دوشنبه, اپریل 29, 2024
Home+د بشر د راتلونکې تاریخ (۱۸) | لیکوال: نوح هیراري

د بشر د راتلونکې تاریخ (۱۸) | لیکوال: نوح هیراري

هومیودیوس

د کتاب نوم: هومیو دیوس (د بشریت راتلونکی لنډ تاریخ)

لیکوال: یوال نوح هیراری

ژباړه: ډاکټر محمد عیسی ستانکزی

اتلسمه برخه

د جنګونه واقعیت

د (حساسیت X تجربې = پوهې ) فورمول نه یوازې زموږ عام کلتور بدل کړ بلکه له یو بل مهم شي جنګ څخه ېې زموږ درک هم بدل کړی دی. د تاریخ په زیاترو پړاونو کې که خلکو غوښتل د یوه خاص جنګ په توجیه پوه شي نو له خداي، مقدسو کتابونو، باچاهانو، حاکمانو او پادریانو ېې پوښتنه کوله. ډېرو کمو خلکو د عسکرو او نورو عامو خلکو نظر او لیدلوري ته اهمیت ورکاوه. د هومر، ویرجیل،  او شکسپیر په شان راویانو هم د امپراتورانو، جنرالانو، او وتلو اتلانو په چال چلند ډیر تمرکز کاوه. که څه هم دوي د جنګ غمیزه او ستونزې نه پټولې خو د جنګي اتلانو پر برم او پرتم به دومره ټینګار شوی ؤ چې د معمولي عسکرو د وژلو او کړاونو کیسې به نه  څرګندیدې. عام سرتیري به داسې انځور کیدل چې د یوه اتل د مثال په توګه د ګولیات له لوري ډله ډله وژل شوي وي او یا به داسې ټولی ؤ چې اتل او بریمن ډیویډ به ېې په اوږو لیږداوه.

۳۴- ژان – ژاک والټر: په ۱۶۳۱ کې د برایټین فیلډ په جګړه کې د سویډن باچا ګوسټاو اډولف

د مثال په توګه د ۱۶۳۱ کال د سپتمبر په اوولسمه د برایټن فیلډ په جګړه کې دغه پورتنی انځور وګورئ. انځور ګر ژان-ژاک والټر د سویډنی باچا ګوستاواډولف ستاینه کړې. دا هغه ورځ وه چې ده خپل پوځ بریا ته رسولی ؤ. ګوستاو اډولف د جنګ په ډګر کې په یوې غونډې انځور شوی دی ، ته وا د جنګ خداي دی. دغه تصویر داسې احساس وړاندې کوي چې باچا  د شطرنج د  لوبې په شان د جنګ مشري کوي او دعسکر و او پلیو ځواکونو د خوځولو مسولیت لري. عسکر خاصه څېره نه لري او د انځور په لرلید کې د ټکو په شان ښکاري. والټر له دې سره دلچسپي نه درلوده چې کله عسکر د جنګ ډګر ته ورځي او وژل کوي یا وژل کیږي نو څه احساس لري.  سرتیري یوازې سیاهي لشکر او بې څیرې ټکي او نښي دي.

حتي که کله یوه انځورګر د قوماندانانو او اتلانو په ځاي د جنګ په ډګر تمرکز کړی دی نو د یوه ټولي په شان ېې انځور کړي او شخصي او وګړنیزو احساساتو ته ېې پام نه دی کړی. د مثال په توګه د ۱۶۲۰ میلادي کال  په نومبر کې  د سپین غره د جنګ انځور ته پام وکړئ چې پیېترز سنایرز انځور کړی دی.

انځور په زیات شمېر کې کاتولیک سپاهیان ښيي چې په دیرش کلن جنګ کې د پروټسټانو پر خلاف بریا لمانځي. سنایرز غوښتل د ډله ییز خوځښت ، مانور او دکتارونو جزیات په انځور کې ثبت کړي. په انځور کې سړی په اسانه بیلابیلې ډلې، د هغوي وسلې، پوځي کتارونه او ستراتیژیک خوځښت کتلی شي. سنایرز د  عسکرو احساسات او تجربې نه بیانوي. دی هم د ژان-ژاک والټر په شان له یو لوړ ځایه د جنګ د بریمن باچا او خداي انځور راښيي او مخاطب ته داسې ورښيي چې جنګ په یوې لوېې ځمکې د شطرنج لوبه ده.

۳۵- پيتر سنایرز د سپين غره جګړه

که د یوه ذره بین په وسیله د سپین غره د جګړې انځور له نیژدې وګورئ پوه به شئ چې د شطرنج د لوبې په پرتله د جنګ دغه ډګر نور هم پیچلی دی. د ډګر هغه تش ځایونه چې له لرې سپین او تش ښکاري په ځیرتیا سره کتلی شئ چې د وژلو او پرزولو په مرګوني ډګر بدلیږي. د ډګر په بېلابېلو برخو کې ځینې عسکر ګورئ چې منډې وهي، او یا ډزې کوي او یا هم د خپلو نیزو په څوکو د دښمن مړي وهي خو دغه برخې د انځور د پورتنیو بریمنو برخو په ښودلو سره بې مانا کیږي. کله چې ګورو د توپ په یوې مرمۍ د پروټستانو په لیکو کې یو عسکر مري دا د یوې سترې بریا نښه ګڼل کیږي او د عکسر وژل له کفري پاڅون سره د هغه د یوځاي کیدا سزا ده. خو که کوم عکسر په کاټولیکه جبهه کې جنګیږي د هغه مړینه د یوه ستر هدف لپاره قرباني او اتلولي ده. د انځور په پورتنۍ برخه کې پرښتې انځور شوي چې د جنګ په ډګر الوت کوي. هغوي له ځان سره یو شعار لیږدوي چې په لاتینه ژبه دی او پکې لیکل شوي په جنګ کې څه پیښ شول او ولې دا جنګ مهم دی. پیغام دا دی چې خداي له دویم فرډیناند سره مرسته وکړه چې د ۱۶۲۰ میلادي کال د نومبر په اتمه دښمن مات کړي.

 په زرګونو کلونو کې چې کله خلکو د جنګ تصویرونه او انځورونه کتل دوي پکې یوازې باچاهان، جنرالان، امپراتوران او لوي لوي اتلان لیدل. خو په وروستیو دوسوو کلونو کې باچاهان، جنرلان او اتلان څنګته شوي دي او پر عام عسکر او د هغه په احساساتو تمرکز زیات شوی دی. د مثال په توګه «له لویدیځّې جبهې کوم خبر نه شته» ناول او یا د پلاټون په نامه جنګي فیلم د یوه کمزوري ځوان د کرکټر په انځورولو سره پيل کیږي چې د نړۍ او ځان په هکله په ډېرو لږو خبرو پوهېږي خو د هیلو، خیالونو او شکونو یو ستر پیټی له ځان سره لیږدوي. هغه جنګ ته د باطل په وړاندې د حق د جنګ په سترګه ګوري او جنرال ورته یو نابغه ښکاري. له دې وروسته چې څو اونۍ ریښتونی جنګ ګوري، او د وینو، خټو او د مرګ بوي احساسوي خیالات او وهمونه ېې یو په بل پسې له منځه ځي که دغه کمزوری ځوان ژوندی پاتې شو نو د جنګ له ډګره به د یوه تکړه او هوښیار سړي په شان ووځي او بیا به وايي په ډېرو کلیشه ای خبرو لکه د ښوونکو شعارونو او د فیلم جوړونکو او سیاستوالانو  په ایډیالونو او خبرو باور مه کوئ.

په متناقضه توګه ګورو چې د دغو پیښو بهیر دومره اغیز پریښی دی چې نن سبا  په ځلونو د ښوونکو، فیلم جوړونکو، او سیاستوالانو له لوري ویل کیږي چې جنګ هغسې نه دی چې په فیلمونو کې ښودل کیږي. دغه راز د هالیوود مشهور فلمونه لکه «نن قیامت»، «وسپنیزواسکټ»، او د «هاک ډاون بلاک» فیلمونه د جنګ ناخوالې راپه ګوته کوي.  د جنګ په هکله په ننیو فیلمونو، شعرونو او نثرونو کې ګورو چې عادي عسکر او د هغه احساسات ځانګړی ځاي لري او په دې ډول نور هڅوي چې هغوي ته درناوی وکړي او درک ېې کړي. تر دې حده چې په ټوکو ویل کیږي چې« د ویټنام په جنګ کې څو تنه ګډونک ونکي عسکر پکار دي چې د بریښنا یو بلپ یا ګروپ بدل کړي؟» «ته په هیڅ هم نه پوهیږې ځکه چې هلته نه وې؟».۶

انځورګران هم پر اس سپرو جنرالانو او د سپاهیانو ستراتیژیکو کتارونو ته پام نه کوي. اوس دوي هڅه کوي هغه څه انځور کړي چې عام عسکر ېې احساسوي. د سپین غره د جنګ د تابلو شعار ته یو ځل بیا ځیر شئ. بیا دغه دوه نورې تابلوګانې وګورئ چې په  په نولسمه پيړۍ کې د جنګ په شهکار تابلوګانو کې راځي. د «اوتوډیکس» په لاس انځور شوې تابلو «جنګ» اود«Thomas Lea» توماس لي تابلو «The Two Thousand Yard Stare» (دا یو عبارت دی چې هغو خلکو ته کارول کیږي چې تمرکز نه لري او له احساسي پلوه پردي شوي وي، هغه کسان چې له روحي شاک سره مخامخ وي.ژباړن)

ډیکس په لومړی نړیواله جګړه کې د جرمني د پوځ جګړن ؤ او توماس لیي  په ۱۹۴۴ کال کې په پیلیلیو ټاپو کې د جګړې له ډګره د لایف مجلې لپاره راپورونه برابرول. سناییر او ډیکس جنګ ته د یوې پوځي او سیاسي ښکارندې په سترګه کتل او دوي غوښتل موږ پوه شو په یوه خاص پوځ کې څه تېرېدل. ډیکس او لیي برعکس جنګ ته په احساسي او عاطفي نظر کتل او غوښتل ېې موږ ته راوښيي چې په جنګ کې د یوه عسکر احساس څه ډول وي. دوي د جنرال او یا کوم بل اتل پروا نه کوله او د یوې خاصې ډلې پر ستراتیژۍ او مانورو ېې تمرکز نه درلود. د ډیکس انځور شوی عسکر چې په هرځاي  کې وي توپیر نه کوي که هغه په «ویرډون»  کې وي یا په «ایبریس» او یا په «سومه» کې هیڅ توپیر نه لري ځکه چې د جنګ اور چې هرځاي بل شي دوزخ دی.

د توماس لیي عسکر په تصادفي توګه د پیلیلیو په جګړه کې امریکايي عسکر ؤ خو ممکن دوه زره مرګونې شیبې  په «ایو جیما» سیمه کې د یوه چاپاني او په ستالینګراد کې د یوه جرمني او په دون چرچ کې د یوه بریټانوي عسکر  په څیره کې  وګورئ . د لیې او ډیکس په انځورونه  کې  د جنګ مانا د الهي احکامو ښودل او یا د تکتیکي حرکتونو انځورول نه دي. که غواړئ جنګ درک کړئ د غونډۍ پر سر جنرال او په اسمانونو کې پرښتو ته مه ګورئ بلکه د یوه عادي انسان څیرې او سترګو ته ځیر شئ.

د لیي په انځور کې د ترهیدلي عسکر پرانیستي سترګې د شوک او رواني  ستونزو تر څنګ د جنګ د وحشتونو  او واقعیتونو په لور یوه دریڅه هم انځوروي.

د ډیکس په انځور کې واقعیت دومره له زغمه وتلی دی چې یوه څنډه ېې باید د ګازو د ماسک تر شاه پټ شي. دلته کومه پرښته نه شته چې د جنګ په ډګر الوت وکړي، یوازې وروست مړی چې په یوه لرګي ځوړند دی او د شهادت ګوته ېې د جنګ د ډګر په لور په نښه کړې ده.

۳۶- اوتو ډیکس: جګړه (۱۹۲۹- ۳۲)
۳۷- تام لېی: That 2,000 Yard Stare (۱۹۴۴)

د ډیکس او لېي په شان هنرمنانو د جنګ د ډګر دودیز ترتیب او سلسله مراتب له منځه یوړل. په شلمې پیړۍ کې هم جګړه د پخوانیو وختونو شان ویروونکې وه خو  پخوانیو انځورګرانو ویروونکې او بوږنوونکې تجربې په یوې لوېې پردې یا زمینې کې ځاي کړي چې ټولو ته مثبته مانا ورکوي. جنګ د ځمکې پر سر دوزخ دی خو دا جنت ته د تګ یوه لاره هم وه. یو کاتولیک عسکر چې د سپین غره په جګړه کې جنګیده له ځان سره ویلی شواي«سمه ده چې زه کړیږم خو پاپ او امپراتور وايي چې موږ د یوه سپیڅلي هدف لپاره جنګیږو نو دغه کړاو او عذاب مانا پیدا کوي او ارزښت لري.» اتو ډیکس اپوټه او متضاد منطق کارولی دی. هغه شخصي تجربې د مانا سرچینه ګڼلې ده نو هغه داسې فکر کوي « زه ځوریږم او کړیږم ، دا ډیره سخته او بده ده . دا په دې مانا ده چې ټول جنګ بد دی نو که امپراتوران او یا پاپان د جنګ پرېکړه کوي دا لویه تېروتنه ده.»۷

په بشرپالنه یا هیومانیزم کې ویش

تر دې ځایه موږ پر هیومانیزم داسې خبرې وکړې چې ته وا یو کوټلی او له ټولو اړخونو پوره نړی لید دی. په حقیقت کې هیومانیزم هم په هغه برخلیک اخته شوی دی په کوم برخلیک چې د مسیحیت او بودیزم په شان نور دینونه اخته شوي دي. په دې مانا چې کله دود او پراخ شو په بېلابېلو ډلو وویشل شو. ټولې بشرپالې ډلې او لوري باوري دي چې  انساني تجربه  د مانا او قدرت اصلي سرچینه ده خو هر یو انساني تجربه په بېلابېلو ډولونو تعبیروي.

انسانپالنه په دریو اصلي څانګو ویشل شوې ده. لومړنۍ او دودیزه څانګه وايي چې هر انسان ځانګړی فرد او خاص دی چې خپل ځانګړی باطنی غږ او خاصې تجربې لري او بیا نه شي تکراریداي. هر انسان د رڼا یوه ځانګړې سرچینه ده چې په خپل خاص نړۍ لید له یوې ځانګړې زاویې نړۍ ته روښنايي وربخښي او کهکشانونو ته رنګ او مانا ورکوي. له همدې امله باید موږ هر انسان ته فردي ازادۍ ورکړو چې له خپل باطني غږ«وجدان» او ضمیره پيروي وکړي، نړۍ تجربه کړي او خپل باطني حقیقت چې څرنګه دی همغسې ېې بیان کړي. په سیاست، اقتصاد، هنر او نورو برخو کې باید د حکومت او دین له غوښتنو د یوه فرد غوښتنې مهمې وي. چې یو کس څومره ډیره ازادي ولري هومره به نړۍ ښایسته، بډایه، او له مانا ډکه وي. پر ازادۍ دغه ټینګار د دې سبب کیږي چې دودیز هیومانیزم د لیبرال هیومانیزم په نامه وپیژندل شي په ساده ډول ېې لیبرالیزم بللی شو.*

همدغه لیبرال سیاستوالان دي چې وايي رایه ورکوونکی تر هرچا ډیر پوهیږی. لیبرال هنر هم وايي چې ښکلا د لیدونکي په سترګو کې ده. لیبرال اقتصادي ادعا کوي چې مشتري تل په حقه دی. همدغه لیبرال اخلاق وايي چې هر هغه کار ترسره کړه چې ښه احساس درکوي. همدغه لیبرال تعلیمي سیستم رازده کوي چې په خپله فکر وکړو ځکه چې موږ باید ټول ځوابونه په خپله او په خپل وجود کې پيدا کړو.

کله چې لیبرالیزم پراخ ټولنیز موقعیت او پراخ ولسي ملاتړ پيدا کړ نو هیومانیزم به اتلسمه او نولسمه پیړۍ کې په دو څانګو وویشل شو: سوسیالیستي هیومانیزم چې په پراخه پیمانه سوسیالیستي خوځښتونه پکې شامل دي او بل تکاملي هیومانیزم شو چې نازیزم ېې ممکن وتلې بیګله وبلل شي. دواړه لوري په دې خبره یوه خوله دي چې انساني تجربې د اقتدار او مانا لپاره مهمه سرچینه ده. یو هم په اسماني قدرتونو او یا د خداي د قانون په کتابونو باور نه لري. د مثال په توګه که تاسو له کارل مارکس څخه پوښتنه کړې واي چې دې کې څه ستونزه ده چې یو دیارلس یا څوارلس کلن ماشوم دې دولس ساعته له لوګیو په یو ډکې فابریکې کې کار وکړي نو هغه به په ځواب کې ویلي واي چې دغه ماشوم به ناروغه شي او ناسم احساس ورته پيدا کیږي. موږ به د زبيښاک، ظلم او بې عدالتۍ مخه نیسو البته د دې لپاره نه چې خداي ویلي دي بلکه د دې لپاره چې دا چاره انسان نه شي نیکمرغه کولی.

سوسیالیستي او تکاملي  هیومانیزم دواړه دا خبره کوي چې د انساني تجربې دغه لیبرال اخیستون ځینې کمزورتیاوې هم لري. لیبرالان باوري دي چې انساني تجربه یوه فردي یا وګړنیزه ښکارنده ده او په نړۍ کې ډیر وګړي اوسي چې بیلابیل احساسات او متضادې غوښتنې اوهیلې لري. نو که ټولې ماناوې او اقتدار له فردي تجربو راځي نو څرنګه ممکنه ده د ستونزو په وخت  دغو ټولو متضادو هیلو او غوښتنو ته پام وشي او ستونزې اوارې شي؟

د ۲۰۱۵ کال د نومبر په اوولسمه نیټه د جرمني صدراعظمه انګلامرکل له یوې فلسطینۍ مهاجرې سره چې په لبنان کې اوسیده مخامخ شوه. کورنۍ ېې په جرمني کې د پناه اخیستو وړاندیز کړی ؤ خو وړاندیز ېې رد شوی او له جرمني د ایستلو له خطرې سره مخامخ وو. دې نجلۍ چې ریم نومیده مرکل ته په روانه جرمني ژبه وویل: «دا ډیره سخته ده چې ګورې نور خلک له ژونده خوند اخلي خو ته هیڅ هم نه شې کولی. زه نه پوهیږم زما راتلونکی به څنګه وي.» مرکل ځواب ورکړ: « سیاست پیچلی دی» او بیا ېې توضیح ورکړه چې په لبنان کې په زرګونو فلسطیني مهاجر ژوند کوي او جرمني ټول د مهاجرو په توګه نه شي منلی.  ریم د دغه پوخ ځواب په اوریدا سره حیرانه پاتې وه او په ژړا شوه. خو مرکل چې په خپل دریځ ولاړه وه نجلۍ ېې په ملا وټپوله. ډېرو کسانو په مرکل نیوکه وکړه چې بې احساسه او سړه وه. د دې لپاره چې مرکل نیوکو ته ځواب ووايي نو ریم او کورنۍ ته ېې د مهاجرت اسناد ورکړل. څو میاشتې وروسته مرکل د جرمني دروازې لږ نورې هم خلاصې کړې او د زرګونو نورو مهاجرو د راتللو هرکلی ېې وکړ. خو دا امکان نه لري چې ټول مهاجر ومني، ژر به له نیوکو سره مخامخ شي چې له حده زیاته مهربانه ده او د مهاجرو مخه نه شي نیولی. ډیری جرمني میندې او پلرونه اندیښمن شول چې د مرکل دغه نرمښت ممکن د دوي د ماشومانو د ژوند په ستندرودونو به منفي اغیز وکړي او یا ښايي جرمني د اسلامي کیدا له سختې څپې سره مخامخ شی. دوي ولې باید خپل او د خپلو بچیانو ژوند له خطر سره مخامخ کړي هغه هم یوازې د دې لپاره چې له پردیو سره مرسته وشي. له داسې کسانو سره چې ممکن په لیبرالیزم سره هیڅ باور او ورسره دلچسپي هم ونه لري؟

په دې کیسه کې ټول لوري سخت احساسات لري. څنګه ممکنه ده د دغو دو متضادو غوښتنو یعنې له مهاجرو د ویرې له امله د جرمنیانو د ناخوښ احساس او د مظلومو مهاجرو د حیرانتیا او پریشانۍ ترمنځ ستونزه اواره کړو؟ ۸

لیبرالان تل د دغسې متناقضو مسلو په هکله بحثونه کوي او چورت پکې وهي. حتي په خپله د لاک، جیفرسن، میل او د هغوي د ملګرو اثارو هم په دې هکله اسانه او چټکه حل لاره نه ده موندلې. په دې برخه کې ډیموکراټیک انتخابات هم ګټه نه لري. ځکه بیا به پوښتنه پيدا کیږي چې څوک باید په دغسې ټولپوښتنه کې برخه اخلي؟ ایا یوازې جرمن ښاریځ که په میلیونونه اسیايي مهاجر چې جرمني ته د راتګ هیله لري؟ ولې باید د خلکو د یوې ډلې احساسات او غوښتنې تر بلې ډلې مهمې وي؟

په همدې ډول نا شونې ده چې د عربو او اسرائیلو کشاله دې اواره شي. دا امکان نه لري چې اته میلیونه اسرئیلیان په یوې خوا کې او د عربو هیوادونو ۳۵۰ میلیونه وګړي په مقابل لوري کې په دې کشالې ټولپوښتنه وکړي. که دغسې ټولپوښتنه وشي د دیموکراسۍ د اصولو په اساس باید اسرائیل د دغو انتخاباتو نتیجې ومني. خلک هغه وخت دیموکراټیکو انتخاباتو ته ځان ژمن ګڼي چې په ګډو بنسټونو ولاړوي. که د نورو رایي ورکوونکو تجربه او احساس زما لپاره پردۍ او د درک وړ نه وي او زه په دې باور واوسم چې دوي زما احساسات نه شي درک کولی او یا زما حیاتي ګټو او دلچسپیو ته پام نه کوي، او که د دغو انتخاباتو نتیجه ما په لږه کيو کې راولي نو بیا هیڅ دلیل نه ګورم چې دغه نتیجې ومنم. دیموکراټیک انتخابات معمولاً په هغو پرګنو کې کارندوالی لري چې له مخکې په ګډو بنسټونو کې شریکان وي د مثال په توګه په دیني عقیدو او ملي اسطورو کې شریکان وي. ډیموکراسي او انتخابات داسې وسیله ده چې په داسې پرګنو کې ستونزه او کشاله اورولی شي چې له اره په اساسي او بنسټیزو مسلو کې سره شریکان وي.

له همدې امله لیبرالیزم په ډېرو برخو کې په یوې قبیلې یا ټولي پورې اړوند وي چې پخوانۍ ګډې ریشې یا جرړې لري. نن سبا زیاتره نیشنلیسټي او لیبرالیسټي ضد ځواکونه سره یوه خوله دي خو په نولسمې پیړۍ کې نشنلیزم له لیبرالیزم سره نیژدې اړیکې درلودې. لیبرالان د بشریت د ځانګړو تجربو درناوی کوي. هر انسان خپل خاص ا حساسات، سلیقې، هوسونه او چال چلند لري او تر هغه چې بل چاته ېې تاوان ونه رسیږي په خپلو افکارو او بیان کې ازاد دی. د «جیوزیپې مازیني» په شان د نولسمې پيړۍ نشنلیسټانو هم په همدې ډول د ملتونو د فردي او خاصو ځانګړنو درناوی کاوه. دوي به ټینګار کاوه چې ډیرې انساني تجربې مشترکې دي. ته یوازې د پولکا نڅا نه شې کولی، ته په یوازې ځان جرمني ژبه نه جوړولی او نه هم پاللی شې. هر ملت د خپلو خلکو لپاره ځانګړې تجربې وړاندې کوي او د کلماتو، نڅاوو، خوړو او څښلو په مرسته په خپلو خلکو کې د حساسیت خاص ډولونه روزي.

د مازیني په شان لیبرال نشنلیسټانو غوښتل دغه خاصې ځانګړنې د افراطي واکمنانو او امپراتورانو له تاوانه خوندي وساتي او غوښتل ېې د ځان لپاره یوه سوله ییزه ملي ټولنه ولري چېرته چې ټول پکې ازاد وي او له دې پرته چې خپل ګاونډي ته تاوان ورسوي ټول خپله فکري او د بیان ازادي ولري. دا لاهم د اروپايي اتحاديې رسمي ایډیالوژي ده. دغه اتحادیه په خپل اساسي قانون کې چې په ۲۰۰۴ کال کې ېې بشپړ کړی دی وايي چې اروپا په کلتوري تنوع کې مخکښه ده. او یا دا چې وايي د اروپا مختلف ولسونه په خپل ملي هویت ویاړي. د جرمن ملت د ځانګړو ګډو ارزښتونود ساتلو لپاره حتي لیبرال جرمنیان دې ته اړ شول چې د مهاجرت په وړاندې ودریږي.

 له نشنلیزم سره اتحاد په طبیعي توګه ټولې سختې ستونزې حل نه کړاي شوې بلکه برعکس یو لړ نورې پیچلتیاوې ېې رامنځته کړې. څه ډول ممکنه ده د ګډو تجربو او وګړنیزو تجربو ارزښتونه سره پرتله کړو؟ د پولکا د نڅا، د جرمنی د ساسیج  او جرمني ژبې د ساتلو په شان ارزښتونه د مرګ او لوږې منګولو ته د میلیونونو مهاجرو پریښودل توجیه کولی شي؟ او که د ملتونو ترمنځ د ملي هویت د ستاینې پر سر شخړې رامنځته شي څه به پيښ شي؟ همغه ډول چې په ۱۹۳۳ کال کې په جرمني کې، په ۱۸۶۱ کال کې په امریکا کې، ۱۹۳۶ کال کې په اسپانیا کې او په ۲۰۱۱ کال کې په مصر کې رامنځته شوې؟ په دغسې حالت کې د دیموکراټیکو انتخاباتو تر سره کول د ستونزې د اواري نسخه نه شي کیدلی، ځکه چې ښکیلې خواوې ېې نتیجو ته د درناوي په خاطر کوم دلیل نه ویني.

وروستۍ خو مهمه خبره دا ده چې  کله چې تاسو خپله دودیزه او ملي پولکا نڅا کوئ نو دا به دې باور ته چې ستاسو  ملت له نورو ملتونو توپیر لري یوه وړوکی خو مهم ګام ورنیژدې کړي. د اتلسمې پيړۍ لیبرال نشنلیسټانو د هابسبورګ او تزار له امبراتورویو غوښتل چې د جرمنیانو، ایټالیاوالو، پولندیانو او سلوانیاوالو ځانګړې تجربې او دودونه په رسمیت وپيژني. د نولسمې پیړۍ  افراطي نشنلیزم بیا  د ځمکو  نیولو او د ټاټوبي پراخولو ته مخه کړه او او هغه کسان ېې په کمپونو کې بندیان کړل چې د دوي په شان نه نڅیدل.

سوسیالیستي هیومانیزم بیخي بله لاره کچ کړه. سوسیالیسټان پر لیبرالانو نیوکې کوي چې د پرګنیزې تجربې په ځاي په وګړنیزې یا فردي تجربې تمرکز کوي. دا سمه ده چې انساني تجربه د هر مانا او اقتدار سرچینه ده خو په نړۍ  میلیونونه انسانان ژوند کوي چې ټول  زما غوندي دي او یو شان ارزښت لري. په داسې حال کې چې لیبرالیزم د یو وګړي باطن ته پام کوي او ادعا کوي چې زه او زما ملت ځانګړی دی. سوسیالیزم بیا ټینګار لري چې پر ځان پام او تمرکز ختم کړه او پر ځاي ېې دا علاقه پيدا کړه چې نور څه احساس لري او زما اقدامات څه ډول د نورو پر تجربو اغیز لري. که ملي توپيرونه په رسیمت وپیژندل شي نو نړیواله سوله نه شي راتلاي  بلکه د نړۍ د ټولو کارګرانو په یووالي سره دغه چاره شونې ده. دغه راز ټولنیزانډول په دې نه شي رامنځته کیداي چې پر ځان مینان شو او د وګړنیز باطن په ژورو کې ېې ولټوو بلکه  له ډله اییزو تجربو او اړتیاوو د یوه فرد په پيرویۍ او دغه راز پر وګړنیزو غوښتنو ډله ییزو غوښتنو ته په لومړیتوب ورکولو سره رامنځته کیداي شي.

د یوه لیبرال ځواب به دا وي چې یو کس  په خپلې باطني نړۍ کې په لټون سره په ځان کې له نورو سره د خواخوږۍ او د هغوي د  درک کولو وړتیا زیاتولی شي. خو لینن او مائو دغه دلیل رد کړی دی. هغوي به درته ویلي واي وګړنیز باطني لټون د یوه بورژوا د ځانمنمۍ یا خود خواهۍ باطني غږ دی او کله چې زه له خپل باطن سره اړیکه نیسم نو غالبن د کپیټالیزم په جال کې نښلم. زما اوسنی سیاسي نظر، دا چې کوم شی خوښوم او له کوم شي بیزاره یم، زما ساعت تیري او غوښتنې،  او زما اراده زما د صادقانه باطن او ضمیر انعکاس نه دی بلکه زما د چاپریال او ټولنې او دغه راز زما د روزلو هنداره ده او دغه چاره بیا په خپل وار زما د ټولنیز، پرګنیز او روزنیز موقعیت او مقام اغیز منلی دی. له زېږېدا سره سم د شتمن او بې وزلي ماغزه وینځل کیږي. شتمنو دا زده کړي وي چې بې وزلو ته پام ونه کړي او بې وزلي هم روزل شوي دي چې پر خپلو واقعي ګټو سترګې پټې کړي. پر خپل باطن تمرکز او ارواپوهنه هم هیڅ ګټه نه لري ځکه چې اروا پوه هم د کپیټالیستي سیستم په چوپړ کې دی. پر ځان فکر کول یا پر خپل باطن تمرکز ممکن د ځان له پوهیدا ما نور هم لرې کړی ځکه چې شخصي پریکړې ډیرې لوړې او ټولنیز شرایط او موقعیت ډیر ټیټ دی. که زه شتمن یم و په غالب ګمان داسې نتیجه اخلم چې دا زما د لیاقت او سم انتخاب نتیجه ده. که زه بې وزله یم نو ما به کومه غلطي کړي وي. که زه په ډپرشن اخته یم ښايي یو لیبرال ارواپوه زما مور او پلار ملامته کړي او ما به وهڅوي چې په ژوند کې نوی هدفونه وټاکم که زه ووایم چې زه ښايي له دې امله په ډپرشن اخته یم چې کپیټالیسټانو له ما ناسمه ګټه پورته کړې، اویا دا چې دغه ټولینز سیسټم چې زه پکې ژوند د دې مخه نیولې چې زه خپلو هدفونو ته ونه رسیږم . نو ارواپوه به راته وايي چې زه د خپلې مور نا حل شوې ستونزې اوس رابرسیره کوم او ملامتي په کپیټالیزم اچوم او یا  د خپلو باطني ستونزو ملامتي د ټولنیز سیسټم په غاړه اچوم.

خو سوسیالیزم  باوري دی چې د دې په ځاي چې زه د خپلې مور،  د خپلو احساساتو او رواني عقدو په هکله په خبرو وخت تیروم غوره به دا وي له ځانه پوښتنه وکړم چې زما په هیواد کې د تولیدي وسایلو خاوند څوک دی؟ مهم صادرات او واردات کوم دي؟ د واکمن سیاست او نړیوالو بانکونو تر منځ څه ډول اړیکه شته؟ نو زه چې کله واکمن اقتصادي او ټولنیز نظام درک کړم او پرې پوه شم او چې کله د نورو انسانانو پر تجربو ځان پوه کړم بیا به ایله زه پوه شم چې څه ډول احساس لرم او بیا به مې سر خلاص شي چې یوازې په مشترک او ګډ اقدام سره سیسټم بدلولی شو. خو څوک به د ټولو انسانانو تجربې په پام کې ونیسي او په عادلانه توګه ېې له یو او بل سره تول او ترازو کړي؟

له همدې امله سوسیالیسټان د وګړنیزو او فردي تجربو وړاندیز نه کوی او مشوره ورکوي چې پیاوړې اتحادیې، حزبونه او کوپراتیفونه جوړ شي چې هدف به ېې موږ ته د دې نړۍ تفسیر او ترجماني وي. په لیبرال دیموکراسۍ کې رايه اچووونکي ترټولو ښه پوهېږي او په لیبرال اقتصاد کې دا مشتري یا ګاګ دی چې په حقه دی او تل سم وايي. په سوسیالیسټي سیاست کې دا احزاب دي چې تر ټولو ښه پوهېږي او په سوسیالیستي اقتصاد کې اتحادیې او کوپراتیفونه تل په حقه وي.  د مانا او اقتدار سرچینه لا هم انساني تجربې وي دواړه اتحادېې او حزبونه له انسانانو جوړ دي او زیار باسي چې د انسان ستونزې کمې کړي خو فرد او یوګړی باید خپلو ا حساساتو او تجربو ته نه بلکه حزب او یا کوپراتیف ته غوږ ونیسي.

تکاملي هیومانیزم د متناقضو انساني تجربو له امله را منځته شویو ستونزو ته  بله حل لاره وړاندې کوي او وايی د متناقضو تجربو د نفي کولو په ځاي غوره ده هغه وهڅوو. د ډاروین د تکاملي تیورۍ په بنسټ ستونزې باید نفي نه شي بلکه چکچکې  ورته ووهل شي.  تناقض او اختلاف د  طبیعي غوراوي  خام او اومه مواد دي چې تکامل ته وده ورکوي. ځینې انسانان له ځینو نورو ښه او تکړه دي نو کله چې د دوي تجربې له یو بل سره مخامخ کیږي نو طبیعي خبره ده چې تر ټولو غوره او مناسب کسان کمزوري له ډګره باسي.

همغه منطق چې انسان مجبوره کوي چې وحشي لیوان له منځه یوسي او په بې رحمۍ سره له خوارو پسونو ګټه پورته کړي، انسان ته دغه دنده هم سپاري چې ټیټ اوبیکاره انسان له ډګره وباسي . نو که اروپایان پر افریقاییانو واکمنان شی، او یا چالاکه سوداګر لودګان او احمقان له دیوالیه کیدا سره مخامخ کړي یو مثبت او سم کار ېې کړی دی. که موږ د تکامل د تیورۍ پيروي وکړو نو بشر به ورو ورو پياوړی شي او په دې ډول به ورو ورو سوپر انسان رامنځته شي. د ځیرک انسان  په رامنځته کېدا سره تکامل نه دریږي او دا یوه اوږده لار ده. که اوس موږ د بشري حقوقو او انساني مساواتو په نامه د تکړه انسانانو مخه ونیسو نو د غوره یا سوپر انسان مخه به مو نیولي دي او پر دې سر بیره ممکن د هیوموساپینس یا اوسني انسان د انقراض لپاره زمینه برابره کړو. دغه تکړه انسانان څوک دي چې د سوپر انسان د جوړیدا په لور درومي؟ دا ممکن یو واحد نژاد وي، د یوه توکم خاصه څانګه او یا ممکن یوه ډله خاص نابغه انسانان وي.  هرڅوک چې وي خو هغوي به له دې امله تر نورو غوره او تکړه وي چې ښه وړتیا او استعدادونه به لري، په نوي علم او ټیکنالوجۍ کې به له نورو مخکې وي، په پرمختللې او شتمنې ټولنې کې به ژوند کوي او تر نورو په ښه هنري اثار وړاندې کوي. که فردي تجربو ته راشو طبعیي خبره ده چې د یوه انشټاین یا بتهوون تجربې به تر یوه نشه ای او تنبل سړي غوره وي او دا به بې انصافي وي چې دغسې دوه انسانان سره ورته وبلل شي. او په همدې ډول یو خاص ملت به تل په پرمختګ او ترقۍ کې تر نورو مخکې وي او تل به د انساني پرمختګ سرلاری وي نو باید دغه ملت تر نورو ملتونو لوړ وي، تر هغه ملتونو چې کم زیار باسي او انساني تکامل او پرمختګ ته ېې هیڅ هم نه وي کړي. نو دې مسلې ته په پام سره د لیبرال انځورګر اوتو ډیکس د نظر په اپوټه  تکاملي او یا افراطي  هیومانیسټان باوري دي چې له جنګه انساني تجربه ارزښتمنه او حتي اړینه ده. د دریم سړي « The Third Man» فلم د ویانا په ښار کې کې هغه وخت جوړ شو چې دویمه نړیواله جګړه خلاصه شوې وه. د فلم اصلي کرکټر هیري لایم د جنګ په هکله وايي: « له ټولو خبرو سره سره ډیر بد هم نه ؤ… په ایټالیا کې د بورګیا په زمانه کې دیرش کاله جنګ، ترهه، وژلې، او د وینو ویالې روانې وي خو له دې سره سره میکلانژ، لیونارډو ډاوینچي، او رنسانس پکې وزیږیدل او تولیدات ېې درلودل. په سویس کې پنځه سوه کاله ورورګلوي او مینه او دیموکراسي او سوله واکمنه وه خو دوي څه شی تولید کړي دي؟ یوازې د مرغۍ ساعت.» لایم په دغه استدلال کې ډیرې غلطۍ درلودې. سویس په پخوا وختونو کې د اروپا تر ټولو خونړۍ سیمه وه، تر ټولو مهم صادرات ېې اجیر عسکر او حرفه ای قاتلان وو، د مرغۍ ساعت هم د لومړي ځل لپاره په جرمني کې جوړ شو. خو دغه واقعیتونه د هغه د نظر په پرتله لږ اهمیت لري. د هغه نظر دا ؤ چې د جنګ تجربه انسان نویو بریاو ته رسوي. جنګ د دې سبب کیږي چې طبیعي انتخاب  نور هم ازاد  شي او کمزوري له ډګره لرې کړي او یرغلګر او د ځانځاني فکر خاوند انسان ته انعام ورکړي. جنګ د ژوند په هکله واقعیتونه بر سیره کوي او د قدرت، اقتدار او فتحې مینه او شوق زیاتوي. نیچه دغه خبره په دې جمله کې لنډه کړې چې وايي:« جنګ د ژوند ښوونځی دی. او دغه راز وايي هغه څه چې زما ژوند نه اخلي ما نور هم پياوړی کوي.

بریټانوی ډګرمن هینري جونز دې ته ورته خبره کړې ده. د لومړۍ نړیوالې جګړې په لودیځو مورچلونو کې له وژل کیدا درې ورځې مخکې ۲۱ کلن جونز خپل ورور ته یو لیک واستاوه او په لیک کې ېې د جنګ په هکله خپلې تجربې داسې کښلې وي:

کله دې په دې حقیقت فکر کړی دی چې جنګ له ټولو وحشتونو سره سره چې لري ېې یو ستر شی دی؟ هدف مې دا دی چې انسان په جنګ کې له حقیقتونو سره مخامخ دریږي. حماقت، ځان غوښتنه، تجمل اولوکسیت او د ژوند په دې تشریفاتي او نمایش دودونو کې  نور ډیر معمولي شیان چې د نړۍ نوي سلنه خلک ېې بوخت ساتلي دي خپل ځاي د جنګ  په ډګر کې داسې وحشت ته پریږدي چې که نور نه وي ډیر صادقانه او ریښتونی دی. دغه مسله درته داسې انځور کړه چې هرڅوک خپل وړوکی ژوند لري چې په وړو مسلو کې ډوب او د خپلې سوکالۍ لپاره اندیښنه لري. دوي د پیسو او شتمنیو په شان په وړو شیانو فکر کوي. دا داسې ده لکه چې یوازې د ځان لپاره ژوند کوې. یوازې د یوه ساده ژوند لپاره دا څومره ټیټ او بیکاره ژوند دی! له بلې خوا که ته په جنګ کې ووژل شوې یوازې له هغه څه  او هغه تاریخ سره یو ځاي کیږي چې جنګ له ځان سره په دې څو کلونو کې راوړي دي او ته په دې ځان خوشالولی شې چې یقین لرې چې په داسې یو لوري روان ېې او وژل کیږي چې له خپل هیواد سره مرسته کوې. ته په حقیقت کې د یوه ایډیال لپاره ژوند کوې داسې څه چې په عادي ژوند کې ېې فکر نه کوم ترسره کړاي شې.  ورځنی ژوند د تشریفاتو ، ځان غوښتنې او د تاوان او ګټې په بنسټ ولاړ دی. که ته غواړې له دې ژوند سره غږمله شې ځان له ککړتیا نه شې ژغورلی. زه په خپله ډیر ځله خوشاله شم چې له جګړې سره مخ شوم جنګ په دې پوه کړم چې ژوند څومره وړوکی او کوچنی دی. زه فکر کوم جنګ هرچا ته دغه زمینه برابره کړې ده چې ځان راپورته کړي او زه به داسې ووایم چې له ځان غوښتنې او یا له خپل پوټکي را بهر شي. (…) په خپل ګمان لږ تر لږه زه ویلی شم چې کله مې هم په خپل ژوند کې داسې احساس نه دی کړی چې تر یو نوي اقدام یا اکشن مخکې ېې لرم داسې لکه چې همدا اوس په اپریل کې مې تجربه وکړه. له دې څپې او اقدام مخکې د دیرش دقیقو خوشالي او هیجان په دې دنیا کې له بل هرڅه سره توپیر لري.۹

وتلي خبریال مارک باوډن په خپل مشهور کتاب «بلک هاوک ډاون» کې  په موګادیشو کې په ۱۹۹۳ میلادي کال د یوه امریکايي عسکر شاون نیلسن د جنګ تجربې په ورته ډول لیکلي دي:

دا سخته وه چې د هغه احساس تفسیر او بیان کړې (…) داسې وه لکه چې وحي ورته شوي وي. هغه کله هم له ژوند کولو دغسې خوند نه ؤ اخیستی لکه چې له مرګ مخکې ېې واخیست. د ژوند په څو لنډو شیبو کې هغه د مرګ چټک خوځښت احساس کړ، داسې لکه چې یو ګاډی ېې له څنګه دومره چټک تیریږي چې تصور ېې هم نه شې کولی او د سترګو په رپ کې له ټکره بچ کیږي. نن هغه داسې یو احساس درلود، مرګ ورته دومره نیژدې ؤ چې باد ېې په مخ لګیده… په څه کم درې ساعته کې شیبه په شیبه ورته لنډیده… یوه غوغا او شور ؤ (…) له فزیکي او روحي پلوه په پوره هوښیارۍ کې ؤ… په دغو ساعتونو کې دی هغه شاون نیلسون نه ؤ چې په سړکونو کې ېې چکر واهه… ده له شاخوا نړۍ سره هیڅ اړیکه نه درلوده… د هیڅ ډول چک او پور د ورکولو فکر ورسره نه ؤ، هیڅ ډول احساسي تړاو ېې نه درلود، هیڅ هم نه ؤ. هغه یوازې یو انسان ؤ چې په  ثانیو او په شیبو کې ېې ژوند کاوه او ساه ېې اخیستله هغه ډیر ښه پوهېده چې وروستي ګامونه او نفسونه ېې دي هغه په دې پوهېده چې بیا به کله هم مخکینی سړی نه وي.۱۰

اډولف هیټلر هم د خپل ژوند په ورستیو شیبو کې د جنګ له تجربو بدل او نوراني شوی ؤ. « زما په مبارزه » کتاب کې د جګړې لومړۍ کرښې ته د استول شویو عسکرو د شوق خبره کوي چې څنګه دغه شوق په ویرې بدلیږي. د دغې ویرې په وړاندې باید هر عسکر له خپل ځان سره په جنګ شي او له خپلو ټولو اعصابو کار واخلي چې دې ویرې ته تسلیم نه شي. هیټلر وايي هغه له ځان سره دغه جنګ د ۱۹۱۵ او ۱۹۱۶ کال په ژمي کې ګټلی ؤ. هغه لیکي : «بالاخره دا زما غوښتنه وه او پوره هم شوه، زه په هدفمنه توګه ارامه وم، دغه ارامښت دوام لري. اوس چې څومره سخت ازمېښتونه راباندې راشي اعصاب مې نه شي کمزوري کولی او عقل مې کار نه پریږدي.» ۱۱

د جنګ تجربو هیټلر ته د نړۍ حقیقت بر سیره کړ:  دا یو ځنګل دی چې د طبیعیت د انتخاب له مخې د سر کشه زمري له لوري اداره کیږي، څوک چې دغه قانون نه مني ژوندی نه شي پاتې کیداي. که ته غواړې بریالی شې باید د ځنګل په قانون پوه شې او پر دې سربیره باید په ټول وجود ېې ومنې. د یادونې وړ ده چې هیټلر هم د لیبرال انځورګر په شان چې د جنګ مخالف ؤ د عادي عسکر د جنګ د تجربو درنښت کوي. په حقیقت کې د هیټلر سیاسي کرکټر او فعالیت په شلمه پیړۍ کې د لوړ اقتدار یوه بیلګه ده چې  د انسان په شخصي تجربو پورې اړوند دی. هیټلر یو لوړ رتبه افسر نه ؤ او په څلور کلن جنګ کې ېې رتبه تر بریدملي زیاته نه شوه. هغه هیڅ ډول رسمي زده کړې نه وې کړې او نه ېې کومه سیاسي مخینه درلوده. هیټلر بریالی سوداګر او د کومې اتحادیې غړی هم نه ؤ. نوموړي په لوړو چوکیو خپلوان او ملګري هم نه درلودل او هیڅ پانګه هم ورسره نه وه. حتي هغه جرمنی تابعیت هم نه درلود. هغه یوازې د پیسو د ګټلو لپاره کډوال شوی ؤ.

کله چې هیټلر جرمني ولس ته د رایو اخیستلو لپاره را وړاندې شو یو استدلال ېې درلود چې هغه تجربې چې ده په سنګرونو کې ترلاسه کړي دي په هیڅ ډول پوهنتون، پوځي قوماندانۍ او حکومت  کې ېې نه شي ترلاسه کولی. خلک ورپسې رهي شول او رایه  ېې ورکړه، ځکه چې دوي له هغه سره هویت پیدا کاوه. هغوي هم دا خیال کاوه چې دنیا لکه ځنګله داسې ده او هغه چې غواړي زموږ ژوند واخلي موږ مذبوتوي.

لیبرالیزم له نرم نشنلیزم سره یوځاي شو چې د ټولنې د هر وګړي د ځانګړو تجربو ساتنه وکړي، خو د هیټلر په شان افراطي یا تکاملي هیومانیزم پر خاصو توکمونو ګوته کېښوده چې د انساني اورګاډي د ماشین رول لوبولی شي او دغه ګاډی راکاږلی شي او نتیجه ېې واخیستله چې دغه توکم ټول هغه څه او هغه کسان له مخې لیرې کولی شي چې د دوي مخه نیسي. دا خبره باید هیره نه کړو چې هیټلر او نازیسټانو د یوه ډیر افراطي تکاملي هیومانیزم استازیتوب وکړ او د ټول تکاملي هیومانیزم استازیتوب نه شي کولی همغه ډول چې د ستالین د اجباری کار کمپونه «Stalins Gulag_ camp» د ټولو سوسیالیسټي افکارو استازیتوب نه شي کولی. د نازیانو وحشت باید زموږ سترګې ړندې نه کړی چې د تکاملي هیومانیزم مرستې او ملاتړ ونه وینو. نازیزم د تکاملي هیومانیزم، له ملت پالو احساساتو ورهاخو او د خاص توکم د احساساتو له اغښلتیا رامنځته شو خو ټول تکاملي هیومانیزم توکمپال نه دی او ټول هم په دې باور نه دي چې د پرمختګ په خاطر د بشری وړتیا لپاره دیکټاتوري او پولیسي حکومتونه او د اجباري کار کمپونه اړین وي.

اشوویتیز باید  د یوې سرې خونړۍ کرښې په توګه وبلل شي، اشوویتز باید هغه توره پرده ونه بلل شي چې د انساني تاریخ لویه برخه پرې پټه شي. تکاملي هیومانیزم مډرن کلتور ته د بڼې ورکولو په برخه کې مهم رول لوبولی دی او په یو ویشتمه پیړۍ کې به په غالب ګمان تر دې ډیر رول ولوبوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب