جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهټولنیزې رسنۍ: دوحه کې دې د طالبانو دفتر وتړل شي

ټولنیزې رسنۍ: دوحه کې دې د طالبانو دفتر وتړل شي

تاند (جمعه د ثور ۳۱) په افغانستان کې د ټولنیزو رسنیو زیات شمېر کاروونکو د طالبانو د دوحې دفتر د تړلو انلاین کمپاین پیل کړی دی.

له تېرې ورځې راهیسې یوازې پر ټویټر شااوخوا ۲۲نیم زره واره “د دوحې دفتر وتړئ” په نوم هشتګ خپور شوی او یا هم نظرونه پرې لیکل شوي دي.

په یاد کمپاین کې ګڼو افغان سیاستوالو، دولتي چارواکو او ټولنیزو فعالانو برخه اخیستې ده.

له دې ډلې د حکومت د رسنیو او اطلاعاتو د مرکز مشر دوا خان مینه‌پال په خپل ټویټر لیکلي: “طالبان د قطر دفتر په افغانستان کې د خپلو ترهګریزو فعالیتونو د ودې لپاره کاروي.”

د ولسي جرګې رئیس میر رحمان رحماني هم په خپل فېس‌بوک لیکلي: “د دوحې دفتر باید ژر تر ژره وتړل شي موږ په افغانستان کې دننه د سولې خبرې غواړو.”

د همایون عزیزي په نوم د ټولنیزو رسنیو یو کاروونکي پر خپل ټویټر لیکلي: ‏”قطر کې د طالبانو په نوم دفتر، د پاکستان د استخباراتو يو مهم مرکز دي چې يوازي او يوازي د افغانانو په وينه تجارت پکښی کیږي.”

تر دې مخکې هم په هېواد کې د جګړو او تاوتریخوالي په زیاتېدو د طالبانو د فعالیتونو ضد انلاین کمپاینونه ترسره شوي دي.

په ټولنیزو رسنیو کې دغه ډول کمپاینونه ډیر کله ښه پایله لري او مخاطب اړخونه اړ کیږي چې د خلکو غوښتنې په پام کې ونیسي خو طالبانو تر اوسه د دوحې دفتر د تړل کېدو په اړه یاد کمپاین ته کوم غبرګون نه‌ دی ښودلی.

2 COMMENTS

  1. نه دا چې دا دفتر باید وتړل شي بلکه هلته یو څو تنه خاینین او د ای اس ای نوکران چې د سولې په چارو کې خرابۍ کوي او په بشرې سرغړونو او انسان وژنه هم تورن دي باید ونیول شي او محاکمه شي. دوی سره سوله کېدونکې نه ده. او نه دوی د افغانستان راتلونکې ته ژمن دي.

  2. په قطر کې ترټولو عقده اي ، ظالم او کرکجن کسان د ټالبانو د دفتر په نوم سره راټول شویدي . دا معلوم الحاله پنجابي جاسوسان باید د هاګ نړیوالې محکمې ته لاس تړلي ولېږل شي . د دوی لاسونه د سلګونو زرو بېګناه افغانانو په وینو سره دي . مونږ عدالت غواړو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب