پنجشنبه, مې 2, 2024
Home+وړې، خو له حکمت ډکې خبرې| دولت وزیري

وړې، خو له حکمت ډکې خبرې| دولت وزیري

پخوانيو هم بلا کوله، له خپلو تجربو يې له ځانه داسې خبرې پرېښي دي، چې مرغلرې دي او هره خبره يې د سلګونو کتابونو له ماناو ډکه ټولګه ده. ځینې جملې یې واقعاً د کاڼي کرښې دي. که چېرې ورته په سمه او دقيقه توګه نظر وشي او په خپل ژوند کې ترې ګټه پورته شي، د انساني ژوند په بریاوو کې ستر رول لوبولای شي. د تېرو خطاګانو مخه نیول کېدای شي او د نېمکرغۍ په اصلي رمز ځان پوهولی شو.

وايي:

«څه چې کرې هغه به رېبې.»

که ورته ښه ځير شو، په دې لنډه جمله کې په زرګونو معناګانې پرتې دي. وګورئ! که ورته وخاندئ حتمي به در ته وخاندي. که سلام ورکړئ، ځواب به يې بې له شکه وعليکم سلام وي.

که د خپل اولاد سمې روزنې ته بام ونه کړئ، تاسې یې په لوی لاس غلطو کارونو ته وهڅوئ، داسې شخصیت به ترې جوړ شي، چې لومړی به تاسو ته زیان دراړوي.

همدغه پورته له مانا ډکه جمله مخالف لوری هم لري وايي:

«د چا د کور دروازه په سوک مه وهه چې ستا د کور دروازه په لغته ونه وهي.» دا همغه د کرلو حاصل دی چې تر لاسه کوي يې.

رحمان بابا له هم ویل:

« که ته نه کړې په بل چا باندې غرض

بل به نه کا په تا باندې غرض»

 سپېڅلې خبره ده چې وايي:

«هر څوک نور خلک د خپلې هندارې له مخې ګوري.»

 که خپله ښه وي د ټولو خلکو ښه برخه به ګوري او تل به يې ښه یادوي. که چېرې په خپله بد وي، تل به د نورو منفي اړخونو پسې ګرځي، ځکه د داسې خلکو سرو کار له بدیو سره وي.

وايي:

«خپل عمل د لارې مل وي.»

 داسې هیڅ نه کېږي چې غل، رهزن او فاسد دې د ټولنې په چوپړ کې اوسي، خلکو ته یې واقعي ګټه ورسېږي او څوک دې ورباندې وویاړي، ځکه د دغه ډول خلکو ژوند ټول د نورو ځورول او داړل وي.

وايي:

«هر شی چې حمل واخلي زېږوي د ځان په څېر.»

هېڅکله د بدیو مور نېکي نه شي کېدلای، تل بدي، بدي زېږوي او د نېکیو مور نېکې وي.

وايي:«نېکي نه زړېږي» ځکه نېکي ټول ناوړه څيزونه په ګونډو کوي، خو په خپله نه په ګونډو کېږي.

وايي:« بدي نه هېرېږي.»

قلندر مومند وايي:

« په ښه خوی باندې پردی عالم خپلېږي

په بد خوی باندې خپل واړه شي نور»

 عادل او اخلاقي نه مري. وايي:«هغه څوک چې اخلاقي وي د هغه نوم به باقي وي.»

خوشحال خان بابا به هم ویل:

«په ښه خوی د سړي قدر قیمت کېږي

بد خصلت سړی یا دیو دی یا پېری دی»

عدالت او ښه اخلاق سرمایه ده، قدرت دی، بریا ده، اقبال دی او هغه پانګه ده چی کمښت نه لري.

ښاغلی وفا سمندر وايي:

«لویه خدایه!

چې مینه شته، نو خلک ولې کرکه کوي، ولې نفرتونو ته په زړه کې ځای ورکوي، ولې د چا د مړینې او ناکامۍ هیله کوي؟؟؟»

که څوک مینه ور کړي، ځواب به يې هم مینه وي.

 که څوک نورو ته بخښنه وکړي، خدای تعالي به دوی ته بخښنه وکړي.

عضرت علي« رض » وايي:

«ښکلا له نورو سره په نېکیو کې ده.»

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب