یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهجرمني: د مذاکراتو چټکولو او د جګړو په ختمولو کې هڅې ډېروو

جرمني: د مذاکراتو چټکولو او د جګړو په ختمولو کې هڅې ډېروو

تاند (سه شنبه د اسد ۵) جرمني وايي په افغانستان کې د سولې له پروسې ملاتړ کوي او د روان تاوتریخوالي مخالف دي.

د افغانستان او پاکستان لپاره د جرمني نوي ځانګړي استازي د بهرنیو چارو له وزیر محمد حنیف اتمر سره د لیدنې پر مهال ویلي چې دوی د سولې لپاره خپلو هڅو ته ادامه ورکوي.

د جرمني ډيپلومات په خبره هڅه کوي د افغان جګړې په کمولو او سولې خبرو په چټکولو کې خپل رول ادا کړي.

هغه زیاته کړې اوسنی تاوتریخوالی او ملکي مرګ ژوبله د جدي اندېښنې وړ ده چې باید ژر تر ژره کمه کړل شي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي په دې لیدنه کې د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر هم د سولې په برخه کې د نړیوالو همکاري اړینه وبلله او له المان یې وغوښتل چې خپلې مرستې ونه سپموي.

1 COMMENT

  1. کمه کړل شی دا په دی معنا چی ټول کارونه د کفارو دی ختمول یی نه غواړی او مونږ غولول شوی افغانان د ننګ، دین او غیرت په نوم ددوی لاسپوی کوو او خپل وروڼه افغانان او ګران هیواد ورانوو

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب