جمعه, اپریل 19, 2024
Homeخبرونهګلالۍ اسماعیل د ۲۰۲۱ کال د بشر حقونو نړیواله جایزه وګټله

ګلالۍ اسماعیل د ۲۰۲۱ کال د بشر حقونو نړیواله جایزه وګټله

تاند – د بشر حقونو نړيوالې ادارې د ښځو د حقونو فعالې او د پښتون ژغورنې غورځنګ غړې ګلالۍ اسماعيل ته د بشري حقونو نړیواله جایزه ورکوي.

د بشر حقونو ۲۵ نړيوالو ادارو په یوې اعلامیې کې ویلي چې د سږ ۲۰۲۱ کال بشري حقونو نړيواله جايزه به د ښځو حقونو فعالې او د پښتون ژغورنې غورځنګ (PTM) غړې ګلالۍ اسماعيل ته يو لړ مراسمو په ترڅ کې ورکړي.

آغلې اسماعیل ته دا جايزه د راتلونکې جون میاشتې پر اوومه نېټه د يو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې ورکول کېږي. په دې مراسمو کې به د ملګرو ملتونو استازي، د بشر حقونو فعالين او له نړۍ د بيلابيلو هيوادونو خبريالان هم ګډون وکړي.

ګلالۍ اسماعيل د کوزې پښتونخوا د صوابۍ سيمې ده چې دوه کاله مخکې د پاکستاني ادارو له خوا د نوموړې د نيولو تر اعلان وروسته یې پښتونخوا پريښوده او امریکا ته لاړه.

د بشر حقونو نړيوالو ادارو په خبرپاڼه کې راغلي چې ګلالۍ اسماعل په پاکستان کې د بشري حقونو لپاره کار کړی او او په هغې د بې اساسه تورونو لګولو وروسته اړ شوې څو پاکستان پرېږدي.

د جينيوا سميت چې د بشر حقونو ۲۵ نړيوالو ادارو څخه جوړه يوه ناسته ده هر کال د بشر حقونو تر تولو معتبره جايزه وتلو فعالانو ته ورکوي.

امریکا ته د ګلالۍ اسماعیل تر تګ وروسته د هغې پلار د ډېرې مودې لپاره د پاکستان د امنيتي ادارو له خوا بندي و.

هغې تل پر خپل ځان د پاکستاني ادارو لګول شوي تورونه رد کړي او ويلي یې دي چې د پلار زنداني کېدل يې يو بې رحمه عمل و.

پاکستاني چارواکو په نوموړې تور پورې کړی چې هغې د پاکستان حکومت پر وړاندې خلک وسله والو پاڅونونو ته هڅول، د پاکستان خلاف ترهګرو سره یې مالي مرسته کوله او دغه راز یې د د دې هېواد ضد تبلیغات کول.

ګلالۍ اسماعیل د پښتون ژغورنې يو له مخکښو غړو څخه شمېرل کېږي چې ډېر کله يې د دغه تحريک له فعاليت ملاتړ کړی او امريکا کې يې ددغه غورځنګ په ملاتړ په اکثرو مظاهرو کې برخه اخیستې ده.

1 COMMENT

  1. GULALI ISMAIL DE PUKHTANOO DE PARA FAKHER DAY.
    DE PAKISTANI REYAST ZELMONA AW PASHTOON WAJNA
    PA BADOO ALFAZO GHANDO.
    DE GULALY ISMAIL DE PARA BARYAWEE GHWAREM.
    ZHWANDEE DEE WEE P T M

    MARG PER PAKISTANI GENRALANOO

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب