دوشنبه, مې 13, 2024
Home+نن د  مچیو یا بمبرو نړیواله ورځ ده

نن د  مچیو یا بمبرو نړیواله ورځ ده

تاند- د مې شلمه د ملګروملتو د عمومي اسمبلۍ له لوري د دې لپاره د مچیو نړیواله ورځ نومول شوې چې د مچیو د اهمیت په اړه د خلکو پوهاوی زیات شي.

د ملګروملتو پر اساس، مچۍ د انسانانو په تېره بیا کرنې لپاره ډېرې ګټورې دي خو له بده مرغه نسل یې د ختمېدو له خطر سره مخامخ دی.

د ملګروملتو له لوري د خپرو شویو معلوماتو له مخې، اوس د نورمال وخت په پرتله د مچیو انقراض یا د نسل د ختمېدو اندازه له سلو تر زرو برابره زیاته ده.

که د مچیو د نسل د ختمېدو بهیر په اوسني ډول دوام وکړي، د غلو د فصلونو، سبزیجاتو او مېوو حاصل به خورا کم شي.

په ګڼو لوېدیځو هیوادونو کې نن ورځ ماشومان ژېړ کالي اغوندي چې د مچیو اهمیت ته له دې لارې پام واړوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب