یکشنبه, مې 12, 2024
Homeخبرونهد اسراییل او فلسطین تر منځ پر اوربند هوکړه وشوه

د اسراییل او فلسطین تر منځ پر اوربند هوکړه وشوه

تاد (جمعه د ثور ۳۱) د اسراییل امنیتي کابینې هغه پرېکړه تایید کړې چې اوربند کوي، خو د کابینې په اعلامیه کې ویل شوي د اوربند پلي کېدو پر وخت تر اوسه پرېکړه نه ده شوې.

د اعلامیې له مخې د اوربند وړاندیز مصر کړی چې دوه اړخیز او هممهال به وي.

اخوا بیا مصري رسنیو خبر ورکړی چې ولسمشر عبدالفتاح السیسي دوې ډلې اسراییل او د اسراییلو تر ولکې لاندې فلسطیني سیمو ته استولې چې د اوربند عملي کېدو چارې وڅاري.

د اسراییلو له لوري د اوربند له تایید سره هممهاله د دې هېواد پوځ ویلي، په سویلي اسراییل کې د سایرن غږونه اورېدلي شوي چې ښيي د غزې له لوري توغندي ویشتل شوي دي.

په ورته مهال فلسطیني رسنیو په غزه کې د تازه هوايي بریدونو راپورونه هم خپاره کړي دي.

د اسرائیل او حماس تر منځ دې ۱۱ ورځنۍ جګړه کې د ۶۵ ماشومانو په ګډون ۲۳۲ فلسطینیان ووژل شول او د دوو ماشومانو په ګډون ۱۱ کسان اسرائیل کې ووژل شول.

د ملګرو ملتونو شمېرې ښيي چې د دې جګړو له امله له غزې څخه ۹۱ زره تنو خپل کورونه پریښي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب