جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهامریکا مېشتو افغانانو په هېواد کې د روانې نیابتي جګړې د ختمېدو...

امریکا مېشتو افغانانو په هېواد کې د روانې نیابتي جګړې د ختمېدو غوښتنه کړې

تاند ( یک شنبه، د جوزا ۲مه) لسګونه افغانانو په امریکا کې د سپینې ماڼۍ مخې ته د یوه لاریون پرمهال  په افغانستان کې د روانې نیابتې جګړې د درېدو غوښتنه کړې.

لاریونوالو، چې  د پاکستان ضد شعارونه یې ورکول په خپلو خبرو کې ویل، پاکستان، ایران او ځینې نور هېوادونه په افغانستان کې د روانې نیابتي جګړې تر شا دي او باید دا جګړه ختمه کړل شي.

د لاریونوالو په خبره افغانان نور په خپله خاوره کې د پردیو جګړه او نظامي سیالۍ نه غواړي او د نړیوالو مسوولیت دی، چې په دې برخه کې همکاري وکړي.

دوی دغه راز د بهرنیو ځواکونو د وتلو هرکلی وکړ خو تر څنګ یې د دې غوښتنه یې وکړه، چې د سرتېرو د وتلو دا لړۍ باید مسوولانه وي.

لاریون کوونکو پر طالبانو غږ وکړ، چې له جګړو لاس په سر شي او په دې توګه پردیو ته د جګړې برابره شوې زمینه له منځه یوسي.

په ورته وخت کې د ټولنیزو رسنیو افغان کاروونکي هم د سولې غږ بدرګه کوي.

ګڼو کسانو په خپلو پاڼو پر نړیوالو غږ کړی، چې دلته روانه جګړه پای ته ورسوي او نور دې افغانان ژوند کولو ته پرېږدي.

دا لاریون داسې مهال ترسره کېږي، چې په دې وروستیو کې تر بل هر وخت په افغانستان کې جګړې زور اخیستی او هره ورځ د هېواد له ګڼو سیمو د مرګ ژوبلې راپورونه خپرېږي.

راشد خان: د نړۍ مشران دې په سیمه کې سوله راولي

1 COMMENT

  1. زموږ هغه افغانان وروڼه چی بهرنیو هیوادونو کی ژوند کوی د خپل هیواد آرامی لپاره خپل ورځنی کار پریږدی او تر خپل وس او توان پوری نړی ته غږ رسوی مګر افسوس پدی جهادی رهبرانو چی هر څه وینی تنها د ډالرو د ضایع کیدو پخاطر یا ددی پر ځای چی امریکا به په راتلوونکی ماته معاش یا څوکی را نکړی حقیقت نړیوالو او ولس ته نشی بیانولی آن دومره نشی ویلی چی نړیواله امنیت شورا غړی باید د افغانستان په اړه یو موټی شی او یو دریځ خپل کړی کچیری اوسنی دولت په غلط لار روان وی نو بیا ولی پاکستان همدی امریکا د پیسو په مقابل د همدی طالبانو شریعی نظام یی وپرځاوو لدی ښکاری چی نړیواله ټولنه یعنی امریکا برتانیه چین ورسره هند او روسیه د افغانستان آبادی او سوکالی لپاره څومره چی تمه کیږی ګام نه پورته کوی آن تر دی چی اوس پاکستان کوښښ کوی لکه پخوا په شان له امریکا ستراتیژیک د ملګرتیا تړون لاسلیک کړی او دلته بیا نجیب الله په شان د غنی سره ورته چلند وکړی او اوسنی لږ شان آباد شوی افغانستان بیاځلی په کنډواله بدل کړی ځکه همدی نړیوالی ټولنی غړو (بنین سیوان) له نجیب الله د استعفا غوښتنه وکړ او هغه منظور کړ چی نتیجه د کابل ورانی او دده په دار خیځول وو

    مګر زموږ همغه جهادی رهبران چی اسلام یی په افغانستان په خطر کی لیده او پدی ښه پوه چی امریکا اسلامی هیواد نده د قرآن عظیم الشان آیتونو خلاف امریکا د ملګری خطاب وکړ او لویو لویو بمونو غوښتنه وکړ

    مګر پخپله همدا جهادی رهبر د یوه وړوکی بم پوسیله له مینځ لاړ ځکه چی ددی جهادی رهبر تنها د څوکی لپاره جهاد او چوکی د امریکا په مټ غوښتله مګر خدای وواهه او د افغانستان غیور ولس ته یی دده په شان د ټولو جهادی رهبرانو اصلی څیره ښکاره کړی (موږ باید هوښیار شو ګنی ورک کیږو لا به وژل کیږو ځکه موږ جګړه خپل مینځ کی کړی او همدا امریکا او روسیه سره همدی جهادی رهبرانو تړونونه وکړل او بیا ناکامی وخت کی زور له عام ولس څخه وباسی ګنی روسیی او امریکا لدوی سره کړی تړون باندی تعهد ندی کړی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب