جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهننګرهار کې د داعش ډلې روزونکی ووژل شو

ننګرهار کې د داعش ډلې روزونکی ووژل شو

تاند ( یکشنبه، د جوزا ۲ مه ) د ننګرهار امنیتي چارواکي په دې ولایت کې د داعش وسلوالې ډلې د یو روزوونکي د وژل کېدو او همدا راز د یو بل مهم کس د ژوندي نیول کېدو خبر ورکوي.

د ملي امنیت له ۰۲ قطعې څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې تېره شپه د ننګرهار مرکز جلال اباد او سره رود ولسوالي کې افغان ځانګړو ځواکونو د داعش وسله والو ځپلو په موخه شپني عملیات ترسره کړي دي.

خبرپاڼه وایي، د عملیاتو په لړ کې د داعش ډلې یوتن فعال روزونکی انعام الله د جلال اباد ښار اوومې ناحیې اړوند ماما مېنې کې له سېمې د تېښتې پرمهال د افغان ځواکونو له لوري وژل شوی او یوه تومانچه یې هم دافغان ځواکونو لاس ته ورغلې،چې په سیمه کې له منځه وړل شوې ده.

سرچینه دغه راز زیاتوي چې د دې ترڅنګ د ننګرهار سره رود ولسوالي په میاګانو کلي کې هم افغان ځانګړو ځواکونو شپني عملیات کړي، چې په ترڅ کې یې د داعش ډلې د هدفي وژنو فعال غړی ظاهر له یوشکمن کس او یوې تومانچې سره ژوندی نیول شوی دی.

د ۰۲ قطعې خبرپاڼه دغه راز زیاتوي چې په داوړه ترسره شویو عملیاتو کې افغان ځانګړو ځواکونو او ولسي خلکو ته زیان نه دی رسېدلی.

دا په داسې حال کې ده چې له دې یوه ورځ وړاندې د ننګرهار او لغمان امنیه قوماندانان له دندو ګوښه او پر ځای یې نوي قوماندان وټاکل شول.

د ننګرهار نوي امنیه قوماندان جنرال سلطان داوود د معرفي کېدو په لومړئ وینا کې د دې ولایت امنیتي منسوبینو ته په وینا کې جدي امر وکړ څو هر وسله وال چې ملکي خلک وژني د نيولو پرځای ووژني.

د جنرال داود په وينا هغه وسله وال چې بې ګناه افغانان نارينه او ښځينه وژني د هېڅ ترحم وړ نه دي او تر دې وروسته به ورسره ننګرهار کې ورته چلند کېږي.

دی وايي، له ولس سره به له نږدې اړيکې جوړوي او د خلکو په همکارۍ به د امنيت د ټينګښت لپاره کار کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب