دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeټولنیزتاریخاعليحضرت عبدالرحمن خان او د هغه اندونه(۱) ر. باوري

اعليحضرت عبدالرحمن خان او د هغه اندونه(۱) ر. باوري

لومړی برخه

يوه لنډه خو د پام وړ يادونه: ((دا ليکنه مي څه ناڅه لس کاله وړاندي خپره کړې وه ، او د هيواد اوسنينو حالاتو ته په پام مي اړينه وګڼله چي يوځل بيا خپره سي. د دې ليکني څخه غواړم دوې موخي تر لاسه کړم ؛ لومړۍ دا چي د هغه وخت د پيښو په اړه د لاس وهني پرته د اعليحضرت عبدالرحمن خان اندونه هغو درنو لوستونکو ته را ياد کړم ،چي ليوالتيا ورسره لري؛ دويمه موخه داده چي لوستونکی په خپله د څه ناڅه يوسل او ديرش کالو هر اړخيزو بدلونونو وروسته بيا هم د افغانستان ستراتيژيک او جغرافيايې موقعيت او ارزښت وارزولای سي. اوديادوني ده ، چي دا اندونه به په پر له پسې خو په وړو ليکنو کي برخي ، برخي خپريدو ته چمتو سی.

اعليحضرت عبدالرحمن خان د افغانستان د معاصر تاريخ ځواکمن او مخکښ پاچا وو چي د د ١٨٨٠ څخه تر ١٩٠١ زيږدي کال پوري يې د افغانستان د ټولواک په توګه د دې هيواد سياسي ، اداري او نظامي بيا رغونه بشپړه او دولتي واکمني يې د اوسني افغانستان په دننه کي پلې کړل. د عبدالرحمن خان دژوند ، سياست او په هيواد کي دهغه د کړووړو په اړه زيات شمير کورنيو او بهرنيو څيړونکو ، مورخينو ، او سياست پوهانو هر اړخيزي ليکني او څيړني کړي دي، او هر يوه ليکوال د خپل ليد لوري د افغانستان دا ځواکمن او مدبر پاچا را پيژندلې او ښودلې دۍ . په دې ليکنه کي د نوموړي په اړه يوازي هغه برخي ته پام اړول کيږي چي د نوموړي پاچا ځانکړي اندونه او خيالات دي .))

په دولتي ادارو کي د ځواکمنو کسانو ګډون:

هغه مهال چي عبدالرحمن خان کابل ښار ته د واک د تر لاسه کولو په نيت ورسيدۍ، د هيواد اداري جوړښت، نظامي ځواک، د دولت په نوم ثروت او خزانه او نوري اړيني اډاني يا په ټوليزه توګه له مينځه تللي وي او يا يې له سره نه وې. د دې ټولو ناخوالو په اړه د عبد الرحمن خان په تاج التواريخ کي ليکي: (( پر تخت د ناستي پر وخت د يوي ستري ستونزي سره مخ سوم ،د اوسيدولپاره مي کور نه درلود، هغه پلارنۍ ودانۍ چي په بالا حصار کي وه، د انګليسانو سره د جګړي پر مهال انګليسي لښکرورانه کړې وه. په کرايه هم کور نه پيدا کيدۍ چي په کښي ژوند وکړم، ځکه چي په افغانستان کي هوټل او ميلمستون نه سته، زما په اند په تاريځ کي به داسي هيواد نه وي چي پاچايې د خوب او بيدودلو لپاره ځای ونه لري، تر هغه چي په خپل نوم مي د يوې ودانۍ د جوړيدو چاري بشپړي کولې، د اولسي خلکو په کورونو کي و اوسيدم.))( تاج التواريخ ؛ ص : ١٩٢.

عبدالرحمن خان د خپلي واکمنۍ چاري له داسي مهاله پيل کړې چي د دولت او حکومت په نوم هر څه له منځه تللې وه ، خو د پر له پسې هڅو او اړينو تدبيرونو په پايله کي يې يو داسي ځواکمن دولت په ميراث پريښود چي په هيواد کي ټولو ميشتو وګړو کابل د خپل هيواد پلازمينه او د امر او نهې د صدور ټاټوبي په توګه منلې وو. هغه بريمن ارونه چي د يوه پاشلي هيواد څخه يې د يوموټي دولت د جوړيدو لپاره وکارول هغه په اداره کي د نورو هيوادوالواو په ځانګړي توګه د هيواد د بيلا بيلو سيمو د ځواکمنو کسانورا بلل او په چارو کي د هغوۍ څخه مشوره اخستل او يا په کار کي ګټه اخستل دي. همدا ارونه او اصول وه چي عبدالرحمن خان د خپلي واکمنۍ پر مهال وکارول ، نوموړي د دولتي چارو دګډون په اړه ليکي :

(( … هڅه مي وکړه چي د افغانستان د بيلا بيلو سيمو د مشرانو ونډه په خپله اداره کي زياته کړم . او د دې تر څنګ مي هغه کسانو ته هم په خپله اداره کي ونډه ورکړه چي زما د حريف او رقيب په توګه به يې په هند او روسيې کي توان او نفوذ درلود ، هغه مي له هند او روسيې څخه کابل ته را وبلل او د خپل زوۍ سره مي په نږدې اړيکو کي وساتل. دا مشران په څلورو برخو وېشلي دي : لومړۍ هغه کسان دي چي په شمال ختيزو برخو کي يې واکمنۍ درلودې او وروسته د روسيې له خوا ونيول سوې او مشرانو يې دلته پناه راوړل.

د بيلګي په توګه مير سهراب بيګ چي د کولاب د کورنۍ واکمن وو ، توره اسماعيل روشاني چي د بخارا د امير زوۍ وو؛ او دويمه برخه هغه کسان وه چي واکمنۍ يې زما له خوا زماد سلطنت په لومړيوکالونو کي زما تر ولکي لاند راغلې لکه د مير يوسفعلي او مير جهاندار او د هغوۍ کورنۍ ؛ دريمه برخه هغه کسان وه چي د انګليسانو سره يې جګړې کړي وې او يا دهغوۍ څخه مرور شوي وه لکه عمرا خان او مير مرادعلي او يوشمير نور سرحدي قومي مشران؛ او څلورم هغه کسان دي چي له افغانستان څخه تښتيدلې او تللي دي ، چي دا ډله کسان هم په پنځو برخو ويشل شوي دي:

لومړۍ هغه کسان دي چي ځان ته ځواکونه او ملګري لري ، لکه سردار نورعلي خان او د شير علي خان نور زامن، د کندهار پخوانۍ والي چي له هندوستان څخه راغلۍ او سر دار محمد جانخان چي د شينوارو سره جنګيدلې وو، او اوس زماسره په در بار کي اوسيږي . د مرحوم امير شير علي خان زوي سر دار ابراهيم خان چي تر اوسه په هند کي اوسيږي خو زما سره يې د دوستۍ اړيکي سته او داسي نور.

دويمه برخه هغه کسان دي چي د محمد ايوب خان ملاتړي او اړوندان دي . چي زما تر ټولو زيات زورور رقيبان دي، او لازمه نه ده چي نومونه يې دلته راياد کړم، خو بيله څو تنو څخه نور ټولو هغه پره ايښی او ډير لږ کسان په هغو کي سته چي زما څخه واجب نه تر لاسه کوي. او دريمه برخه هغه کسان وه چي د محمد يعقوب خان پلويان وه خو اوس ما خپل ملګري کړي دي. په رښتني توګه داسي کسان ورسره نه سته چي ارزښت ولري او همدا ډول د محمد هاشم خان د يو څوتنو بيکاره کسانو پرته نور څوک نه لري. او څلورمه ډله هغه کسان دي چي دهندوستان، او د روسي تر کستان متصرفاتو ته تښتيدلې دي.

د هغوۍ يو زيات شمير نه کوم ځواک لري او نه د بيرته راګرځيدلو هيله هغه کسان ماخپله د هغوۍ د بدو کړو وړو په وجه شړلي دي. په دې ډله کسانو کي چي هر يوه د بخښني غوښتنه کړيده، مايې پر عريضه د بخښني حکم کړۍ او وطن ته را ګرځيدلي دي. او پنځمه ډله هغه کسان دي چي د نمکحرامه محمد اسحق خان تر بغاوت وروسته په ١٣٠٦ هجري کال وتښتيدل ، دهغه ورونه اوس زما سره دي خو زه يې هر وخت مراقب يم. په دي ډول زما د زوۍ د واکمنۍ لپاره سرخوږۍ نه دي پاته، او د پاچاهۍ هيڅ رقيب نه سته چي د هيواد ارامښت او واکمني ورانه کړي او يايې د خطر سره مخ کړي .

دا هم څرګنده ده چي که ډير غيرتمن او زړور کس هم د بهرنيو دولتونو له خوا وګمارل سي او دافغانستان سره مخالفت او جګړه وکړي ، په يوازۍ توګه هيڅ نه سي کولاې ؛ زه ښه پوهيږم چي سياست پوهان زما د تر بور څخه چي په خپل واک کي يې ساتلی دی څه موخي لري، د دې لپاره چي، که چيري د ګاونډيو هيوادونو دپاچاهانواو واکمنو ، غوښتني او هوسونه ونه منل سي، بيا به په وخت ګټه ځني واخلي. زما اولادونه هم بايد زما د دې تدبير او پندونو پيروې وکړي، هر څوک چي د ګاونډي هيواده را شړل کيږي بايد وساتل سي، دا ځکه چي د مخالفت پر وخت د هغوۍ تر منځ دښمني ګټه راوړي .)) ( تاج التواريخ : ص : ٢٤٣ _ ٢٤٣ )

ر. باوري

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب