جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهپاکستان کې مېشتو افغان کډوالو ته د کورونا ضد واکسین نه ورکول...

پاکستان کې مېشتو افغان کډوالو ته د کورونا ضد واکسین نه ورکول کېږي

تاند (یکشنبه د جوزا ۲) په داسې حال کې چې پاکستان کې کورونا وبا په تېزۍ سره د خپرېدو په حال کې ده، خو هلته مېشتو افغان کډوالو ته د کورونا ضد واکسین نه ورکول کېږي.

د ډان ورځپاڼې د راپور له مخې کېدای شي په دې هېواد کې د مېشتو افغان کډوالو په ګډون درې میلیونه وګړي د شناختي کارډ نه لرلو له کبله د کورونا ضد واکسینو څخه محروم شي.

سرچینه وايي په اوس وخت کې یوازې هغو کسانو ته د کورونا ضد واکسین لګول کېږي چې یا پاکستانی شناختي کارډ ولري او یا په رسمي توګه په دې هېواد کې د کډوالو په توګه راجسټر وي.

په راپورو کې راغلي په دې هېواد کې شاوخوا پنځوس سلنه افغانان راجسټر دي، چې یوازې هغوی ته واکسین ورکول کېږي او پاتې نورو ترې محروم پاتې کېږي.

هلته مېشت افغانان بیا وايي چې کورونا څپه په شدت سره روانه ده نو باید دوی ته هم واکسین ورکول شي.

پاکستان کې څه باندې ۲۱۰ میلیونه وګړي ژوند کوي چې له دې ډلې تراوسه یوازې ۳۰ لکه کسانو ته د کورونا ضد واکسین تطبیق شوي.

د پاکستان روغتیايي چارواکي اندېښنه ښيي که د شناختي کارډ د نشتوالي له کبله په دومره زیاته اندازه خلک له واکسین بې برخې شي، دا کار به د کورونا لا خپرېدو ته زمینه برابره کړي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د معلوماتو پر اساس دا مهال په پاکستان کې ۲.۸ میلیونه افغان کډوال اوسېږي چې په دوی کې شاخوا ۱۵ لکه یې کارتونه نه لري او کېدای شي له واکسین هم بې برخې شي.

د اوسنۍ تګلارې له مخې، هغه کسان چې په پاکستان کې د کورنا ضد واکسین لګوي باید خپل د شناختي کارډ نمبر په ټاکلي رسمي ځای کې درج کړي.

خو د پاکستاني ډاکترانو اتحادیه بیا په دې تګلارې نیوکه کوي او وايي چې که چېرته دا سیستم ختم نه شي، نو ګن شمېر خلک به د کورونا واکسینو څخه بې برخې او په لوی لاس به خلک له ستونزو سره مخامخ شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب