خدای دې څوک هم د زړه په رنځ نه اخته کوي زه يې اخته کړم په ځان نه پوهېږم چې څه وکړم؟
نه چاته ښه ويلی شم او نه بد، نه د دنيا له شرمه ژړيدلی شم او نه مې زړه غواړي چې وخاندم، له کوره چې کار ته ووځم نو داسې معلومېږي لکه چا په بيګار کې را ښکېل کړی يم، بېګار څه مړه سم د مشقت قيد رانه جوړ دی.
خلک ګمان کوي چې زما په لمنه لمونځ کېږي او زۀ يم چې د زړه درد قلارولو ته هر ماښام لوګي پسې لوګی شم، لوګے هم څه عجيبه څيز دی خپله لوګے شي خو بل هم د ځان سره لوګے کړي او لوګے کوي به دې ولې نه ته چې تيلے ورته کړې ولې تاته به د ګلونه امېل اچوي څه؟ چې څه کرې هغه به رېبې که تا اور ورته کړو نو تا به هم لمبه کړي.
لوګے او مينه دواړه يو شان دي دواړو کې نشه ده، دواړو کې خمار دی، دواړو کې مستي ده او دواړو کې مينه ده خو د غم خبره دا ده چې دواړه دې د دنيا له کاره وباسي، دواړه د چانه نه پټېږي او د دواړو انجام رسوائي ده، دواړو کې خوند دی، دواړو کې قرار دی خو بيا هم ورته خلک بد وايي او د خوند خبره دا ده چې بد هم ورته هغه خلک وايي چا چې دواړه د نزدې نه هم نه ليدلي او څوک چې يې يو ځل وکړي نو بيا ترې هر څه لوګے کړي، بس نن سبا زما هم څه داسې حال دی خو بيا چې کله په خپل چاپېرچل نظر وکړم نو له ځانه مې زړه ښه شي….. زړه مې راته تسلي راکړي چې يوازې ته نه يې چې لوګي له کارو وباسلی يې ستا ياران ډېر دي چې بد حال يې دی، په ځان نه پوهېږي چې څه وکړي خلک وايي چې «له لوږې مرو» دا ورته وايي چرګې او چرګان وپاله …… ولس ورته ژاړي چې ډوب شوم، تباه شوم او دا ورته وايي تقرير ته مې غوږ شه….. مړه اے! څه به درته وايم خو بس زما وروڼه ډېر دي چې مينې او لوګي د کاره وباسلي دي.
کله کله چې په محفل کې زما ياران په څه خبره پورې وخاندي نو زۀ ځان پورې په خندا شم او ځان پورې به ولې نه خاندم چې ملګرو د خندا وجه راته نه وي معلومه ځکه چې زۀ ناست خو د يارانو په محفل کې وم خو زړه مې چرته لرې بل ځای وي. ياران مې وايي چې زۀ د هغوی سره يم او زۀ په دې لټون وم چې زۀ چرته يم، او زۀ به چرته وم نو، يا به د جانان غم وي او يا د جهان…. دواړه غمونه داسې دي چې تر مرګه به دې ترې ځان خلاص نشي او که زما په عمر کې په دواړو غمونو اخته شوې بيا لاړې لوګے شوې بس بيا خو د زړه په رنځ اخته شوې زما هم کله کله په ځان هم ګمان شي چې لکه زه هم په دې رنځ اخته يم.