جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهسټولټنبرګ یوځل بیا افغانستان سره د پوځي تړون پر ملاتړ  ټینګار وکړ

سټولټنبرګ یوځل بیا افغانستان سره د پوځي تړون پر ملاتړ  ټینګار وکړ

تاند ( جمعه، د ثور ۳۱مه) د ناټو عمومي منشي ینس ستولتبرګ  نن په پاریس  کې  د فرانسې له ولسمشر ایمانویل مکرون سره په یوه ګډه خبري غونډه  کې وویل، په افغانستان کې د ناټو د ځواکونو د حضور پای ته رسېدو سره نوی فصل پرانیستل کیږي.

سټولنټبرګ زیاته کړه له افغانستان څخه  د ناټو راتلونکی ملاتړ به پر درې اصلي محورونو راڅرخي.

د سلا مشورو او  وړتیاوو رامنځ ته کولو په برخو کې د افغانستان د امنیتي ځواکونو دوامداره ملاتړ ، پر ځانګړو ځواکونو تمرکز او له افغانستان څخه بهر دوی ته پوځي روزنه  او د کابل د هوايي ډګر د فعالیت په شمول د خدمتونو د وړاندې کولو لپاره د بودیجې برابرول هغه څه دي چې سټولټنبرګ پرې ټینګار درلوده.

د یادونې ده ، چې تر دې وړاندې د امریکا د لوی درستیزانو د کمیټې مشر  جنرال مارک میلي د مې د میاشتې په شپږمه نیټه ویلي وو، چې په نورو هېوادونو کې د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې په اړه غور کوي.

ناټو په ۲۰۱۴ م کال کې افغانستان خپل جګړیزه ماموریت پای ته ورسوه  او د غوڅ ملاتړ  ملاتړ  ماموریت یې پیل کړ ، چې پرمهال  یې افغان ځواکونو ته روزنه او سلا مشورې ورکولې.

دغه راز په اپریل میاشت کې  امریکا د ولسمشر جو بایډن له اعلان سره هم مهال د ناټو پوځي تړون هم اعلان وکړ، چې سرتیري به یې د سیپټمبر تر یولسمې نیټې له افغانستان څخه ووځي.

ناټو په خپله وېب پاڼه لیکلي، چې سټولټنبرګ او مکرون د ناټو د راتلونکې سرمشریزې، په افغانستان او عراق کې له ترهګرۍ سره په مبارزې او ځینو نورو مسالو هم  خپلو کې خبرې کړي دي.

سټولتنبرګ او مکرون داسې مهال خپلو کې سره د افغانستان پر مسایلو خبرې کوي، چې  ټاکل شوې د ناټو د مشرانو غونډه د جون په څوارلسمه نیټه جوړه شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب