سه شنبه, مې 14, 2024
Homeخبرونهحکمتیار : ولسمشر غني د یوې تصمیم نیوونکې شورا له جوړېدو سره...

حکمتیار : ولسمشر غني د یوې تصمیم نیوونکې شورا له جوړېدو سره سلا کړې

تاند(چهارشنبه، د ثور۲۹)د افغانستان د اسلامي حزب مشر ګلبدین حکمتیار وايي، ولسمشر اشرف غني له یو شمېر سیاستوالو سره موافقه کړې چې یوه اته کسیزه تصمیم نیوونکې شورا جوړه کړي.

حکمتیار اریانا تلویزیون ته په مرکه کې وویل، دا شورا به په افغانستان کې د ملي مسلو په اړه نهايي پرېکړه کوي.

له بلې خوا په ځینو نورو راپورونو کې، چې تاند ترلاسه کړي دي، په پام کې ده چې اتلس کسیزه شورا جوړه شي.

ځینې سرچینې وايي چې د ولسمشر غني ترڅنګ به پخوانی ولسمشر حامد کرزی، د ملي مصالحې د عالي شورا ريیس عبدالله عبدالله، د ولسي جرګې رييس میررحمان رحماني، د مشرانو جرګې رييس فضل هادي مسلمیار، عبدالرب رسول سیاف، مارشال عبدالرشید دوستم، محمد محقق، صلاح‌الدین رباني، عطامحمد نور، محمدکریم خلیلي، ګلبدین حکمتیار، سید منصور نادري، حامد ګیلاني، حبیبه سرابي، زهره مطهري، فوزیه کوفي او فاطمه ګیلاني به د دې شورا غړي وي.

خو حکمتیار وايي چې د دې شورا د غړیو شمېر به محدود وي او طالبان به هم پکې شامل وي.

حکمتیار همداراز وايي چې نوی حکومت به جوړ شي، د طالبانو بندیان به خوشي شي او د دې ډلې د مشرانو نومونه به له تور لیسته وایستل شي.

پرون د افغانستان لپاره د امریکا ځانکړي استازي د کانکریس د بهرنیو اړیکو د کمېټې  ته وویل چې طالبان غواړي چې له نړۍ سره یې اړیکې یې نورمال شي او له بندیزونو ووځي.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب