تاند(چهارشنبه، د ثور ۲۹) د ولسي جرګې رییس میر رحمان رحماني نن د دغې جرګې په عمومي غونډه کې چې د مالیې وزارت سرپرست هم موجود و، وویل چې په مالیې وزارت کې هره ورځ اته میلیونه ډالر حیف و میل کېږي.
نوموړي زیاته کړې چې په یاد وزارت کې فساد خپل اوج ته رسېدلی او ټینګار یې کړی دی چې دغه وضعیت نور هیڅ افغان ته د منلو نه دی.
په ورته وخت کې د مالیې وزارت سپرست خالد پاینده هم د ولسي جرګې په استجوابیه غونډه کې په دغه وزارت کې د فساد خبره منلې او زیاته کړې یې ده چې په ګمرکونو کې د مداخلې او پراخ اداري فساد له امله په ورځني ډول تر اته میلیونه ډالر نه راټولېږي.
هغه زیاته کړې چې په دې چاره کې د ګمرک مامورین، بېلې دولتي او غیر دولتي کړۍ لاس لري.