Home+د کابل پوهنتون د کنفوسیوس پوهنځي له مشر محمد یوسف رهنورد سره...

د کابل پوهنتون د کنفوسیوس پوهنځي له مشر محمد یوسف رهنورد سره مرکه

ډیوه، پیکینګ

افغان کارپوه: د چين د کمونېست ګوند برياليتوبونه په بېلا بېلو برخو کې څرګند دي

په افغانستان کې د چين سفارت، د افغانستان او چين د دوستۍ ټولنې او د اوسنۍ نړۍ څيړنيز مرکز په ګډه د چين د کمونېست ګوند د جوړېدو د سلمې کاليزې د نمانځنې په پار د سولې او ګډو بحثونو تر عنوان لاندې سمينار تر سره کړ.

 د افغانستان د وريښمو لارې د څيړنيز مرکز منشي محمد يوسف رهنورد هم په دغه سمينار کې ګډون کړی و او له سمينار وروسته يې د چين د ميډيا ګروپ د اسيايي او افريقايي ژبو د مرکز د پښتو څانګې له خبريالې سره مرکه وکړه. 

ښاغلي محمد يوسف رهنورد د چين د کمونېست ګوند په مشرۍ د دغه هيواد د پرمختګ په هکله خپلې نظريې څرګندې کړې او ويې ویل، چې په تېرو سلو کلونو کې په تيره بيا د نوي چين  (۱۹۴۹م) له جوړېدو راهيسې د چين د کمونېست ګوند په سياسي او اقتصادي ساحو کې اغيزمن پلانونه عملي کړي، چې له امله یې په څه دپاسه نيمې پيړۍ کې دغه هيواد له يو بېوزلي هيواد څخه د نړۍ  دويم لوی اقتصاد ګرځيدلی دی.

د ده په نظر د چين سياسي مقام د پخوا له عاطل حالت څخه اوسمهال په نړيواله کچه ډېره اغيزه لري. هغه وويل، زما لپاره په تېرو سلو کلونو کې د چين د کمونېست ګوند برياليتوبونه د حيرانې وړ دي، دغه هيواد په ډيپلوماتيکو چارو کې اغيزمن سيستم لري او د هېواد په دننه کې يې د خلکو يووالی او اتحاد ساتلی دی، د خلکو د ګمارنې او کارونو زيات فرصتونه پيدا کوي، بېوزلي يې له منځه وړې ده او د اقتصادي پرمختګ راتلونکي لپاره مشخص پلانونه لري او داسې نورې ډېرې چارې يې يادولی شو.

چين په نړيوالو چارو کې د سوله ييز او ګډ پرمختګ پر اصل ټينګار کوي. د چين کمونېست ګوند او حکومت له نورو هېوادونو سره سيالي نه کوي، خپل پرمختګ او کورنيو چارو ته پاملرنه کوي او د همکارۍ او درناوي پر بنسټ له نورو هېوادونو سره ډيپلوماتيکې اړيکې جوړوي. د چين د کمونېست ګوند او حکومت داسې ځانګړتياوې او برياليتوبونه په زياتو بېلګو کې ليدلی شو.   

ښاغلي محمد يوسف رهنورد د چين د کمونېست ګوند او د چيني ولسونو تر منځ د اړيکو په اړه وویل، چې د چين کمونېست ګوند تل د خلکو ژوند او ګټو ته لومړيتوب ورکړی او ورکوي يې او د دغه ګوند لپاره تر ټولو مهم کار د خلکو امنيت دی. د بېلګې په توګه، د چين کمونېست ګوند د کرونا وبا له رامنځته کېدو راهيسې د خپلو فعاليتونو له لارې دا ثابته کړې، چې چين يو مسئولانه هېواد دی او دغه ګوند يو مسئولانه سياسي ګوند دی.

د چين کمونېست ګوند د دغې وبا د کنټرول لپاره ډېر چټک طبي سيستم جوړ کړ او د کرنتين په موده کې يې په منظم ډول اړوند خدمتونه ترتيب او په ټوله نړۍ کې يې اغيزمنه لاره وکاروله. که څه هم د کرونا وبا پر چيني اقتصاد هم منفي اغيزه کړې، خو د چين اوسني پرمختګ ته په کتو دا احساسولی شو، چې دغه ګوند د خلکو ژوند او امنيت ته لومړيتوب ورکړی او د خلکو د روغتيا ساتلو ترڅنګ یې خپلې اقتصادي چارې بيا سمسورې کړې دي. ټولې نړۍ د چين دغه برياليتوبونه ليدلي، د دغه هيواد په بېلا بېلو ځايونو کې کرونا وبا ښه کنټرول شوې او خلک عادي ژوند کوي.  

په ۲۰۲۰ کال کې د چين د اوسني معيار له مخې د ډېر بېوزلۍ حالت په پوره توګه له منځه وړل شوي او د بېوزلۍ له منځه وړلو کارونو پړاوويز هدف عملی شوی. ښاغلي محمد يوسف رهنورد په چين کې د بېوزلۍ د له منځه وړلو په پار وويل، چې د چين کمونېست ګوند د خلکو ژوند ته په درنه سترګه ګوري او خپلې چارې د خلکو د ژوند د ښه والي په هدف تر سره کوي. مثلا موږ ګورو، چې د چين کمونېست ګوند د بېوزلۍ له منځه وړلو په چارو کې ډېر زحمتونه ګاللي او په دې برخه کې يې څرګند برياليتوبونه تر لاسه کړي دي. 

هغه زياته کړه چې د چين کمونېست ګوند نه يوازې اوسني پرمختګ ته پام اړولی، بلکې د پرمختګ په ورته وخت کې يې چاپيريال ساتنې لپاره هم اړوندې تګلارې او طرحه عملي کړې دي. 

افغانستان اوسمهال سولې ته د رسيدو په کيليدی وخت کې دی او د امريکايي پوځ په مشرۍ نړيوال ائتلافي ځواکونه ترې وځي، خو له بلې خوا د دغه هېواد سوله هم له نويو ننګونو سره مخ ده.ښاغلي محمد يوسف رهنورد د افغان سولې په برخه کې له چين څخه مننه وکړه او ويې ويل، چې چين د افغانستان د سولې لپاره ډېر کارونه تر سره کړي دي.

هغه وويل، چين په منځنۍ او جنوبي اسيا کې مهم اغيز لري. چين تل دا ادعا کوي، چې د افغانستان برخليک بايد د افغانانو په لاس وټاکل شي، د افغانانو د مشرۍ او مالکيت درناوی بايد وشي او په سوله يیزه توګه بايد افغانان په خپله د ټول شموله حکومتوالۍ جوړښت پيدا کړي. نوموړي هیله وښوده، چې چين د افغانستان له سولې څخه دوامدار ملاتړ وکړي او په دې برخه کې مهم رول ولوبوي. 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...