Home+د آي پي اېل پاتې لوبې اماراتو کې ترسره کېږي

د آي پي اېل پاتې لوبې اماراتو کې ترسره کېږي

تاند ( یک شنبه، د جوزا ۲مه) د هند سوداګریز لیګ څوارلسم پړاو پاتې لوبې په عرب متحده اماراتو کې ترسره کېږي.

یاد لیګ څه موده وړاندې د کورونا ویروس د خپرېدو له وېرې وځنډېده.

هندي رسنۍ د آی پي اېل د مسوولان له قوله لیکي، چې د یادو لوبو ۳۱ لوبې پاتې دي او د ترسره کېدو په اړه به یې د هند کرکټ بورډ راتلونکې اونۍ رسمي اعلان وکړي.

هندي رسنۍ وایي، چې یادې لوبې به د سپتمبر او اکتوبر میاشتو کې ترسره شي.

د یادونې ده چې له دې وړاندې د پاکستان کورنی لیګ هم د کورونا له امله ځنډېدلی دی.

تازه پاکستاني رسنیو ویلي، چې د پاکستان سوپر لیګ د شپږم پړاو پاتې لوبې د متحده عربي اماراتو په ابوظهبي کې ترسره کېږي، چې د جون په پنځمه نېټه به پيل شي.

راشد خان چې په دغه سیالیو کې د لاهور قلندرز لوبډلې لپاره لوبېده، د یاد لیګ د پیل په لومړنیو څو لوبو کې ولوبېده او بېرته راستون شو، نوموړی اوس د پاتې لوبو لپاره یو ځل بیا د لاهور قلندرز لوبډلې سره یو ځای شوی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...