پنجشنبه, اکتوبر 23, 2025
Homeخبرونههند او واشنګټن د افغانستان په اړه جدي مذاکراتو ته کېني

هند او واشنګټن د افغانستان په اړه جدي مذاکراتو ته کېني

تاند (سه شنبه د اسد ۵) هند وايي د افغانستان په اړه له امریکا سره جدي خبرې کوي.

د هند د بهرنیو چارو وزیر جي شینکر ویلي چې سبا چهارشنبه له خپل امریکایي سیال سره په نوي ډهلي کې ګوري او په دې لیدنه کې به پر مهمو مسایلو خبرې کېږي.

دده په وینا افغانستان ددې لیدنې د بحث مهمه موضوع ده او هند هڅه کوي په جدي توګه د افغانستان په هکله له امریکا سره خبرې وکړي.

تر دې وړاندې هند ویلي و چې په افغانستان کې روانه جګړه بوږنوونکې ده او نړیوالو ته په کار ده چې ددغې جګړې په ختمولو کې خپلې همکارۍ ډېرې کړي.

امریکايي رسنۍ هم وایي چې جنوبي اسیا او افغانستان د هند او امریکا د لوړپوړو چارواکو ترمنځ د بحث مهم موضوعات دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ویده یږه Sleeping Bear | عزت الله شمسزی

عامو خلکو کې یوه اصطلاح ده وایي جنت کې هرڅه شته خو د دنیا هوا په کې نه شته. په نړۍ کې رښتیا هم...