جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهمسوولان: ننګرهار کې به سږکال ۵۰۰ ټنه شات تولید شي

مسوولان: ننګرهار کې به سږکال ۵۰۰ ټنه شات تولید شي

تاند( جمعه، د ثور ۳۱مه) د ننګرهار ولایت کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رياست مسوولان وايي، سږ کال به دوی په دې ولایت کې ۵۰۰ ټنه شات تولید ولري.

د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ رئیس انعام الله ساپی وایي، په دې ولایت کې په لومړي ځل په  ۱۳۸۰ کال کې د شاتو توليد اويا فارمونه جوړ شول.

نوموړی وایي اوسمهال په ټوله کې په دې ولایت کې د شاتو ۶۰۰ فارمونه موجود دي.

د ساپي په خبره د شاتو په یاد شمېر فارمونو کې د پنځوس مېرمنو په ګډون ۱۸۰۰ کسان په کار بوخت دي.

د کرنې رئیس زیاتوي، چې د شاتو د مچیو د روزونکو ستونزو ته د رسېدنې لپاره وخت ناوخته د NHLP او GIZ -EU FARM  برنامو له لوري د وسايلو مرسته شوې؛ خو دوی سره په بېلابېلو برخو کې د نورو مرستو لا هم اړتيا لېدل کيږي.

بل لورته د شاتو مچیو روزونکي هم خوښ دي، چې د شاتو په تولید کې یې زیاتوالی راغلی.

دوی وایي که د کرنې ریاست یې ستونزې ور حل کړي نو ښايي حاصلات یې تر دې هم زیات شي.

د کرنې ریاست داسې مهال د شاتو تولید د زیاتوالي خبر ورکوي، چې د مې شلمه د ملګرو ملتو د عمومي اسمبلۍ له لوري د دې لپاره د مچیو نړیواله ورځ نومول شوې، چې د مچیو د اهمیت په اړه د خلکو پوهاوی زیات شي.

د ملګروملتو دمعلوماتو پر اساس، مچۍ د انسانانو په تېره بیا کرنې لپاره ډېرې ګټورې دي خو له بده مرغه نسل یې د ختمېدو له خطر سره مخامخ دی.

د ملګروملتو له لوري د خپرو شویو معلوماتو له مخې، اوس د نورمال وخت په پرتله د مچیو انقراض یا د نسل د ختمېدو اندازه له سلو تر زرو برابره زیاته ده.

که د مچیو د نسل د ختمېدو بهیر په اوسني ډول دوام وکړي، د غلو د فصلونو، سبزیجاتو او مېوو حاصل به خورا کم شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب