پنجشنبه, مې 2, 2024
Homeکلتورسینماد شاه رخ خان د ژوند ځینې رازونه

د شاه رخ خان د ژوند ځینې رازونه

تاند ( جمعه، د ثور ۳۱ مه)  د بالیووډ سینما له نوم سره که اشنا یاست نو د دې نوم په اورېدو به مو هتمن د شاه رخ خان نوم هم دستي ذهن ته راځي.

شاه رخ خان د باليووډ سینمل مخکښ فلمي اداکار دی چې د کنګ خان لقب یې هم ترلاسه کړی دی.

خان شاوخوا ۳۰ کاله کیږي په دې نړئ کې کار کوي چې اوس مهال د نوموړي شخصیت او کرېکټر میلیونونه کسان فالو کوي.

د بالیووډ باچا شاه رخ خان به پخوا ډېر فلمونه جوړول خو د درې فلمونو سر په سر ناکامه ګټه یې سبب شوه چې دا څو کاله یې هېڅ فلم بازار ته نه دط راغلی.

د نوموړي وروستی فلم په ۲۰۱۸ کال کې د (زیرو) په نوم  خپور شو؛ مګر له هغه وروسته يې بل کوم فلم نه دی راغلی، خو د معلوماتو له مخې، خان اوس د (پټان) په نوم فلم کې کار کوي.

د هغه دې فلم ته یې مینووال شیبې شماري، خو دا نه ده معلومه چې د پټان په نوم دا فلم به کله بازار ته راشي.

د نوموړي په اړه ځينې حقیقتونه، چې ښايي تاسې ترې نه وئ خبر، دلته درسره شریکوو.

که څه هم د بالیووډ دا باچا میلیونونه مینووال لري خو خپله هغه بیا راکهي ګلزار مینووال دی چې په کرن ارجون فلم کې يې د شاه رخ خان د مور کردار لوبولی دی.

شاه رخ خان وايي، چې داسې فکر يې کاوه، چې هغه يې په رښتيني ژوند کې هم مور ده.

د شاه رخ خان د ټولو موټرو نمبر پلېټونه ۵۵۵ دي.

نوموړي په خپلو مرکو کې ویلي چې دی په دې ډېر یقین ساتي چې ګواکې دا شمېره د هغه لپاره بختوره ده، نو د هغه په موبایل شمېره او نورو نمبرونو کې هم ۵۵۵ شته.

د دې ترڅنګ شاه رخ خان د اس ځغلونې سره لېونۍ مینه لري او همدا راز هېڅ کله يې هم ایسکریم نه دي خوړلي.

باليووډ ته تر راتګ وړاندې هغه د بې وزلۍ ژوند کاوه او په دریا ګنج کې یو رسټورانټ درلود.

خان وایي، هغه وخت دومره غریب و چې ان په هندوستان کې د ننه یې د تاج مهل د لیدلو لپاره د کرایه پیسې نه درلودې.

نوموړی دغه راز وایي، فلمي نړئ ته راتګ یې یو خیال و؛ خو د زحمت او همت په ترڅ کې یې په حقیقت یې بدل کړ او اوس د بالیووډ پاچا ګڼل کیږي.

په ۹ فلمونو کې د شاه رخ خان د کردار نوم (راهول) دی چې په دې کې دل تو پاګل هی، کچ کچ هوتا هی، کبهي خوشي کبهي غم، چینای ایکسپریس او نور فلمونه شامل دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب