جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهلغمان ته د لوړ پوړي پلاوي په ملتیا تازه دمي ځواکونه رسېدلي

لغمان ته د لوړ پوړي پلاوي په ملتیا تازه دمي ځواکونه رسېدلي

لغمان ته د لوړ پوړي دولتي پلاوي په ملتیا تازه دمي ځواکونه رسېدلي

تاند ( یک شنبه، د جوزا ۲مه) د لغمان ولایت امنیتي چارواکي په دې ولایت کې د وسله والو طالبانو د ځپلو په موخه د پراخو عملیاتو د پیل خبر ورکوي.

د والي ویاند اسدالله دولتزی وایي، چې د دې ځمکنیو او هوایي بریدونو د پیل لپاره د لوی درستیز او ملي دفاع سرپرست وزیر محمد یاسین ضیا په مشرۍ لوړ پوړی پلاوی تېره شپه دې ولایت ته را رسېدلی دی.

په پلاوي کې د هېواد لوی درستیز  او د ملي دفاع سرپرست وزیر په ګډون د ملي امنیت لومړی مرستیال ، د ملي امنیت اوپراتیفي مرستیال خوشحال سادات او ګڼ نور نظامي چارواکي هم شامل دي.

دولتزی وایي عملیات پيل شوي او ژر به بېرته هغه سیمې له طالبانو پاکې کړي کومې، چې په تېرو دوو اونیو کې طالبانو نیولي دي.

په لغمان کې تازه دمي ځواکونه داسې مهال دا عملیات پيلوي، چې اوس هم د یاد ولایت دولت شاه ولسوالي د وسله والو طالبانو په لاس کې ده.

یاده ولسوالي تېره اونۍ طالبانو له افغان حکومت ونیوله.

د دې سربېره د لغمان په ګڼو نورو ولسوالیو کې هم هره ورځ د نویو پوستو د سقوط خبرونه ورکول کېږي.

عام خلک که څه هم نویو پيل شویو عملیاتو ته هیله من دي، خو له حکومت او طالبانو غواړي څو په جګړه کې ولسي مرګ ژوبلې ته پام وکړي.

دوی وایي ډېری کورنۍ د جګړو له امله له خپلو سیمو تښتېدلي خو ګڼې داسې کورنۍ هم شته چې په جګړو کې بند پاتې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب