېره له پاکستان سره تړلې وي.

ولسمشر غني همداراز ویلي و«اوس دا په پاکستان پورې اړه لري چې افغانستان ته د دښمنۍ او که د دوستۍ لاس اوږدوي.»

په کانګریس کې د دیموکرات ګوند د کلیفورنیا غړې سارا جاکوبس د اشرف غني همدا جمله تکرار کړه او له زلمي خلیلزاد څخه یې وپوښتل چې د پاکستان د دریځ د بدلون لپاره څه کوي؟

خلیلزاد وویل«زه پوهېږم چې په پاکستان کې ځینې ستونزې شته، خو باور لرم چې کابل ته د پاکستان د پوځ د لوی درستیز جنرال قمرجاوید باجوه وروستی سفر مثبت و. دوی پر ځینو اقداماتو چې دواړه خواوې به یې وکړي، او خپلمنځي اړیکې به ښې کړي، خبرې وکړې.»

په استازو جرګه کې د دیموکرات ګوند د کلیفورنیا یوه بل غړي ټیډ لیو وپوښتل، که د افغانستان د سولې په بریالیتوب کې د پاکستان رول مهم وي، نو ولې له دغه هیواد سره یو شان ښه چلند نه کېږي.

هغه دا هم وویل چې د سږ کال په لومړیو کې په واشنګټن کې اقلیمي کنفرانس ته د هند او بنګله دېش مشران راوبلل شول خو پاکستاني مشران ونه بلل شول.

د چارو ځینې کتونکي په افغانستان کې د پاکستان د لاسوهنې او د جګړې د ملاتړ په دلایلو کې د څو نورو عواملو ترڅنګ دا هم یادوي چې په افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو حضور د لوېدیځوالو لپاره په سیمه کې د پاکستان ستراتیژیک اهمیت کم کړی دی.

له دوهمې نړیوالې جګړې او په نړۍ کې د یوه ستر قدرت په توګه د امریکا له څرګندېدو وروسته پاکستان د بریتانیا او امریکا لپاره د هند او چین په وړاندې د یوه ستراتیژیک هیواد حیثیت درلود خو افغانستان ته د ناټو ځواکونو له راتګ سره پاکستان دا موقف له لاسه ورکړ. خو اوس چې امریکايي پوځیان له افغانستانه وځي، پاکستان تمه لري چې په دې سیمه کې به یو وار بیا د لوېدیځ د ګټو د ساتندوی په توګه په سیمه او نړۍ کې مهم ستراتیژیک مقام ترلاسه کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب