شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهد هلمند د غنمو سږني حاصلات به کابو ۵۰۰ زرو ټنو ته...

د هلمند د غنمو سږني حاصلات به کابو ۵۰۰ زرو ټنو ته ورسېږي

تاند (یکشنبه د جوزا ۲) د هلمند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسؤلین وايي چې سږ کال به په دې ولایت کې د غنمو حاصل کابو ۵۰۰ زره ټنه ته ورسېږي.

د هلمند د کرنې د رئیس زلمي الکو په خبره چې د نورو کلونو په پرتله د هلمند سږني غنم له نباتي ناروغیو او افتونو پاک دي.

ښاغلی الکو زیاتوي، سږ کال په هلمند کې په ۱۱۵ زره هکتاره ځمکه غنم کرل شوي چې د اټکل له مخې حاصل به یې نږدې ۵۰۰ زره ټنو تنه ورسېږي.

نوموړی وايي، د هلمند د کرنې ریاست په کرنیزه برخه کې ګڼ هلمندي کروندګرو ته روزنه ورکړې او ترڅنګ یې د غنمو بېلابېل اصلاح شوي تخمونه په کروند ګرو وېشلي دي.

په هلمند کې د غنمو حاصل د زیاتوالي خبر پر داسې مهال ورکول کېږي، چې راپورونه وايي، په دغه ولایت کې د وروستیو جګړو له امله د غنمو یو شمېر کروندې او درمندونه سوځېدلې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب