Homeخبرونهراشد خان: د نړۍ مشران دې په سیمه کې سوله راولي

راشد خان: د نړۍ مشران دې په سیمه کې سوله راولي

تاند ( یک شنبه، د جوزا ۲مه) د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ګوګلي ماسټر راشد خان آرمان یو ځل بیا د فلسطین د ژغورلو غږ پورته کړی.

هغه په خپل ټوېټر کې د نړۍ پر مشرانو غږ کړی، چې په سیمه کې دې سوله راولي.

نوموړي په خپل ټوېټر دغه راز لیکلي: « زه دا نور نه شم لیدلی، هره ورځ په فلسطین او افغانستان کې ماشومان وژل کېږي، موږ ته پکار ده چې د هغه څه لپاره ودرېږو هغه څه چې سم دي.»

راشد خان لیکلي زه  زه سیاستوال نه یم، خو بیا هم د نړۍ پر مشرانو غږ کوم، چې په سیمه کې سوله راولي.

راشد وایي، زه په جنګ کې رالوی شوی یم او په وېره کې د ماشومانو راولوېېدو په اړه ښه پوهېږم.

د یادونې ده، چې راشد خان دافغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې هغه پیاوړی لوبغاړی دی، چې د نړۍ په کچه مینه وال لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...