جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهننګرهار کې تېره یوه میاشت ۲۹ زره برېښنايي پېژندپاڼې وېشل شوي

ننګرهار کې تېره یوه میاشت ۲۹ زره برېښنايي پېژندپاڼې وېشل شوي

تاند ( یک شنبه، د جوزا ۲مه) د ننګرهار ولایت چارواکي وایي، په تېره یوه میاشت کې په دې ولایت کې ۲۹ زره ۱۱۵ تنو ته برېښنايي پېژند پاڼې وېشل شوي دي.

د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وایي، دغه راز د برېښنايي پېژندپاڼو په مرکز کې د ۳۹ زره ۶۲۸ کسانو د تذکرو اخیستلو پروسه بشپړه شوې او همدا راز ۶۴ زره ۶۳۵ کسانو هویت تثبيت شوی دی.

نوموړی وایي تر دې دمه له يادې پروسې شاوخوا ۳ ميلیونه افغانۍ عوايد د دولت خزانې ته سپارل شوي دي.

بل لورته بیا د برېښنایي پېژپاڼو اخیستونکي په حکومت نیوکه کوي.

دوی وایي دا پروسه چټکه نه بلکې ډېره سسته روانه ده او ډېری داسې کسان هم شته، چې په تېرو نهو میاشتو کې یې پېژندپاڼه نه ده ترلاسه کړې.

ننګرهاریان وایي، که پروسه همداسې روانه وي نو دوی به د دې ادارې پر ضد سوله ییز لاریون وکړي.

د دوی په خبره ډېری کسان چې له دوی یې وروسته نوم لیکنه کړې د اړیکو او پیسو په زور یې پېژندپاڼې ترلاسه کړي خو د دوی پوښتنه نشته.

هڅه مو وکړه چې په دې تړاو د دې ولایت د برېښنایي پېژندپاڼې د ادرې مشر هم وغږوو خو له هڅو سره سره بریالي نه شو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب