جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهبلوچستان کې یوه پولیس خپل شپږ ملګري وژلي

بلوچستان کې یوه پولیس خپل شپږ ملګري وژلي

تاند (جمعه د ثور ۳۱) راپورونه وايي، بلوچستان په شمال کې د امنیتي ځواکونو په یو کمپ کې یوه پولیس په خپلو نورو ملګرو ډزې کړې چې پکې شپږ تنه پولیس وژل شوي او اووه نور ټپیان دي.

ویل کیږي دې پولیس هغه مهال په خپلو ملګرو ډزې وکړې چې هغوی ډوډۍ ته ناست و.

برید نن جمعه/ د ثور ۳۱مه/ د دغه د بلوچستان په تحصیل کې د بلنګور په پوځي مرکز کې شوی دی.

تر اوسه د ډوز لامل نه دی معلوم او نه هم پاکستاني چارواکو په دې اړه څه ویلي دي.

د یو بل خبر له مخې چمن کې د جمعيت علماء اسلام مشر مولانا عبدالقادر په موټریز کاروان برید شوی چې هغه په کې ټپي شوی دی اته تنه نور وژل شوي دي.

د ځايي خلکو په وینا، دغه پېښه هغه مهال رامنځه شوه چې د جمعيت علماء اسلام له لوري د اسرائيلو پر ضد یوې غونډې ته چمتوالی روان و.

تر اوسه د دغه برید مسؤلیت چا نه دی منلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب