پنجشنبه, مې 16, 2024
Homeخبرونهپر روڼتیا د څار بنسټ وایي،ګمرکونو کې فساد په پلان شوې توګه...

پر روڼتیا د څار بنسټ وایي،ګمرکونو کې فساد په پلان شوې توګه روان دی

تاند ( شنبه، د جوزا ۱) د افغانستان پر روڼتیا د څار بنسټ وایي، د دې هېواد تر ټولو ډېر عواید له ګمرکونو تر لاسه کېږي خو په دغه برخه کې هره ورځ میلیونونه ډالر حیف میل کېږي.

د دغه بنسټ مشر اکرام افضلي زیاتوي په ګمرکونو کې فساد په پلان شوې توګه روان دی او لوړپوړي حکومتي چارواکي په کې ښکېل دي.

د افضلي په خبره له امکاناتو سره سره افغان حکومت په دې نه دی بریالی شوی، چې د دې سیستماتیک لوټ او تالان مخه ونیسي.

هغه د فساد اوسنۍ کچه بوږنوونکې بولې او وايي چې دا لړۍ د افغانستان اقتصاد ته نه جبرانېدونکې ضربه ده.

تر دې وړاندې د ولسي جرګې ځینو غړو ویلي وو، چې د فساد له امله په ورځ کې اته میلیونه ډالر د هېواد په ګمرکونو کې حیف و میل کېږي.

د یادونې ده چې کلونه کېږي د هېواد په ګمرکونو کې د فساد چیغې وهل کېږي خو تر اوسه یې په اړه حکومت په دی توانېدلی چې مخه یې ونیسي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب