جمعه, نوومبر 22, 2024
Home+په ورځني ژوند کې کلک او نرم مهارتونه

په ورځني ژوند کې کلک او نرم مهارتونه

لیکوال: وحید «زهیر»

د کلکو مهارتونو (Hard skills) او نرمو مهارتونو (Soft skills) بحث ډېر عام دی.

زموږ خلک یې په علمي لحاظ ممکن ډیر ونه پیژني.

کلک مهارتونه (Hard skills) تر ډیره د یو مسلک په اړه پوهه او علم درلودلو ته وايي. او نرم مهارتونه (Soft skills) لکه رهبري، جرات، کمونیکشن، د تصمیم نیونې ځواک، فوکس/توجو لرل او دې ته ورته نورو ډیرو  مهارتونو ته ویل کیږي.

اکسفورډ او سټنفورډ د انګلستان او امریکا دوه ډیر معتبر پوهنتونونه دي. دغلته محصلانو د کلکو مهارتونو او نرمو مهارتونو تر منځ په نسبت څېړنه کړې وه. د څېړنو پایلې دا وې چې پرمختګ کې نرم مهارتونه ۸۹٪ او کلک مهارتونه ۱۱٪ رول لري.

فکر وکړئ دا څومره ډیر توپېر دی!

مهارتونه

که یو څوک میخانیک ډک کتاب حافظې ته ورپورته کړي، د پوهنتون ټاپر شي خو نرم مهارتونه یې نه وي زده په درسونو ټولې شوګیر شوې شپې یې هېڅ ګټه نه لري.

فکر وکړئ زموږ تعلیمي او تحصیلي نصاب نرمو مهارتونو ته څومره زمینه سازي کړې؟

ایا ډیر فوکس په کلکو مهارتونو نه دی؟

نرم مهارتونه د شخصیت سازۍ زبردست او خوندور مهارتونه دي.

مثلا جرات څه مانا؟

جرات یعنی یو چا سره د ارامۍ احساس لرل. مور سره راحته اوسې، چې پلار سره دې هم راحته وغږیدلی شوې دا جرات دی.

نرم مهارت یعنی خپل ژوند کې بې برنامې نه پاتې کېدل او دقیق اوسېدل. خوراک، څښاک او خوب خو مشر، کشر، وړوکی او هر انسان کوي. خلک باید له خپلې انرژۍ اعظمي استفاده وکړي.

نرم مهارت یعنې د تصمیم نیونې ځواک درلودل.

مذبدب، زړه نا زړه او ګنګس نه پاتې کېدل بلکې هر څه دې ځان ته معلوم کړي او په همغې لور دې خپل لاس و پښې ووهي. که دو راهي راځي، چوک راځي او که کوم ګڼ ځنګل نو ته په کې دستي باید خپل مسیر وټاکلی شې.

د انټرنېټ په نړۍ کې د دې هر مهارت په اړه ښې ډیرې خبرې شته، که لېوالتیا ولرو ډیر به ترلاسه کړو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب