Home+ستره جګړه په دې ورځ اعلان شوه

ستره جګړه په دې ورځ اعلان شوه

 تاند- ۱۰۷ کاله پخوا د ۱۹۱۴ ع کال د جولای په ۲۸مه د اتریش- هنګري ګډې امپراتورۍ د سربیا تازه خپلواک شوي هیواد ته د جګړې اعلان وکړ، دا جنګ چې وروسته په سترې جګړې مشهور شو د لومړي نړیوال جنګ سبب شو.

د هماغې ورځې په سبا د روسیې امپراتورۍ د اتریش- هنګري د امپراتورۍ پرضد د جګړې اعلان وکړ خو د جرمني امپراتورۍ بیا روسیې ته خبرداری ورکړ او ویې ویل چې که روسیه د جګړې اعلان بېرته وانخلي، جرمني به هم په جګړه کې شامل شي.

تزاري روسیې د جرمني غوښتنه رد کړه او جرمني هم د اګست په لومړۍ نېټه د روسیې پرضد رسماً جګړه اعلان کړه.

فرانسې په هماغه ورځ عمومي سفربري اعلان کړه او د ۱۹۱۴ کال د اګست په درېمه د جرمني امپراتور دوهم ګیوم فرانسې ته د جګړې اعلان وکړ او د جرمني ځواکونه د بلجیم خاورې ته ننوتل.

فرانسې او بریتانیا د اګست په یوولسمه او دولسمه د اتریش- هنګري د امپراتورۍ پرضد د جګړې اعلان وکړ.په دوو اوونیو کې د جګړې لمبې د اروپا لویې برخې ته خپرې شوې.

په دې توګه لومړۍ نړیواله جګړه پیل شوه.دا جګړه د هغو سیالیو نتیجه وه چې پنځوس کاله مخکې پیل شوې وې او په اروپایانو کې یې نفاق پیدا کړی و.

دا جګړه له څلورو کلونو وروسته بالاخره د ۱۹۱۸ کال د نومبر په یوولسمه د جرمني له تسلیمېدو سره پای ته ورسېده.

په دغه جنګ کې نژدې لس ملیونه ملکیان ووژل شول او شل ملیونه نور ژوبل شول.د جګړې په پای کې د اروپا نقشه یومخ بدله شوه.

لومړۍ نړیواله جګړه د څلورو امپراتوریو(روسیې، جرمني، اتریش- هنګري، او عثماني) د له منځه تلو سبب شوه.او د یوشمېر نویو هیوادونو د جوړېدو سبب شوه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

له مرحوم محمد هاشم میوندوال سره زما دوې خاطرې | زمری محقق

د میوندوال د شهادت د ۵۳ کال په مناسبت: لومړی خاطره (انتخابات ):   د مرحوم محمد هاشم میوند وال د انتخاباتو څځه زما یوه نه هیریدونکې...