دوشنبه, مې 13, 2024
Homeخبرونهاستخباراتي ادارې وايي، طالبانو له القاعده سره نژدې اړیکې ساتلي دي

استخباراتي ادارې وايي، طالبانو له القاعده سره نژدې اړیکې ساتلي دي

تاند(جمعه، د ثور۳۱) د امریکا فدرالي حکومت او استخباراتي ادارې وايي، طالبانو له القاعده شبکې سره نژدې اړیکې ساتلي او غالباً پر ګڼ نفوسو مرکزونو او د افغانستان د حکومت پر تاسیساتو پراخو بریدونو ته تیاري نیسي.

د ډیفینس اټلجینس (دفاعي استخباراتو) ادارې د راپور له مخې، په داسې حال کې چې د امریکا متحد ایالتونه له طالبانو سره پر خپلې موافقې غور کوي، القاعده شبکه ښايي د طالبانو نورو لارښوونو ته انتظار باسي.

راپور وايي«القاعده د ځان ساتلو لپاره پر طالبانو اتکا کوي او داسې ښکاري چې د دغو دوو ډلو ترمنځ، چې دوې لسیزې پخوا یې په خپل منځ کې اړیکې جوړې کړې، درز اسانه نه دی.»

د دفاعي استخباراتو (DIA) وروستی درې میاشتنی راپور د سې شنبې په ورځ د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې ته د افغانستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له څرګندونو سره په یو وخت خپور شو.

خلیلزاد د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې ته وویل چې طالبانو د موافقې ډېر شرطونه عملي کړي دي.

د لانګ ژورنال خپرونې د راپور له مخې، په افغانستان کې د امریکا د دفاع وزارت د سرمفتش دفتر وايي چې خلیلزاد دا ادعا د کوم مثال له وړاندې کولو پرته کړې دي.

دا خپرونه همداراز وايي، له کله چې امریکايي پوځیانو له افغانستانه په وتلو پیل کړی دی، طالبانو حملو ته زور ورکړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب