جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeکلتورسینماد اجی دیوګن او عالیه بټ نوي فلم تر جوړېدو وړاندې په...

د اجی دیوګن او عالیه بټ نوي فلم تر جوړېدو وړاندې په ګټه پیل وکړ

تاند ( یکشنبه، د جوزا ۲ مه)  هندي رسنۍ وایي، د بالیووډ سینما د دوو پیاوړو اداکارانو اجی دیوګن او عالیه بټ نوي راتلوونکي فلم تر جوړېدو وړاندې په ګټه پیل کړی او مخکې تر مخکې یې ۳۲۵ کروړه هندي روپۍ ډتلی دي.

د دې فلم ډایریکټر ایس ایس راجا مولي دی چې فلمونه یې په ټوله نړئ کې مشهور او ډېر مینووال لري.

دا فلم (ار ار ار) نومیږي چې Jr. NTR، رام چرن، عالیه بټ او اجی دېوګن په کې کار کوي.

یاد فلم د ۲۰۲۱ کال هغه فلم دی چې مینه وال يې ورته ډېر په تمه دي او له بازار ته راتګ وړاندې یې ۳۲۵ کروړه روپۍ وګټلې.

د فلم فئیر د راپور په وېنا، د فلم جوړوونکو مخکې له دې چې فلم نندارې ته وړاندې شي، انلاین او ډیجیټل حقونه يې په زي شرکت باندې وپلورل.

راپور زیاتوي چې د راجا مولي او د زي شرکت د مسوولینو ترمنځ د ۳۲۵ کروړه روپيو قرارداد شوی چې په بدل کې به یې د دغه فلم د انلاین او ډیجیټل حقوق د زي شرکت وي او همدوی به دا فلم په انلاین بڼه خرڅوي.

راپور کاږي، دا فلم په څو ژبو کې جوړ شوی چې زي شرکت د ټولو ژبو د انلاین او ډیجیټل حقوق اخیستي او هندي، تامل، تیلګو، کناډا او نورې ژبې هم پکې شاملې دي.

د یادولو وړ ده چې زي شرکت په دې وروستیو کې د سلمان خان فلم (رادهی: یور موسټ وانټیډ بهايي) هم ډېر په لوړه بیه اخیستی او انلاین خپور کړی و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب