Homeخبرونهد دفاع وزارت: د جلرېز والسوالۍ د بېرته نیولو لپاره پوځي عملیات...

د دفاع وزارت: د جلرېز والسوالۍ د بېرته نیولو لپاره پوځي عملیات پیل شول

تاند (جمعه د ثور ۳۱) د افغانستان د ملي دفاع وزارت وايي د میدان وردک ولایت جلرېز ولسوالۍ د بېرته نیولو په خاطر د وسله والو پر ضد پوځي عملیات پیل شوي.

ملي دفاع وزارت وروسته له هغه د عملیاتو د پيل خبره کوي چې نن سهار د جلرېز ولسوالۍ د سقوط راپورونه ورکړل شول.

د دفاع وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، “نن وروسته له غرمې ۱:۴۵ دقیقې هوایي قواوو، د مېدان وردګو ولایت جلریز ولسوالۍ کې ترهګر طالبان په نښه کړل. پایله کې ۱۰ طالبان ووژل شول او ۱ ټپي شو.”

د خبرپاڼې له مخې په جلرېز کې د دولت د مخالفینو پر ضد عملیات دوام لري.

طالبانو تراوسه د دفاع وزارت د تازه پیل شویو عملیاتو په هکله کوم څه نه دي ویلي، خو د دغې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد نن سهار پر خپل ټویټر لیکلي چې د جلرېز ولسوالۍ مرکز او د امنیه قوماندانۍ ودانۍ یې نیولي  دي.

نوموړي ادعا کړې چې په ولسوالۍ کې یو شمېر عسکر له دوی سره یو ځای شوي او یوه اندازه سپکې او درنې وسلې هم د دوی د جنګیالیو لاس ته ورغلي دي.

خو د کورنیو چارو وزارت بیا ویلي چې امنیتي سرتیرو له ولسوالۍ څخه تکتیکي شاتګ کړی دی.

د کورنیو چارو وزارت د ویاند طارق ارین په خبره: “د سقوط خبره مطرح نه ده، که طالبان نژدې شوي هم وي، په ولسوالۍ کې زموږ سرتیري حضور لري او د دښمن او طالب د ځپلو هڅې کوي.”

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...