جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeکالمونهسنګررشید دوستم: مارشال که د سرطان دانه !؟

رشید دوستم: مارشال که د سرطان دانه !؟

استاد شهسوار سنګروال ||

دا یوه اونۍ کېږي چې د فاریاب ولایت پوځي بڼه خپله کړې ده. پوښتنه دا ده چې  ایا په دغه ولایت کې وروستیو پېښو ته د قانون په رڼا کې سوله ییز لاریون و یلی شو؟ ایا رښتیا هم دا د دموکراسۍ نښه ده او که دخپل ځواک او واک د ښودلو تمثیل؟ داچې دومره سپکه اودرنه وسله په یوه سوله ییزلاريون کې لېږدول کېږ ي، ايا دی ته موږ قانوني بڼه ورکولی شو؟

دغه پوښتنې اوپه دې ډول لسګونې نورې پوښتنې یوتاریخي شالید لري چې له بد ه مرغه په تېر کې هم ورته پا ملرنه ونه شوه … اوس هم نه کېږي، خو خدای مه کړه چې یوه ورځ  د زهرو دغه غړپ اوګوټ دستوني غږن غړي و ګواښي.

له نن نه درې لسېزې دمخه دشمالي ټلوالې او ډاکترنجیب الله ترمینځ سیاسي ناندرۍ اوپوځي کړکېچ هم روانې ربړې سره ډېر ورته والی درلود:

 جنرال جمعه اڅک د ولسمشر نجیب الله استازی چې دشمال اوپراتیفي چارې پر مخ وړلې له همدغه  رشېد دوستم سره مخ و چې هغه وخت یې هم  د نجیب والي نه مانه ولې دحکومت ډېرامکا نات یې په ولکه کې ول…رشید دوستم دغه مهال پنځه شپېته زره (۶۵۰۰۰) وسله والې ملېشې درلودې، ۱۶۰ زره پوښ ټانکونه ، ۲۰۰ توپونه ، ۳۰۰ زره اوپه لسګونه زره سپکې اودرنې وسلې یې په واک کې وې.

د دوستم د  متحدینو ،سید منصور نادري، جنرال مومن ،  (شوراې نظار، له ۵۲قومي فرقې نه را واخله تر۵۵ فرقې پورې …) او نور د دولت پوځي امکانات یې په ولکه کې ول.

نوځکه خو د نجيب الله کاواکي او بېواکي له شمال نه پيل شوه او د پېښو مرکزي ټکی پخپله د ده باوري ملګرى جنرال عبدالرشيد دوستم و.

که څه هم د شمال اوپراتيفي مشر جمعه اڅک او جنرال تاج محمد چې دغه مهال د بلخ د دولتي امنيت ريس وو په وار وار يې نجيب الله ته د جنرال دوستم او د ده د پلويانو هڅې ورپه ګوته کولې.

د نجيب او دوستم له اختلاف نه ډېره ګټه د ده مخالفې  ډلې په سرکې جنرال عظیمي ترلاسه کړه. دوستم هغه مهال د دوی په لومه کې ښکېل شو چې د بلخ ګارنيزيون منحل شو، د ۱۸ فرقې قومندان سيد محبوب له دندې ګوښه شو او له ټولو مهمه دا چې په ۱۳۶۹ کال، نجيب الله جنرال تاج محمد د جنرال خان اقا پر ځای د بلخ د دولتي امنيت ريس کړ. (چې داوسني والي ټا کنې ته ورته بېښي دي. )

 دا ټولې هغه هڅې وې چې د دوستم په اند ګني د ده پر ضد ترسره کېږي. نو ځکه يې د نجيب د حکومت نسکورولو لپاره د پېښو له پوځي او سياسي لوبغاړو سره ليدل او کتل پيل کړل چې موږ دبیلګې  په توګه ازادبېګ یا دولی شو .

 ازادبېګ د خپلو هڅو پربنسټ او د بهرنيو مرستو په مټ داسې د واک او ځواک څښتن شو چې احمدشاه مسعود او عبدالرشيد دوستم يې خپل سيالان نه ګڼل.

«ازاد بېګ له هغو مشرانو څخه و چې د مسعود او دوستم په دوستۍ يې باور نه درلود. ده به تل په دې ټينګار کاوه چې پښتانه د ترک ټبرو دښمن ندي، د ترکانو اصلي دښمن مسعود دی.د ده په وینا مسعود د لستوړي مار دی او هغه د لسګونو ازبکانو او ترکانو قاتل دی.جنرال دوستم د هغه يو سوټی دی، هر وخت چې وغواړي دغه سوټی د خپلو دښمنانو پر وړاندې په ډېرې اسانۍ کارولی شي.»

د ازاد بېګ مورنی نيکه، لکه د ابراهيم بېک او سيد عالم په څېر او همدا راز لږترلږه پنځوس زره کورنۍ د شوری د سرو لښکرو د بريد له وېرې، له ازبکستان، ترکمنستان او تاجکستان نه افغانستان ته راغلي.

د دغو کورنيو په لړ کې يوه ستره کورنۍ د خوقند خان «خدايار» کورنۍ وه چې لومړی په فارياب کې استوګن ول، او وروسته هرات ته کډه شول.

د ازاد بېک پلار وارث هم د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې زېږېدلی و، کله چې د دويمې نړيوالې جګړې په بهير کې د نازي ځواکونو له خوا يرغمل شو. او بيا هغه مهال چې سرو لښکرو ختيځ المان لاندې کړ، وارث يې ازادکړ او د مسکو له خوا د پاکستان په کراچۍ کې قونسل وټاکل شو.

د خدايار له مړينې وروسته کريم له هرات نه کراچۍ ته لاړ او هلته يې له وارث سره وليدل. دا چې د دواړو نيکنی هېواد يو و دوی دومره پخپلو کې خواږه شول چې نوموړي خپله لور وارث ته په نکاح کړه او له هغې نه ازاد بېک وزېږېد. لوړې زدکړې يې په لندن کې پايته ورسولې او په راولپنډۍ کې يې دارلو کاله پرانسته.

د مولانا مودودي په اسلامي جميعت ګوند کې یې غړيتوب ترلاسه کړ.

د نوموړي نيکنی هېواد ازبکستان، پلارنی هېواد افغانستان او د ده هېواد پاکستان و، نو له خپل توکم سره په تړاو او خواخوږۍ يې د سيمې د استخباراتو ملاتړ خپل کړ او د جهاد ډګر ته را ووت.

هغه مهال چې برهان الدين رباني وارث کريمي سره وليدل نو ده خپل زوی ازادبېک هغه ته د ډالۍ په توګه ور وسپاره او رباني هغه بيا خپل سلاکار وټاکه.

ازاد بېګ د خپلو امکاناتو په رڼا کې له يوې خوا وليدل چې ترک ټبره وګړي دې ته اړتيا لري چې يو مشر ولري او له بلې خوا يې وليدل چې تنظيمونه د وسلو او پيسو پر مټ ډېر امتيازونه لري، ښه به دا وي چې له رباني پرته خپل ولس ځان پسې روان کړي.

همدا لامل و چې په ۱۳۶۰ هـ کال يې د ازبکو او ترکمنو مشرانو يو ګډ کنفرانس په پېښور کې جوړ کړ چې په پای کې له مخدوم نه وروسته د شمال د اسلامي اتحاد مشر وټاکل شو. ازاد بېک چې تر ۱۳۶۴ هـ کال پورې کوم امکانات ترلاسه کړي ول د يوه ستر پوځي ځواک څښتن شو او د لږکيو يو لوی لښکر يې ځان پسې راکاږه که څه هم د ده او دوستم تر مينځ اړيکې ډېرې خوږې نه وې خو د شورای نظار (احمدشاه مسعود) او اسلامي ګوند (حکمتيار) پر وړاندې ورته اړينه وه چې يو بل ته نږدې شي.

ازاد بېګ چې د سيمې له استخباراتو سره ډېر نږدې وو، ولې د دې جوګه نه وه چې د دوستم باور د پاکستان د آی – اس – آی سره ټينګ کړي، خو پدې بريالی شو چې د ترکيې له يو شمېر چارواکو سره دی معرفي کړي.

نو ځکه خو د يوه پلاوي په ترڅ کې چې جنرال عبدالمالک پهلوان عاشور، پخپله دوستم او ازاد بېک هم ول ترکيې ته لاړل او کله چې د هغه هېواد له چارواکو او استخباراتو سره یې وليدل، او هغوی د لس ميلونه ډالرو نه يې شپږ ميلونه جنرال دوستم او ملګرو ته او څلور ميلونه يې ازاد بېګ ته ورکړل.

په ۱۳۷۱ کال د ترکیي د جمهورريس سلاکار ډاکتر انور له يوه پلاوي سره چې د ازبکستان د بهرنيو چارو وزير هم ورسره مل شو شبرغان ته راغی، له ازاد بېک، جنرال دوستم او له يو شمېر نورو چارواکو سره یې وليدل.

د دغو چارواکو په لړ کې چې د شمال له پېښو سره يې تړاو درلود رسول پهلوان او غفار پهلوان هم شامل ول .

اوس هم کله چې د رشید دوستم په غوښتنه اودډاکتر عبد الله په ملا تړ، دثبا ت او همپالنې د ټاکنیز ټیم د موخو پربنسټ  ولسمشراشرف غني، دولسي جرګې غړی « فا یق » د فاریاب والي وټاکه. دا دحکومت یوه لویه تېروتنه وه، چې له یوې خوا یې دی والي وټا که اوله بلې خوا یې ده ته دومره امکا نات ورکړل، چې هغه دخپل رهبر دوستم په سپارښتنه دتېرپه څېر یو ځل بیا د قومي ملېشا رغاونې ته لاره اوار کړه ا وپه زرګونو ځوانانو ته یې سپکه او درنه وسله ورکړه … همغه وسلې چې دولت ور کړې وې په لاریون کې ترسترګوشوې، لکه یو وخت چې ډاکترنجیب الله محاربوي ماشینونه، زره پوښ ټانکونه، بي اېم دستګاوې، زکویک، ها وانونه، دهشکې، دراکټ دستګاوې اوپه لسګونوسپکې اودرنې وسلې دوستم ته ورکړې وې او دا دی په لږ توپیر فایق داوسني دولت له امکاناتو نه هم استفاده وکړه او ورته کار یې تر سره کړ…

 اوس ګورو چې د فاریاب په ولایت کې دنوي والي په ټا کلو دا یوه اونۍ لاریونونه روان دي… چې دغه وسله وال لاریونونه دافغانستان حکومت ته یو ستر ګواښ ګڼلی شو.

یو وخت ډاکتر نجیب الله دوستم په کابل کې نظر بند کړ، اجازه یې نه ورکوله چې فاریاب ته لاړشي لکه څرنګه چې کارمل ته اجازه نه وه چې له مسکو نه کابل ته راشي… خو کشتمند، محمودبریالي، عبد الوکیل، کاویاني، مزدک اواناهیتا راتب زاد لومړی نجیب الله دې ته اړکړ چې کار مل له مسکو نه وغواړي، دوهم همدغې ډلې دجنرال عظیمي اونورو په ټینګار نجیب الله ته وړاندیز وکړ که غواړې چې شمال ارام شي جنرال رشید دوستم پریږده شمال ته لاړشي  اودریم دا چې جمعه اڅک اوملګري یې هم باید له دندې ګوښه شي …

دې ته ورته سېاسي لوبې په لږوډېر توپیر د ډاکتر اشرف غني د واک په مهال هم وشوې … یووخت و چې رشید دوستم افغانستان ته نشو راتللی. کله به ترکېی نه ازبکستان ته روان و اوکله هم له از بکستان نه ترکېی ته … اخولا څه کړې چې ډاکترعبدالله دومره فشار په اشرف غني راووست، چې دیکشنبې ورځ ۱۳۹۹کال دثور۲۸مه چې د۲۰۲۰کال دمې له اوومې«۷ » سره برا بره وه،دیوې موافقې له مخې د یو لړ پرېکړو په لړکې نوموړي په ولسمشر ومنله چې دوستم ته مارشالي ورکړي، دسولې عالي شورا ِغړیتوب اودا ډول نورامتیازونه…

پایله اووروستۍ خبرې: دا چې له یوې خوا دشوروي ځواکونو په څېر اوس دامریکا پوځونه له هیواده اوځي، د مجاهد ینوغوندې طالبان هم دکابل او نورو ولا یتونو دروازو ته نږدې شوي، لکه هغه مهال چې پا کستان، ایران، عربي اوغربي هیوادونه خوشحاله ول…اوس هم پاکستان، ایران، روسان او یوشمېر نور هېوادونه سوکاله، خوشحاله او پرمختللی افغانستان نه غواړي … په داسې حساس وشیبو کې، دا ډ ول نارې ، چې موږ په فاریاب کې مستقل دولت اعلانوو، او په وار وار د فدرالیزم اولوی خراسان چغې وهل کېږي او یا د افغانستان  تجزیه کولو ګواښ کوی. خو حقیقت دا دی چې په سوال کلي نه جوړېږي.

ترهغې چې په افغانستان کې یو باثباته مرکزی حکومت را مینځته نشي دا وېرې او ببولا لې له مینځه نشي تللی اونه هم دا ډول ګواښونوته دپا ې ټکی اېښودل  کیدی شي. افغانان باید داډول غولوونکې د موکراسۍ ته خو شحاله نشي چې کله ولسمشر د مار شالي فرمان صادروي منل کېږي او د والي دټاکنې فرما ن یې بیا نه چلېږي .

وړاندیز دا دی د دې لپاره چې په دا ډول نا زکو شرایطوکې یوه بل ملي ناورین اوغمیزی ته لاره اواره نشي، چې ګنې نوی والي زموږپه ژبه نپوهېږي  … ښه به وي چې ایشچي یا جنرال ما لک اویا کوم بل څوک چې د رشید دوستم دلا س وسیله نه وي د نوي والي په تو ګه وټا کل شي.

2 COMMENTS

  1. سلام
    استاد سنګروال صاحب بشپړ معلومات دی. وایی چرا عاقل کند کارې که عاقبت ارد پښیمانی.دپښیمانی په دې لړ کې زموږ سیاستوالو ته لږ پوهیږی او که ډېر ،متفکر دی او که غیر متفکر اصلا پښتون وژنه نه ده دقیقه محاسبه شوې او ملوک الطوایفی ډېرارزښت لری له ملی مصالحو او منافعو ځکه سوټیتوب او جهالت خو د افغانستان دشخصی ګټو لپاره څو لسیزه اوږده سابقه لری او ښه استعمالیږی . مثالونه یې هم بې شمیره……….

  2. ډېر په زړه پورې معلومات وو، ویل یې ټولو وطندوستو افغانانو ته ضرور دي .
    خصوصا ستاسو وړاندیز او د موضوع د حل لپاره د دو یاد شویو کسانو نه یو باید د جوزجان او بل د فاریاب والیان وټاکل شي او جنرال محمد داود هلته په پوځي برخو کې یو باصلاحیته مقام کې وګمارل شي ، د سرطان دانې تداوي لپاره به د اوس لپاره یو ګټوره نسخه وي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب