Homeخبرونهبهرنیو چارو وزارت د ناټو د وروستیو څرګندونو هرکلی کړی

بهرنیو چارو وزارت د ناټو د وروستیو څرګندونو هرکلی کړی

تاند ( یک شنبه، د جوزا ۲مه)  د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې افغان حکومت د ناټو له هغه پرېکړې هرکلی کوي، چې له مخې به یې دغه سازمان د افغان پوځ روزنې او ملاتړ ته ادامه ورکوي.

خبرپاڼه کې راغلي، چې د سرتېرو د پیاوړتیا او ترهګرۍ ضد مبارزه کې د ناټو مرستې خورا مهمې دي او افغان حکومت په درنه سترګه ورته ګوري.

سرچینه دغه راز وایي، چې د ناټو او افغان حکومت ترمنځ  شوې هوکړې پر خپل ځای دي او دواړه اړخونه به په ګډه په سیمه کې د ترهګرۍ د شته ګواښونو پر وړاندې مبارزې ته دوام ورکوي.

دا په داسې حال کې ده، چې د تېرې جمعې په ورځ د ناټو عمومي منشي ینس ستولتبرګ  په پاریس  کې  د فرانسې له ولسمشر ایمانویل مکرون سره په یوه ګډه خبري غونډه  کې وویل، په افغانستان کې د ناټو د ځواکونو د حضور پای ته رسېدو سره نوی فصل پرانیستل کیږي.

سټولنټبرګ زیاته کړې وه، چې له افغانستان څخه  د ناټو راتلونکی ملاتړ به پر درې اصلي محورونو راڅرخي.

د سلا مشورو او  وړتیاوو رامنځ ته کولو په برخو کې د افغانستان د امنیتي ځواکونو دوامداره ملاتړ ، پر ځانګړو ځواکونو تمرکز او له افغانستان څخه بهر دوی ته پوځي روزنه  او د کابل د هوايي ډګر د فعالیت په شمول د خدمتونو د وړاندې کولو لپاره د بودیجې برابرول هغه څه وو، چې سټولټنبرګ پرې ټینګار درلوده.

سټولټنبرګ یوځل بیا افغانستان سره د پوځي تړون پر ملاتړ  ټینګار وکړ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...