دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeخبرونهنی: د بیان ازادي له جدي ګواښ سره مخ ده

نی: د بیان ازادي له جدي ګواښ سره مخ ده

تاند(چهارشنبه، د ثور ۲۹) د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ بنسټ (نی) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې دوی د بښنې نړیوال سازمان سره په همغږۍ د خبریالانو د امنیت د تامین په برخه کې د حکومت د رغنده اقداماتو غوښتنه کوي.

یاد بنسټ له افغان دولت څخه غوښتي چې باید د خبریالانو د خوندیتوب په برخه کې اړین او بېړني اقدامات وکړي.

نی زیاته کړې چې په دې وروستیو کې د خبریالانو او مدني فعالانو وژنې اندېښمن کړي دي او ټینګار یې کړی دی چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته د بیان ازادي نور هم له جدي ګواښ سره مخ کېدلی شي.

دغه بنسټ دغه راز له ملګرو ملتونو او امریکا څخه غوښتنه کړې چې هغه طالبان چې د خبریالانو په وژنه تورن دي د مذاکراتو له نوملړه وغورځوي او هغوی چې د طالبانو له ادرسه خبرې کوي هم دې ته وهڅوي څو د خبریالانو قاتلین د عدالت منګولو ته وسپاري.

د ویلو ده چې د بښنې نړیوال سازمان د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره له ښکېلو لوریو د افغان خبریالانو پر وړاندې د روان تاوتریخوالي د ژر تر ژره بندېدو غوښتنه کړې وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب