جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد ننګرهار او لغمان لپاره نوي امنیه قوماندانان وټاکل شول

د ننګرهار او لغمان لپاره نوي امنیه قوماندانان وټاکل شول

تاند (جمعه د ثور ۳۱) د ننګرهار او لغمان ولایتونو پخواني امنیه قوماندانان له دندې ګوښه او پر ځای یې نوي امنیه قوماندانان معرفي شول.

تر دې مخکې جمعه ګل همت د ننګرهار او الله داد فدايي د لغمان د امنیه قوماندانانو په توګه دندې ترسره کولې.

د معلوماتو پر اساس، جنرال داوود د ننګرهار او لطف الله کامران د لغمان د نوي امنیه قوماندانانو په توګه ټاکل شوي چې جنرال داوود نن ناوخته خپله دنده پیل کړې او لطف الله کامران به یې سبا شنبه پیل کړي.

لطف الله کامران تر دې وړاندې د پکتیکا د امنیه قوماندان و او جنرالله داوود بیا د کورنیو چارو وزارت کې په بېلابېلو برخو کې دندې تر سره کړي دي.

دا تغیرات داسې مهال راځي چې په دې وروستیو کې د ننګرهار او لغمان په ګډون په ګڼ شمېر ولایتونو کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړې تودې شوي دي.

پرون پنجشنبه/ د ثور۳۰مه/ د لغمان ولایت د دولت شاه ولسوالۍ د سقوط راپورونه ورکړل شول.

د چارواکو په خبره چې دغه ولسوالۍ له تېرو څو ورځو راهېسې د طالبانو تر محاصرې لاندې وه چې پرون سهار ترې امنیتي ځواکونو شاتګ وکړ.

د لغمان اوسېدونکي اندېښه ښيي چې که د دې ولایت امنیتي وضعیت ته جدي پام ونه شي، نو د نورو ولسوالیو د سقوط خطر هم شته.

خو د لغمان مطبوعاتي دفتر وايي چې والي رحمت الله یارمل نن د مرکز مهترلام ښار له کمربندي پوستو ليدنه وکړه او په يو شمېر کليو کې پياده وګرځېده.

د خبرپاڼې له مخې والي د افغان سرتېرو د مورال ستاينه وکړه او دوی ته یې پر وخت د هر راز مرستې او هر اړخیز ملاتړ ډاډ ورکړ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب