جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهد حماس او اسراییلو ترمنځ له اوربند وروسته دواړو د بریا ادعا...

د حماس او اسراییلو ترمنځ له اوربند وروسته دواړو د بریا ادعا کړې

تاند (شنبه، د جوزا لومړۍ) د اسراییل او فلسطین ترمنځ اوربند د جمعې ورځې په لومړیو ساعتونو کې پیل او ورسره د دواړو لورو ۱۱ ورځنۍ نښته پای ته ورسېده.

د فلسطین او اسراییلو ترمنځ له اوربند وروسته زرګونو کسانو په اقصی جومات کې د جمعې لمونځ ادا کړ.

د اسراییل او فلسطین تر منځ پر اوربند هوکړه وشوه

تازه د اسراییلو د دفاع وزیر ویلي، چې دوی جګړه په پلان شوې توګه پیل کړه او د حماس ډلې ټول مهم اهداف یې په نښه کړي دي او په خبره یې په خپله موخه کې هم بریالي وو.

له بلې بیا حماس ډله ځان د جګړې ګټونکي بولي او په ټولنیزو رسنیو کې خپرو شویو وېډیوګانو کې ښکاري چې خپله بریا نمانځي.

 له دې سره هم مهاله چین، امریکا، برېتانیا، اروپايي ټولنې او ځینو نورو هېوادونو د دواړو لورو ترمنځ له وروستي اوربند هرکلی کړی او ټینګار یې کړی، چې د ملکي وګړو مرګ ژوبله باید ودرل شي.

د یادونې ده، چې د اسرائیل او حماس تر منځ دې ۱۱ ورځنۍ جګړه کې د ۶۵ ماشومانو په ګډون ۲۳۲ فلسطینیان ووژل شول او د دوو ماشومانو په ګډون ۱۱ اسرائیلي وګړي ووژل شول.

د ملګرو ملتونو شمېرې ښيي چې د دې جګړو له امله له غزې څخه ۹۱ زره تنو خپل کورونه پریښي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب