تاند ( یک شنبه، د جوزا ۲مه) نن د سریلانکا او بنګله دېش ترمنځ د نړیوالو یو ورځنیو لوبو لړۍ پيلېږي، خو د لوبو له پيل وړاندې د سرېلانکا دوه لوبغاړي او یو روزونکی په کورونا ناروغۍ اخته شوي.
کرېک انفو په خپله پاڼه په دې ویروس د اخته لوبغاړو او روزونکي نوم نه دی لیکلی.
دغه راز د بنګله دېش او سریلانکا ترمنځ د لومړۍ نړیوالې یو ورځنۍ لوبې په اړه هم تراوسه پورې څه نه دي ویل شوي چې نن به ترسره شي او که نه.
د سریلانکا کرکټ ملي لوبډله اوسمهال د بنګله دېش په سفر ده او ټاکل شوې، چې نن خپله لومړۍ یو ورځنۍ لوبه ترسره کړي.
د بنګله دېش او سرېلانکا ترمنځ نړیوالې ۵۰ اوره لوبې د مې۲۳مه پیلېږي