سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Homeخبرونهامریکا افغانستان څخه د ۳۸ میلیارد ډالرو په ارزښت خپل نظامي تجهیزات...

امریکا افغانستان څخه د ۳۸ میلیارد ډالرو په ارزښت خپل نظامي تجهیزات ایستلي

تاند ( شنبه، د جوزا ۱) د امریکا د دفاع وزارت دوو لوړپوړو چارواکو د دغه هېواد سنا ته د وینا پر مهال ویلي، چې د سرتېرو د ایستلو چاره یې ۲۰سلنه بشپړه شوې ده.

د دوی په خبره له افغانستان یې په ګڼو پروازونو کې د سرتېر تر څنګ نظامي تجهیزات هم را ایستلي دي او دوی بریالي شوي، چې له دغه هېواد د ۳۸ میلیارده ډالرو په ارزښت نظامي تجهیزات بېرته امریکا ته ولېږدوي.

 دغه دوو لوړپوړو چارواکو همدا راز ټینګار کړی چې د سرتېرو تر وتلو وروسته به یې هم له افغانستان سره خپلې ژمنې پر ځای وي.

دوی وایي چې په دغه هېواد کې د امنیت پر وړاندې تر ټولو ستر خنډ د نشه يي توکو کاروبار دی چې باید له منځه یوړل شي.

امریکا داسې مهال دا څرګندونې کوي، چې بل لورته بیا تازه امریکايي سناتوران او سیاسي ډلې د سرتېرو تر ایستلو وروسته ددغه هېواد د نظامي بودیجې کمول غواړي.

یو شمېر امریکایي سناتورانو او ځینو سیاسي ډلو د امریکا ولسمشر جو بایډن ته په یوه لیک کې لیکلي، چې له افغانستان څخه د سرتېرو د ویستلو اغېز باید په ټولو برخو کې محسوس وي.

د دوی په وینا پر افغان جګړه هر کال میلیاردونه ډالر لګېدل نو له همدې امله د دې اړتیا ده چې د سرتېرو تر ایستلو وروسته د راتلونکي کال په بودیجه کې د پنټاګون لپاره ځانګړې شوې بودیجه د پام وړ راکمه کړل شي.

دوی ټينګار کوي چې د امریکا یوه بې پایه جګړه پر خلاصېدو ده نو ځکه امریکا ته په کار ده چې سپما ته مخه کړي.

سټولټنبرګ یوځل بیا افغانستان سره د پوځي تړون پر ملاتړ  ټینګار وکړ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

لار | زهير سپېڅلی