جمعه, مې 17, 2024
Home+د بنګله دېش او سرېلانکا ترمنځ نړیوالې ۵۰ اوره لوبې د مې۲۳مه...

د بنګله دېش او سرېلانکا ترمنځ نړیوالې ۵۰ اوره لوبې د مې۲۳مه پیلېږي

تاند ( شنبه، د جوزا لومړۍ) بنګله دېش او سریلانکا کرکټ ملي لوبډلې دوه نړیوالې یو ورځنۍ لوبې لري.

د دواړو لوبډلو ترمنځ نړیوالې یو ورځنۍ لوبې د مې په ۲۳مه او ۲۵مه نېټه په میرپور کې ترسره کېږي.

بنګله دېش تېره ورځ د شکېب الحسن په ګډون ۱۵ کسیزه لوبډله اعلان کړه.

په دې ۱۵ کسیزه لوبډله کې د بنګله دېش مخکښ الراونډر لوبغاړی شکېب الحسن هم شامل دی.

هغه د نیوزلنډ پر وړاندې سیالیو څخه دمه اخیستې وه.

د بنګله دېش له لوري اعلان شوې ۱۵ کسیزه لوبډله:

 تمیم اقبال (لوبډلمشر)، لیتون داس، شکیب الحسن، مشفیق الرحیم، محمد میتون، محمودالله، عفیف حسین، مهدي حسن میراز، محمد سیف الدین، تسکین احمد، مستفیظ رحمن، سومیه سرکار، مصدق حسین، مهدي حسن او شریف الاسلام.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب