Homeخبرونهاقتصادي خبرونهولسمشر غني د استالف تخت هوټل پرانیست

ولسمشر غني د استالف تخت هوټل پرانیست

تاند ( چهارشنبه، د ثور ۲۹مه)  ولسمشرغني نن سهار د یو لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د کابل تخت استالف تاریخي هوټل پرانیست.

ولسمشر غني د یاد هوټل پرانیستو په مراسمو کې وویل، استالف ځانګړی ارزښت لري او له پخوا زمانو څخه تفریح ځای او د کسب و کار او حلالې روزۍ مرکز و.

هغه زیاته کړه چې د اعلیحضرت محمد ظاهر شاه د دورې د اساسي قانون مسوده هم همدلته تدوین شوې وه.

ولسمشر غني وویل موږ د جګړې ویجاړي ابادوو او زموږ په اراده کې هېڅ ډول شک نشته.

هغه د یادې ولسوالۍ د ولسونو هغه غوښتنه هم ومنله، چې د استالف ولسوالي دې په لومړۍ درجه ولسوالي بدله کړي.

د استالف تخت هوټل ودانۍ، چې د کاتبل په شمال کې په استالف و لسوالۍ کې موقعیت لري، د اعلحضرت امان الله خان د پاچهۍ په مهال جوړه شوې وه خو د تنظیمي جګړو په مهال ویجاړه شوه.

ولسمشرغني دغه راز ټینګار وکړ، چې د استالف تخت هوټل په مدیریت کې دې د دې ولسوالۍ خلکو ته واضح لومړیتوب ورکړل شي او په دې هوټل کې دې د استالف د لاسي صنایعو یو دایمي نندارتون هم جوړ شي.

په وروستیو کلونو کې د ولسمشر اشرف غني په امر د افغانستان ګڼې تاریخي ودانۍ، چې تنظیمونو ړنګې کړې وې، له سره جوړې شوې. په دغو ودانیو کې مهمې یې د دارلامان ودانۍ ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...