سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Homeروغتیاهلک که نجلۍ/ ډاکتر سباوون

هلک که نجلۍ/ ډاکتر سباوون

 تر اوسه پورې هیڅوک دا وس نه لري چې د اولاد جنسیت سل په سلو کې له مخکې وټاکي خو په دې هکله ځینې  نظریې مطرح شوي دي چې سل په سلو کې ثابتې شوي هم نه دي  خو زه به هڅه وکړم په ټول کې په دې خبرې وکړم چې څنګه لور او څنګه زوي بڼه خپلوي.

کله چې مقاربت ترسره کیږي او سپرم د میرمنې رحم ته رسیږي نو که په دې وخت دمیرمنې په رحم کې هګي موجوده وي میرمن حامله کیږي.

د نارینه سپرم دوه ډوله کرموزوم لري  ځینې سپرمونه د (X) په نامه او ځینې نور د (Y) په نامه کرموزم لري خو د میرمنو هګۍ یوازې  د (X) کرموزوم لري نو که د نارینه (X) کرموزوم  د میرمنې له (X) سره یوځاي شي نو ماشوم به نجلۍ  وي خو که که  د نارینه (Y) کرموزوم د میرمنې له (X) کرموزوم سره یوځاي شي راتلونکی ماشوم به هلک وي ځکه  دواړه کرموزومونه به ولري .

نو  ویلی شو چې نارینه د راتلونکي ماشوم د جنسیت په ټاکلو کې رول لري دغه خبره د دې لپاره کوم چې له بده مرغه کله چې زمو په ټولنه کې یوه میرمن څو لوڼې پيدا کړي نو بیا هغه ملامتوي چې ولي هلک نه شي زیږولی په داسې حال کې چې دغه صلاحیت د نارینه وو دی او بله دا چې خداي دغسي غوښتي وي په هرحال هیله کوم دغه ستونزې زموږ په  ټولنه کې ورکې شي.

په ځینو کتابونو کې یوازې ځینې نظریې مطرح شوي دي او احتمالات ورکړل شوي زه ېې یوازې د دې لپاره راخلم چې  تاسو هم پرې خبرشئ خو دا خبره یوځل بیا کوم چې تر اوسه پورې داسې خاصه روده(طریقه) نه شته چې له مخکې د اولاد جنسیت وټاکي.

 ویل کیږي د میرمنې د رحم اسیدي چاپېریال، د خوراک یا تغذیې ډولونه ، او روحي او رواني سلامتیا او دغه راز د مقاربت وخت ممکنه ده اغیز ولري .

ډپرشن، عصبي فشارونه ، سټرس (پریشاني)، ګرمه هوا، د دخانیاتو استعمال، د چاپېریال بد شرایط ، ممکنه ده د دې سبب شي چې راتلونکی اولاد نجلۍ وي .

په ځینو غیرر سمي راپورونو کې ویل شوي، د دې لپاره چې زوي پيدا کړو غوره به دا وي چې د سوډیم او پتاشیم اندازه  د کلسیم او مګنیزیم له اندازې  لوړه وي  ترڅو دهګۍ میتابولیزم ، او په تیره بیا  دهغې دبهرنۍ پردې  میتابولیزم په داسې لوري بدل کړي چې ځانته هغه سپرمونه جذب کړي چې د هلک په جنسیت کې اغیز لري په اپوټه که څوک غواړي لور ولري غوره ده د کلسیم او مګنیزیم اندازه دپوتاشیم او سوډیم له اندزې زیاته وي.

هغه خواړه چې سوډیم لري لکه غوښه، هګۍ، ځیګر ، ګازرې، پالک، شیدې او مالګه دي خو هغه خواړه چې پتاشیم لري په هغو کې  غوښه ، میوه ،لبلبو، چامغز، دغنمو ځوانکې او دغسې نور شیان پر دې سربیره ککاو شیدې  مستې ، ایس کریم  شلغم ، بادام ،  ډیرکلسیم لري دغه ډول خواړه نور هم پيدای کولاي شئ.

 

په دې ډول ویلی شو خرما ګازرې، ځیګر، غوښه، کیله، هګۍ او کچالو هغه خواړه دي چې ممکنه ده مرسته وکړي یو څوک هلک پيدا کړي.

دغه راز  بادام ،ککاو شیدې، مستې ،کرم، کدو، شنه مرچ ، او نور د نجلۍ په پيدا کیدا کې مرسته کولاي شي.

هغه خواړه چې لږه کالوري تولیدوي او مغذي او کانې مواد ېې کم وي ممکنه مرسته وکړي چې راتلونکی ماشوم نجلۍ وي او ایکس ایکس کرموزومونه له یو بل سره یوځاي شي.

لکه چې مخکې مو وویل نارینه دوه ډوله کرموزوم لري چې ځینې سپرمونه (X) او ځینې نور د Y کرموزوم لري خو دمیرمنې هګۍ یو پنډه هګۍ ده چې حرکت ېې ډیر ورو او ټنکی دی  خودنارینه وو  (X) کرموزوم بیضوي بڼه لري  او د Yترکرموزومه دروند  او پنډ دی  او ورو حرکت لري  خو عمر ېې بیا تر Yزیات وي.

Y لرونکی کرموزوم ګرد خو وړوکی سر لري اولکۍ ېې اوږده وي دغه راز ګړندی هم دی خو عمر ېې تر X لږ وي او کمزوری دی  اصلي خبره دا ده چې  که څه هم Yسپرمونه کمزوري دي او لنډ عمر لري خو شمیره ېې له X  ډوله زیاته وي  چې دغه چاره ېې کمزورتیا بیرته جبرانوي.

په دې ډول ویلی شو د هلک او نجلۍ د درلودولو چانس یو شان کیږي Y سپرمونه په اسیدې چاپېریال کي حساس وي  او په دې چاپېریال کې له منځه ځي په اپوټه  X سپرمونه په اسیدې چاپریال کې ډیر مقاومت لري  ځکه خو په ځینو هیوادونو کې د جنسیت د ټاکلو لپاره له اسیدي یا قلي وینځلو استفاده کیږي.

په دې ډول ویلی شو چې که د مهبل د چاپېریال پي ایچ اسیدي یا تیزابي وي له دې چې د هلک د پیدا کیدا سپرم Y په دې چاپریال کې له منځه ځي نو ژر ځان هګۍ ته نه شي رسولی نو په دې ډول دا امکان زیات دی چې نجلۍ پيدا شي ځکه چې د نجلۍ پيدا کوونکی سپرم په اسیدي چاپریال کې مقاومت کوي  اوځان د میرمني هګۍ ته رسولی شي.

 کله چې په میرمنو کې هګۍ جوړیږي په دې ورځ او حتي له هغه دوه ورځې وروسته د مهبل پي ایچ قلي وي له دې کبله سپارښتنه کیږي که غواړئ زوي  ولرئ په دغه وخت کې مقاربت ښه دي  خو له دې مودې وروسته د مهبل چاپېریال تیزابي کیږي او بیا د نجلۍ د پيدا کیدا چانس ډیر وي که غواړئ لور مو پيدا شي په دې وخت کې مقاربت ګټه لري.

 نو که غواړئ نجلۍ مو پيدا شي رحم ته دهګۍ له رسیدا اته څلویښت ساعته وروسته مقاربت وکړئ د میاشتنۍ ناروغۍ له پيله کابو څوارلس ورځې وروسته هګۍ رحم کې ځاي په ځاي کیږي په دې هکله د امیندارۍ په برخه کې پوره توضیحات ورکړي دي.

خو د دې لپاره چې یوه میرمن پوه شي کله هګۍ  رحم ته کوزیږي او دا کومه ورځ ده غوره ده یوې  زنانه ډاکټرې ته ورشئ چې  د رحم د تودوخې د درجې  داندازه کیدا چل در وښيي له هغه وروسته د میاشتنۍ مریضي  یا خونریزۍ له لومړۍ ورځې د رحم تودوخه اندازه کوئ او هغه له ځان سره یادداشت کړئ دغه کار هره ورځ ترسره کړئ تر هغې ورځې پورې چې دغه تودوخه یوه یا یوه نیمه درجه لوړه شي دغه ورځ د هګۍ د ځاي په ځاي کیدا ورځ ده په دې ورځ د بدن او د رحم تودوخه زیاتیږي.

ځینې ډاکټران باوري دي کله چې میرمن د جنسي ارګاسم یا خوند اوج ته ورسیږي نو په دې وخت کې  د رحم او مهبل چاپریال له اسیدي بڼې قلي بڼې ته بدلیږي او ورسره د مهبل عضلات رحم پورته لور ته کاږي نو که هلک غواړئ له میرمنې سره ډیره مینه وکړئ او هغه دج نسي خوند څوکې یا ارګاسم ته ورسوئ.

هغه کسان چې ډیرې نجونې لري او غواړي هلک ولري غوره ده یو ځل خپل سپرم اندازه کړي ځکه که د سپرم اندازه له شل میلیون په یو سي سي کې کم وي  اتیا په سلو کې دا احتمال شته چې نجلۍ پیدا کړي  او که له پنځو میلیونو کم وي دغه احتمال نور هم زیاتیږي نو څومره چې سپرم ډیر وي هوموره د هلک د پیدا کیدا چانس هم ډیر وي.

 د لیزر په وسیله د سپرم  په نښه کول  : په دې روده کې هغه سپرمونه چې ایکس کرموزوم لري په لیزر سره په نښه کیږي په یوې وسیلې سره وای له ایکس څخه بیلیږي نو که مور او پلار هر جنس ماشوم وغواړي هغه له هګۍ سره القاح کیږی البته په دې طریقه کې سپرم په نورو رودو (طریقو) د مور رحم ته پيچکاري کیږي.

دا ښايي له ډیرې مودې راهیسي د بشریت یوه غوښتنه وي خو ډیری ډاکټران وایي چې دغه کار ناشونی دی او هغه نظریې چې یادونه ېې وشوه بې کاره بولی خو  داسې شواهد شته چې دغه رودو نتیجه ورکړې ده نو د رحم پي ایچ، د مقاربت وخت ،او هغه عو امل چې مخکې ېې یادونه وشوه ممکنه ده ګټور کارونه وي خو غوره ده له یو ډاکټر سره هم پرې مشوره وکړئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب