چهارشنبه, سپتمبر 25, 2024
Home+مکسیکو کې د ډیناسور نوی ډول موندل شوی

مکسیکو کې د ډیناسور نوی ډول موندل شوی

تاند ( سه شنبه، د ثور ۲۸مه) د مکسیکو لرغون پېژندونکو په دې هېواد کې یو نوی ډیناسور موندلی دی.

لرغون پېژندونکو د دې ډیناسور پاتې شونې له نن څخه ۸ کاله وړاندې موندلي وو.

د مکسیکو د لرغون پېژندونکو په وینا، دا پاتې شوني د ۷۰ میلونه کاله پخواني ډیناسور یو نوی ډول دی.

د دوی په خبره  دغه ډیناسور ټیلاټولوفس نومېږي او اوږدوالي یې۱ اعشاریه ۳۲ متره دی.

لرغون پېژندونکي وایي، د دوی د پوستکي رنګ هم رنګین دی.

د یادونې ده، چې له دې وړاندې هم په یاد هېواد کې د یو داسې ډیناسور پاتې شونې موندل شوې وو، چې پر هګیو ناست وو.

د معلوماتو له مخې ویل کېږي چې ډیناسور یو له هغو حېواناتو دی، چې له نن څخه يې ميلیونونه کاله وړاندې پر ځمکه ژوند کاوه.

له دوی څخه ځینې غوښه خوړونکي  او ځینې یې واښه خوړونکي وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

لار | زهير سپېڅلی